د جرمني صدراعظم: افغانستان ته د یو شمېر افغانانو په بیرته استولو کې قطر منځګړیتوب کړی

د جرمني صدراعظم، فریدریش مرڅ وايي، افغانستان ته د یو شمېر افغانانو د بېرته ستنولو عملیات "د قطر دولت په نږدې همکارۍ "ترسره شوي دي چې په وینا یې په دې چاره کې یې "د منځګړي رول لوبولی دی. "

نوموړې د جمعې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه قطر په سېمه کې ، یو باوري او ستراتیژیک شریک بللی او د قطر له امیر څخه یې مننه کړې ده.

جرمني د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې یو اتیا تنه افغانان چې په جرمونو کې ککړ و، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته یې استولي دي. جرمني تر دې مخکې هم څو ډلې په جرمونو کې ښکیل افغانان د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته استولي دي چې د بشري حقونو د څار ‌ډلو یې دا چاره غندلې.

د جرمني صدراعظم تر دې مخکې د جمعې په ورځ په برلین کې خبریالانو ته وویل چې افغانستان ته په جرمونو کې د ککړو افغانانو بیرته ستنول د طالبانو د حکومت په وړاندې د جرمني په دریځ کې د بدلون یا د طالبانو د حکومت د په رسمیت پیژندو په معنی نه ده .