ایا مدني خوځښتونه او د بهر میشتو افغانانو ناستې د افغانستان د روان بحران په کمیدو کې مرسته کولی شئ؟

Your browser doesn’t support HTML5

په امریکا کې میشت افغان کډوالو په بهر او افغانستان کې د افغانانو ترمنځ د یووالي د رامنځته کولو په پار ناسته جوړه کړې وه. دغه ناسته چې د ملي مرکې په نوم د یوه مدني خوځښت په نوښت د امریکا د کلفورنیا په سکرمنتو ښار کې جوړه شوې وه، په لسهاوو علمي، سیاسي شخصیتونو او ځوانانو په کې ګډون کړی وو.

د ملي مرکو لړۍ د ملي محور په نوم ګوند له خوا چې مشري يې لیکوال خوشال روهي کوي ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د دغې ناستې موخه د افغانانو ترمنځ یووالی او په یو واحد دریځ د بهرمیشتو افغانانو راټولیدل یاد کړل.

خو ایا بهر میشتې افغانان او د دوی له خوا د دا ډول مدني خوځښتونه ایجاد او ناستو جوړول کولی شي د روان بحران او پر افغانو ښځو او نجونو د بندیزونو په لیرې کیدو کې مرسته وکړئ؟

دا ورته نورې پوښتنې فریدې سیال د ملي محور ګوند له مشر او لیکوال خوشاله روهي څخه په لاندې مرکه کې پوښتلي دي.