د اوکراین پر ساحلي ښار اودیسه باندې د روسیې د بې پيلوټه الوتکو د برید له امله لږ تر لږه یو تن وژل شوی او دیارلس تنه نور د ژغورنې د کارکوونکو په شمول ټپيان شوې دي.
د اوکراین هوایي ځواکونه وایي چې روسیې په شپږ اتیا ډرون الوتکو باندې د جمعې په ورځ پر اودسیا ښار برید وکړ چې له دې ډلې اویا الوتکې د اوکراین دفاعي سیستم شنډې کړې.
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د روسیې وروستیو بریدونو ته د وحشي، عمدي تاکتیکونو نوم ورکړ.
ښاغلي زیلینسکي یوه ورځ وروسته تر دې دا خبرې وکړې چې د روسیې جمهور رییس ولادیمیر پوتین ادعا وکړه چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو لپاره چتو دی چې یوه حل لاره ومومي او د اوکراین له ولسمشر سره وغږیږي.
په دې ترڅ کې د روسیې دفاع وزارت وایي، د جون د شلمې په لومړیو کې یعني د جمعې په سهار د دوی هوایي مدافع ځواکونو لږ تر لږه د اوکراین یو شپیته بې پيلوټه الوتکې چې د مسکو په شمول د روسیې لور ته استول شوې وې، له منځه وړې دي.