د امریکا په مېجر کرکټ لیګ کې د نور احمد ټیم بریا خپله کړه

نور احمد

نور احمد په تکزاس سوپرکینګز کې لوبیږي. دغه ټیم سیاټل لوبډلې ته ماته ورکړه. تکزاس ۱۵۳ منډې کړې وې او د سیال ټیم ټول لوبغاړي یې په ۶۰ منډو اوټ شول.

افغان لوبغاړي نور احمد د خپل ټیم په ګټه په دریو اوورنو کې ۱۸ منډې ورکړې او دری مهم لوبغاړي یې اوټ کړل.

په میجر لیګ کې بل افغان لوبغاړي نوین الحق بیا په ممبی نیویارک لوبډله کې لوبیږي. هغه خپله وروستۍ لوبه کې دوه ویکټې واخیستې خو ټیم یې لوبه وبایلوده.

په مېجر لیګ کې سږ کال د افغانستان مشهور لوبغاړی راشد خان نه لوبیږي. راشدخان چې د هند په غوره لیګ کې د تېرو کلونو په نسبت ښه ونه ځلېد د زیاتو تمرینونو په هدف سږ کال مېجر لیګ ته نه دی تللی.