د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندنه او ورسره تعامل د دوی په کړنو پورې اړه لري.
د دې وزارت یو ویاند دا خبره د امریکا غږ د هغه ایمیل په ځواب کې کړی چې د طالبانو له خوا د سختګیرانه کړنلارو په ځانګړې ډول په عام محضر کې پر متهمو کسانو د سزا د تطبیق په اړه شوې وه.
د دې ویاند په ټکو، "ظاهرا طالبان د یو حکومت په توګه پر افغانستان واکمن دي او هڅه کوي چې نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي، امریکا دا واضع کړې چې د تعامل لپاره هر ډول اقدام د طالبانو په کړنو پورې اړه لري".
د طالبانو سترې محکمې ویلي، په تیره یوه اونۍ کې يې له ۶۰ ډیر کسان د بیلابیلو جرمونو په تور په مختلفو ولایتونو کې په عام محضر کې مجازات کړي دي.