پر ایران د امریکا مستقیم بریدونه، ټرمپ د نورو بریدونو ګواښ کړی

پر ایران له برید وروسته ولس ته د ټرمپ وینا، اسوشیتید پریس

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران له مستقیمو بریدونو وروسته ولس ته په وینا کې د دغو بریدونو ننګه کړې او د ایران له خوا د سولې نه کولو په صورت کې یې د نورو بریدونو ګواښ کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، که ایران سوله ونه کړي نور بریدونه به هم پرې وکړي.
ټرمپ پر ایران د خپل هوایي ځواک د تېرې شپې له مستقیمو بریدونو وروسته خپل ولس ته په وینا کې وویل، پر ایران یې د اسراییل په همکارۍ بریالي بریدونه کړي دي.

“ مونږ د اسراییل په وړاندې د دغو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره اږده لاره وهلې. زه د اسراییلو له پوځه مننه کوم چې دغه د پام وړ دنده یې ترسره کړه. هیلمن یم چې مونږ به بیا د پوځیانو په دغه کمیت اقدام ته اړتیا ونه لرو. یا به سوله راځي او یا به د ایران لپاره یو ناورین رامنځته کیږي. دا ناورین به تر هغو پراخ وي چې مونږ یې تیرو ۸ ورځو کې شاهدان وو. په یاد ولری چې ډير نور هدفونه پاته دي، که سوله ترلاسه نه شي، مونږ به په بیړه، دقت او مهارت هغو هدفونو پسې هم ولاړ شو “

ټرمپ وویل، ایران له څلویښتو کلونو راهیسې د اسراییل او امریکا د مرګ شعارونه ورکوي او ده له وړاندې پلان درلود چې دغه ګواښ له منځه یوسي.

ټرمپ تر دغو څرګندونو مخکې پر خپله ټولنیزه شبکه سوشل تروټ ولیکل چې د ایران پر فوردو، نطنز او اصفهان اټومي تاسیساتو یې بریدونه کړي دي.

پر ایران د برید په اړه د ټرمپ پوست


د دغو بریدونو زیان لا معلوم نه دی، خو ټرمپ ویلي، دغه درې واړه تاسیسات په بشپړ ډول له منځه تللي دي.

هغه زیاته کړه “ زمونږ هدف د ایران د یورانیمو د پخولو د ظرفیت ځپل او د هغه هستوي ګواښ درول و چې د نړۍ د ترهګرۍ د یوه لوی ملاتړي ایران له خوا رامنځته شوی دی“.

ټرمپ په دغې وینا کې خبرداری ورکړ، که ایران ژر تر ژره سولې ته حاضر نه شي، نور هدفونه به هم په نښه کړي.

دغه بریدونه د ایران او اسراییل د بریدونو په لسمه ورځ ترسره شول.

اسراییلو لس ورځې وړاندې د ایران لوړپوړي پوځي او اټومي چارواکي په هوایي بریدونو کې له منځه یوړل چې له کبله یې د دغو دوو سیالانو ترمنځ جګړه پيل شوه.

دغو جګړو کې دواړو خواوته د سر او مال درانه زیانونه اوښتي دي.

پر ایران د امریکا برید ته غبرګونونه

اسراییل:

د اسراییلو صدر اعظم بنیامین نتنیاهو ویلي، پر ایران د امریکا برید به تاریخ بدل کړي.
نتنیاهو پر ایران د امریکا له برید وروسته د ټرمپ دغه اقدام وستایه او وې ویل امریکا په دې کار کې بې ساري چلند کړی دی.

د هغه په خبره، متحده ایالتونو “ داسې کار وکړ چې د نړۍ په مخ یې بل هېواد وړتیا نه لري“.

هغه زیاته کړې “ ټرمپ یوې خطرناکې وسلې ته د یوه خطرناک حکومت د لاسرسي مخه ونیوله“.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش ویلي، پر ایران د امریکا برید په کړکیچنه سیمه کې د نانندریو شدت ښيي.

ګوتیریش په یوه خبرپاڼه کې دغه وضعیت نړیوال امنیت او سولې ته مستقیم ګواښ بللی دی.

د اټومي انرژۍ نړیواله اداره:

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې پر فوردو، نطنز او اصفهان اټومي تاسیساتو باندې د امریکا برید تایید کړی دی.

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې د امریکا دغه بریدونه “ وحشیانه اقدام او له نړیوالو قوانینو، په ځانګړې توګه د اټومي وسلو د وړانګو د مخنیوي له معاهدې سره په ټکر کې ګام“ بللی دی.