د افغانستان پر فضا بهرنۍ الوتنې زیاتې شوې

د الوتنو د څار ویبپاڼې په باور د ایران او اسراییل د جګړې له امله د افغانستان پر فضا نړیوال پروزاونه نږدې پنځه برابره زیات شوې دي.

د دې ویبپاڼې د راپور له مخې پخوا به هره ورځ شاوخوا پنځوس الوتنې د افغانستان له سره تېریدې چې نن سبا یې شمیره دوه سوه اتیاوو ته رسیدلې ده.

له تیرې یوې اونۍ راهیسې د ایران هوایي حریم د جګړې له امله بند شوی دی.

هره الوتکه چې د یوه هیواد پر فضا تیریږي د هغې د وزن له مخې محاسبه کیږي چې څو ډالره باید ورکړي. د ملکي هوایي چلند د نړیوال سازمان(ICAO) د اصولو له مخې په ځینو مواردو کې دا فیس تر زر ډالرو زیاتیږي.

افغانستان د مسافر وړونکو او کارګو الوتکو له درکه چې پر فضا یې تیریږي د هرې الوتکې پر سر له څلور سوه تر اته سوه ډالرو پورې ترانزیټ فیس ترلاسه کوي.