چین او اروپايي ټولنې په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دوی به د اقلیم د بدلون پر ضد خپلې هڅې زیاتې کړي.
یاده اعلامیه د پنجشنبې په ورځ، د زمري پر ۲مه، هممهاله له هغه یو ورځني غونډې سره خپره شوې چې د اروپايي ټولنې مشران یې په بیجینګ کې ترسره کوي.
د ځمکې د تودوخې زیاتوالی اوس د نړۍ له لویو ننګونو څخه ګڼل کېږي.
اروپايي ټولنه غواړي چې تر ۲۰۵۰ کاله پورې د ګلتوني یا مضرو ګازونو خپرېدا تر ممکنه حده راکمه کړي.چین چې د نړۍ د ګلتوني ګازونو تر ټولو ستر تولیدوونکی دی، ژمنه کړې چې تر ۲۰۶۰ پورې به دغه هدف ته ورسېږي.
دواړو خواوو هوکړه کړې چې په هغو برخو کې به خپلې همکارۍ پراخې کړي چې د انرژۍ پاکو سرچینو ته د لېږد او د اقلیم د بدلون پر ضد مبارزه په کې شامل دي.
خو د اروپايي ټولنې د اقلیم د چارو یوه جګپوړي چارواکي فایننشل ټایمز ته ویلي، بروکسل به تر هغې پورې د اقلیم په اړه ګډه اعلامیه لاسلیک نه کړي، تر څو چې چین د ګلتوني ګازونو د کمولو لپاره پیاوړې هدفونه مشخص نه کړي.
په ځواب کې یې، د چین دولتي ورځپاڼې "چاینا ډېلي" اروپايي ټولنه تورنه کړې چې غواړي د اقلیم موضوع د فشار وسیله وګرځوي څو چین دې ته اړ کړي چې د اوکراین د جګړې په اړه خپل دریځ بدل کړي.