ټرمپ؛ د ایران "بشپړه تسلیمي" غواړم نه اوربند

ټرمپ وایي چې د ایران "بشپړې تسلیمۍ" غوښتونکی دی، نه اوربند

ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د اسرائیل او ایران ترمنځ روان جنګ کې هدف یې یوازې اوربند نه، بلکې "یو حقیقي پای" ته رسېدل دي.

د امریکا ولسمشر، چې له کاناډا څخه د جي-۷ غونډې یا د نړۍ د اوو لوی صنعتي هېوادونو کلنۍ سرمشریزه له ګډون وروسته بېرته امریکا ته روان و، خبریالانو ته د ایر فورس ون الوتکې کې وویل: "زه د اوربند په لټه کې نه یم، موږ د اوربند نه هم ښه څه غواړو." ټرمپ زیاته کړه چې هدف یې "پای، یو حقیقي پای دی، نه اوربند"، او ټینګار یې وکړ چې له ایران څخه د "بشپړې تسلیمۍ" غوښتونکی دی.

له دې وړاندې د سپینې ماڼۍ یو چارواکي ویلي و چې ټرمپ د دوشنبې په ورځ، چې د جي-۷ غونډه کې ګډون درلود، په دوامدار ډول له خپل د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو او نورو چارواکو څخه تازه معلومات ترلاسه کول.