د اوکراین د پخواني ولسمشر سلاکار په هسپانیا کې ووژل شو

د اوکراین د پخواني ولسمشر یانوکوویچ سلاکار د هسپانیا په مادرید کې په ډزو ووژل شو.

۵۲ کلن اندرې پورتنوف د یوه روس‌پال سیاستوال په توګه پېژندل کېده او په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین د مخملې انقلاب د ګډونوالو د قانوني تعقیب لپاره یې د یوې قانوني مسودې په چمتو کولو کې برخه لرله.

د هسپانیا چارواکو د چهارشنبې په ورځ، (د غبرګولي په ۳۱مه) اعلان وکړ چې د اوکراین د پخواني ولسمشر ویکتور یانوکوویچ سلاکار، د مادرید د امریکایي ښوونځي مخته د وسله‌والو په برید کې په ډزو وژل شوی دی.

سیمه‌ ییزو رسنیو راپور ورکړی چې پر هغه وروسته له دې ډزې وشوې چې یې خپل ماشومان یې ښوونځي ته ورسول.

پولیس وایي بریدکوونکي، چې پلي وو، یوه ځنګل ته وتښتېدل.

تر اوسه هیچا یا هیڅ ډلې د دې ترور مسوولیت منلی نه دی.