د خبریالانو ملاتړ سازمان؛ له شرعي محرم پرتله کارځای ته د ښځینه خبریالې پر تګ بندیز معلومات ته د خلکو لاسرسی محدوي

انځور له ارشیف څخه

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د طالبانو هغه فرمان غندلی چې پر بنسټ يې په ننګرهار ولایت کې ښځینه خبریالانې نشي کولی له شرعي محرم پرته کارځای ته لاړې شي.

د دغه سازمان د ښځینه خبریالانو د ملاتړ کمېټې په یو بیان کې پرون سه شنبې ویلي، "د طالبانو دا اقدام د اطلاع رسونې په برخه کې د ښځینه خبریالانو ونډې ته سخته ضربه ده او متوازنو او ازادو معلوماتو ته د خلکو لاسرسی محدودي".

په بیان کې وړاندې راغلي، ښځینه خبریالانو د ټولو خطرونو په منلو سره د خلکو د غږ په رسونه کې خپله دنده ترسره کړې ده.

د طالبانو حکومت د خبریالانو د ملاتړ سازمان د غبرګون په اړه تبصره نه ده کړې.

د ۲۰۲۱کال د اګست په ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې افغانې نجونې او ښځې له تعلیم او کار سربیره له خپلو ډیرو اساسي حقونو محرومې شوي دي.