د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین، او د هغه چینایي سیال، شي جینپینګ، د پنجشنبې په ورځ، (د جوزا په ۲۹مه)، په یوه تلیفوني مکالمه کې د اسراییلو برید پر ایران په کلکه وغنده.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دواړو مشرانو د تاوتریخوالي کمېدو پر اړتیا دنظراتفاق درلود.
د کرملین ماڼۍ سلاکار، یوري اشاکوف، په یوه اعلامیه کې ویلي چې دواړو مشرانو ټینګار وکړ چې د اسراییلو برید د ملګرو ملتونو د منشور او نورو نړیوالو اصولو ښکاره نقض دی.
نوموړي زیاته کړه چې مسکو او بیجینګ په بشپړ ډول باور لري چې د اوسني وضعیت او د ایران د اټومي موضوع لپاره پوځي حللاره نه شته، او حل باید یوازې له سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو ولټول شي.