ټرمپ څو شیبې مخکې پر خپله ټولنیزه پاڼه سوشیل تروټ ولیکل چې الوتکو یې د ایران پر فوردو، نطنز او اصفهان اټومي تاسیساتو بریدونه کړي.
هغه ویلي( پر فوردو تاسیساتو د بمونو یوه ټولګه وغورځېده او دا مهال ټولې الوتکې په خوندي ډول کور ته پر لاره دي.)
پر ایران د برید په اړه د ډونالډ ټرمپ پوست
هغه خپل پوځ ته مبارکي ورکړې او زیاته کړې ده چې د نړۍ بل هیڅ پوځ داسې کار نه شي کولای.
ایراني چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
امریکایي رسنیو لیکلي، هغه الوتکې چې پر ایران یې بریدونه کړي، د امریکا له میزوري هوایي اډې څخه پورته شوې وې.
اسراییلي رسنیو ویلي چې امریکا دغه برید د اسراییلو په بشپړې همکارۍ ترسره کړی دی
راپورونه وایي، امریکا دیرش ټنه بمونه د ایران پر دغو اټومي تاسیساتو اچولي دي.
اسراییل د جون په ۱۳مه د ایران پر لوړپوړو پوځي چارواکو بریدونه وکړل او وروسته بیا ایران پر اسراییلو غچ اخیستونکو بریدونو ته زور ورکړ.
نن د جون دوه ویشتمه، د دغې جګړې لسمه ورځ ده.