ایران د اسماعیل فکري په نوم یو کس "اسراییل ته د جاسوسي" په جرم نن دوشنبه ( د غبرګولي ۲۶مه) اعدام کړ.
د ایران قضایه قوې د دغه خبر په خپرولو سره ادعا کړې چې فکري د اسراییل له استخباراتو ( موساد) سره اړیکه درلوده او هغوی ته یې د پيسو په بدل کې حساس معلومات ورکول.
فکري د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال په لیندۍ میاشت کې نیول شوی و.
اسماعیل فکري داسې مهال اعدامیږي چې د ایران او اسراییل ترمنځ کړکیچ مخ په زیاتېدو دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان تر دې وړاندې ویلي چې ایران تېرو دوو کلونو کې لږ تر لږه ۱۱ تنه ( اسراییل ته د جاسوسۍ ) په تور اعدام کړي دي.