د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت خبرداری ورکړی چې له دې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې جعلي حساب درلودل، د دوی د قوانینو له مخې جرم ګڼل کیږي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن دوشنبه ( د غبرګولي ۲۶مه) یې خپره کړې ویلي چې د ټولنیزو رسنیو له شخصي او جعلي حسابونو څخه نورو ته " ګواښ، سپکاوی، ځورونه او د ستونزو جوړول هم جرم ګڼل کیږي".
وړاندې راغلي، که څوک دغه سپارښتنې په پام کې ونه نیسي، له جدي قانوني چلند سره به مخامخ شي.
تر دې وړاندې دغه وزارت د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته ویلي و چې که له دغو پاڼو " نامشروع او غیر اخلاقي" استفاده وکړي، قانوني چلند به ورسره وکړي.