د افغانستان په دوو ولایتونو کې نهه کسان په دُرو ووهل شول

د درو وهلو یوه صحنه ، آرشیف

د طالبانو حکومت د سې شنبې په ورځ، د جون په ۱۷مه، د افغانستان په دوو ولایتونو کې نهه کسان په دُرو ووهل.

د طالبانو سترې محکمې په ایکس شبکې،یا پخواني ټویټر کې، په دوو جلا اعلامیو کې لیکلي چې اوه تنه یې په کابل کې د "مخدره موادو او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او قاچاق" په جرم او دوه نور، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، په سمنګان ولایت کې د زنا او له کوره د تېښتې په جرم په درو وهل شوي دي.

اعلامیې زیاتوي، د دې کسانو هر یو په عام محضر کې ۳۹ دُرې وهل شوي دي.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ شاوخوا دوه اونۍ وړاندې وویل چې د طالبانو لخوا د عامه سزا کارولو کې سږکال د پام وړ زیاتوالی لیدل کیږي او دغه ډول مجازات باید ودرول شي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو په وار وار بدني سزا غندلي او دطالبانو په حکومت یې غږ کړی چې دا ډول سزا ودروي.