چین د "کمربند او لارې " په نوښت د طالبانو او پاکستان اړیکي رغوي

د طالبانو چارواکي په افغانستان کې د اګست پر ۲۰مه د چین او پاکستان سره د درې‌اړخیزې غونډې کوربه‌ وو. په داسې حال کې چې بیجینګ هڅه کوي د نویو سوداګریزو او پانګونې فرصتونو په رامنځته کولو سره د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ کړکېچونه راکم کړي او د لا زیاتو همکاریو زمینه برابره کړي.

په دغه درې اړخیزه غونډه کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار برخه واخیسته د تروریزم پر وړاندې پر ګډو هڅو او همدارنګه د چین د نړېوالې بنسټیزې پروژې پر پراختیا چې د "کمربند او لارې" په نوم یادیږي، افغانستان ته "د چین - پاکستان اقتصادي دهلیز" له لارې متمرکزه وه.

دغه دهلېز د ۶۰ میلیارده ډالرو پروژو لړۍ ده چې د اسلام‌اباد او بیجینګ له‌خوا د "کمربند او لار" د نوښت تر چتر لاندې پیل شوی دی.

له درې اړخیزې ناستې مخکې، د سه شنبه په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په دوه اړخیزو لیدنو کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ په اړه خبرې کړې وې. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، وانګ يي وویل هېواد یې غواړي چې افغانستان په رسمي ډول د چین په نړیواله زیربنایي پروژه "کمربند او لار" کې شامل شي.

Your browser doesn’t support HTML5

ایا ۲۰۲۵ به افغانستان کې د چین د پانګونې کال وي؟

افغانستان ته د "چین - پاکستان اقتصادي دهلېز" (CPEC) پراخول، نه یوازې د طالبانو لپاره چې د نړیوال مشروعیت او مالي سرچینو په لټه کې دي، لوی امتیاز ګڼل کېږي، بلکې د بیجینګ لپاره هم یو مهم دیپلوماتیک بری ګڼل کېږي ځکه دا هیواد غواړي خپله ونډه زیاته کړي او له نویو سیمه‌ییزو بدلونونو سره همغږی شي.

کابل ته د وانګ يي سفر تر هغو غونډو وروسته ترسره شو چې په نوي ډیلي کې جوړې شوې وې؛ هلته بیجینګ هڅه وکړه چې د هند پر صادراتو د امریکا د تعرفو له امله له رامنځته شویو ناندریو ګټه پورته کړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په هغه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د چین او هند ترمنځ سرحدي ستونزې هم هوارې شي.

له کابل وروسته به، وانګ يي یو، درې ورځنی سفر اسلام‌اباد ته وکړي او د اګست میاشتې په پای کې د شانګهای د همکارۍ سازمان له کلنۍ غونډې وړاندې د پاکستان، هند، روسیې، منځنۍ اسیا، بلاروس او ایران له مشرانو او لوړپوړو چارواکو سره وګوري.

د چین دیپلوماتیکې هڅې

که څه هم نه چین او نه هم پاکستان د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی، خو بیجینګ د پردې تر شا د منځګړي رول لوبولی دی.

د کابل تر درې اړخیزې غونډې مخکې درې اړخیزه ناسته د مې په میاشت کې شوې وه چې هلته چین په لفظي ډول ومنله چې هغه سوداګریزې او زیربنایي اړیکې چې د تېرو لسو کلونو په ترڅ کې د CPEC له لارې جوړې شوې دي، افغانستان ته وغځوي. له هغې وروسته، پاکستان له دوه زره یو ویشتم کال وروسته چې دا ډله واکمنه شوې ده، خپل لومړی سفیر کابل ته واستاوه.

په دې اړه نور: اسحاق ډار: په کابل کې د شارژدافېیر رتبه د سفير کچې ته لوړوو

خو په دې موده کې د طالبانو او پاکستان اړیکي خړ پړ شوې دي. اسلام‌اباد طالبان تورن کړي چې د پاکستان تحریک طالبان (TTP) ته یې پټنځای ورکړی دی. دغه ډله چې په ۲۰۰۷ کې رامنځته شوه، له طالبانو سره مشترکې ایډیولوژیکې ریښې لري خو خپلواکه فعالیت کوي.

تحریک طالبان پاکستان د چین پر ګټو هم بریدونه کړي، په ځانګړي ډول د CPEC پر پروژو، او د چین وګړي په پاکستان کې څو ځلې په نښه شوي دي. له ۲۰۲۱ راپه دېخوا پر چینایي اتباعو لږ تر لږه ۱۴ ترهګریز بریدونه شوې دي.

چین د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ګډو امنیتي همکاریو غوښتنه کړې ده. طالبانو ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د تحریک طالبان پاکستان د عملیاتو لپاره ونه کارول شي. همدارنګه، په افغان چارو کې د چین ځانګړي استازي "یو شیاؤیونګ" د جولای په میاشت کې کابل او اسلام‌اباد ته سفر کړی و.

ایا چین–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) به افغانستان ته وغځېږي؟

سي پیک په ۲۰۱۵ کې د " کمربند او لار" نوښت د یوې مهمې پروژې په توګه پیل شو، اوس د چین لپاره د احتیاط یو مثال ګرځېدلی دی، ځکه چین په دې پروژه کې له ځنډونو، اضافي لګښتونو، امنیتي ستونزو او د پورونو له زیات فشار سره مخامخ دی.

له همدې امله بیجینګ اوس ډېر محتاط عمل کوي او هڅه کوي پر هغو موجوده عملي پروژو تمرکز وکړي چې د ترسره کېدو وړ دي، تر دې چې د نویو لویو پانګونو اجازه ورکړي.

دغه احتیاط به د افغانستان د شاملولو په هر ډول هڅه کې هم دوام ولري.

په دې اړه نور: افغان اقتصادپوهان: چین تر اوسه د طالبانو له حکومت سره د ژمنو شویو تړونونو عملي کول نه‌دي پیل کړي

د "کمربند او لار" پروژې سره د افغانستان له پیوستون سره د چین علاقه د طالبانو له بیا واکمنۍ مخکې هم وه ، خو اوس چین د افغانستان طبیعي زیرمو او منرالونو ته لیوالتیا ښودلې ده.

لا تر اوسه څرګنده نه ده چې چین به پر کومه کچه او په څومره چټکۍ افغانستان په رسمي ډول په دغه پروژه کې شامل کړي.

که څه هم د چین لېوالتیا د افغانستان د طبیعي زېرمو او شتمنیو په اړه ښکاره ده، خو لاهم روښانه نه ده چې بیجینګ به په کومه کچه چمتو وي افغانستان په CPEC کې رسماً شامل کړي.

د طالبانو او پاکستان د اړیکو ښه کول او د امنیتي همکاریو پیاوړي کول هغه لومړني شرطونه دي چې چین ورباندي حساب کوي. خو په افغانستان کې د لویو پروژو عملي کول تل ستونزمن ثابت شوي او هره نوې پروژه به په CPEC کې له ناسم امنیتي وضعیت سره مخامخ شي.


راپور: رید ستاندیش