اروپايي ټولنه وايي، دې ته په پام سره چې بشري ناورین لا هم په افغانستان کې د نړۍ له سختو کړکېچونو شمېرل کېږي، په افغانستان کې دننه او په سیمه کې له زیانمنو افغانانو سره ۱۶۱ میلیونه یورو بشري مرستې کوي.
په هغې اعلامیه کې چې دې ټولنې تازه خپره کړې راغلي چې له دې مرستې څخه، له ۱۴۱ میلیونه زیاتې به په افغانستان کې فعالو بشري مؤسسو ته ورکړل شي، او د اعلامیې په ټکو په ایران او پاکستان کې هم افغان کډوالو ته لس لس میلیونه یورو ځانګړې شوې دي.
اروپايي ټولنه په افغانستان کې دننه او په سیمه کې له زیانمنو افغانانو سره ۱۶۱ میلیونه یورو بشري مرستې کوي
په دوام کې راغلي چې د اروپايي ټولنې نوې مرستې به د خوړو، درملنې، له خوارځواکۍ سره د مبارزې، څښاک اوبو ته د لاسرسي، روغتیا، حقوقي مشورې، له خطر سره مخ خلکو د حقونو د ملاتړ، بېړني حالت کې د زده کړو (په ځانګړي ډول د نجونو لپاره) او د طبیعي افتونو په برخو کې وي.
په اعلامیه کې د اروپايي ټولنې د بحرانونو د مدیریت، برابرۍ او چمتوالي د کمېشنرې هاجا لحبیب په حواله راغلي، چې اروپايي ټولنه دغه شان له هغو افغانانو سره چې په افغانستان دننه او په ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان او ایران کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي مرستو ته چمتو ده.
نوموړې د افغانستان د وضعیت په اړه په خپلو څرګندونو کې چې بروکسل کې یې "د لوړپوړو چارواکو" غونډه کې کړي او یوه برخه یې یې په خپله ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) خپرې کړي ویلي،
"نږدې ۲۳ میلیونه کسان په افغانستان کې دا مهال بشري مرستو ته اړتیا لري، او هر یو له دې ۲۳ میلیونه کسانو څخه یو شخص دی، چې نوم لري، کورنۍ لري، او خپله ټولنیزه کیسه لري."
په دې اړه نور: څه باندې دوه میلیونه افغان ماشومان له لوږې سره مخ دي او خوارځواکي یې ګواښيدا اعلامیه "د لوړپوړو چارواکو" غونډې سره هم مهاله چې د اروپايي ټولنې په کوربهتوب د جون میاشتې په ۱۶مه او ۱۷مه نېټه په بروکسل کې جوړ شوې وه او د افغانستان د وضعیت به اړه په کې بحث وشو خپره شوې ده.
له ۴۲۰ زیات روغتیايي مرکزونه او نږدې ۳۰۰ د تغذیې مرکزونه غیر فعاله شوي، چې درملنې او اړینو مرستو ته یې د میلیونونه خلکو لاسرسی محدود کړی دی
اروپايي ټولنې ویلي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې د افغانستان د ناورین د هواري لپاره له ۸۶۰ میلیونه یورو زیاته مرسته کړې ده.
په ۲۰۲۱ کال ګې د اروپايي ټولنې د بشري هوایي پله له پیل راهیسې، ټولې ۴۰ الوتنې شوې او شاوخوا ۲۱۵۰ ټنه مرستې افغانستان ته انتقال شوي دي.
په بروکسل کې "د لوړپوړو چارواکو" له غونډې سره هممهاله، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر "اوچا" هم په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان لپاره د ۲۰۲۵ کال بشري اړتیاوو یوازې ۱۸ سلنه بودیجه ترلاسه کړې، چې ملیونونو کسانو، په ځانګړي ډول ښځو، ماشومانو، بېځایه شویو او زیانګالو ته د مرستې رسولو مخه یې ډب کړې ده.
په دوام کې راغلي، چې له ۴۲۰ زیات روغتیايي مرکزونه او نږدې ۳۰۰ د تغذیې مرکزونه غیر فعاله شوي، چې درملنې او اړینو مرستو ته یې د میلیونونه خلکو لاسرسی محدود کړی دی.
د اوچا په خبره، د مې میاشتې نه تر اکتوبر پورې به یوازې یو میلیون کسانو ته بېړنۍ خوراکي مرستې ورسېږي، او پنځه میلیونه نور به له مرستو بېبرخې پاتې شي.