پرون دوشنبه اسراییل پر تهران له هوايي بریدونو مخکې د دغه ښار درې لکه اوسیدونکو ته د تخلیې خبرداری ورکړی و.
اسراییل تر دغه خبرداري وروسته د ایران پر دولتي تلویزیون د ژوندیو خپرونو پر مهال برید وکړ.
د فارس خبري اژانس او شرق ورځپاڼې د راپورونو له مخې د تهران په ختیځ کې د څو چاودنو غږونه اوریدل شوي او همهاله د دافع هوا سیستمونه هم فعال شوي دي.
ویل کیږي چې د تهران په ګوټ ګوټ کې په دوامداره توګه د دافع هوا سیستم غږونه اوریدل کیږي.
ویل کیږي چې په نطنز اټومي اډه کې هم د هوایي دفاع سیستم فعال شوی دی.
د ایران دولتي تلویزیون له برید وروسته
د ایران پر دولتي ټلویزیون د اسراییل برید
اسراییل پرون دوشنبه د ایران پر دولتي تلویزیون (IRIB) داسې مهال برید وکړ چې ژوندۍ خپرونې یې روانې وې.
دا برید وروسته تر هغه وشو چې د ایران توغندیزو بریدونو د اسراییل په تل ابیب او حیفا ښارونو کې لږ تر لږه ۸ تنه ووژل.
په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ویلي، له اسراییله ملاتړ کوي او خبرداری یې ورکړی چې د تهران اوسیدونکي باید ژر تر ژره دغه ښار تخلیه کړي.
د ایران دولتي تلویزیون پرون دوشنبه د ژوندیو خپرونو پر مهال د اسراییل تر برید لاندې راغی.
د تلویزیون یوې ښځینه ویاندې خپرونه مخته بیوله چې د چاودنو غږونه واورېدل شو، له دې سره ستډیو له ګرد او خاورو ډکه او د تلویزیون پرده توره شوه.
د ایران چارواکو پر تلویزیون د برید د مرګ ژوبلې معلومات نه دي ورکړي، خو په یوه ویډیو کې ښکاري چې پراخ اور لګیدلی او د تلویزیون له ودانۍ لوګي پورته کیږي.
دغه برید وروسته تر هغه وشو چې اسراییل پرون د ورځې ناوخته خبرداری ورکړ چې د تهران ښار په ۳مه سیمه برید کوي.
د تهران ۳مه سیمه کې څوک اوسیږي؟
د تهران دغه سیمه شاوخوا درې لکه اوسیدونکي لري چې د تلویزیون ودانۍ، د استخباراتو یوه برخه او ځینې لوړپوړي کسان په کې اوسیږي.
د تهران سړکونه له موټرو ډک شوي، ځکه اوسیدونکي یې د اسراییل د څو ورځو بریدونو له کبله له دې ښاره په تیښته دي.
ویل کیږي چې په تهران کې د تیلو پمپونو ته د خلکو کتارونه ولاړ دي او دغه ښار کې د خوراکي موادو کمی هم محسوس شوی دی.
په همدې حال کې د امریکا ولسمشر د جي ۷ سرمشریزې ته له تګ مخکې خبریالانو سره په خبرو کې له اسراییله خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
هغه ویلي، اجازه نه ورکوي چې ایران اټومي وسله جوړه کړي او په وینا یې د تهران اوسیدونکي باید ژر تر ژره دا ښار تخلیه کړي.
ټرمپ ویلي، ایران دغې جګړه کې نه بریالی کیږي او یوه هوکړه به باالاخره له ایران سره لاسلیک کیږي.
بل لورته د یمن حوثیانو ویلي چې د ایران په ملاتړ کې يې پر اسراییلو توغندي توغولي دي.
دا لومړی ځل دی چې د ایران له ملاتړه برخمنه یوه ډله له تهران سره ښکاره ملاتړ څرګندوي.
د اسراییل او ایران د جګړې نن پنځمه ورځ ده او تراوسه د اسراییل او ایران ترمنځ د کومې تازه نښتې راپور نه دی رارسیدلی.