د ایران سیستان بلوچستان کې ( اسراییل پورې د تړلې ترهګرې ډلې) شپږ غړي وژل شوي

ارشیف

د ایران امنیتي ځواکونه وایي چې په نارامه سیستان-بلوچستان ولایت کې یې " اسراییل سره د تړلې یوه ترهګریزې ډلې" شپږ غړي وژلي دي.

فرانس پریس پرون شنبه د ایرانا خبري اژانس په حواله ویلي چې دغه کسان له پولیسو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوي، خو د پیښې کره ځای او وخت یې نه دی ذکر کړی.

سیستان-بلوچستان چې له افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري، وخت نا وخت د ایراني امنیتي ځواکونو او وسله والو ډلو او قاچاق وړونکو ترمنځ د بریدونو شاهد وي.

خبر کې راغلي چې وژل شوي ترهګر بهرني اتباع دي، خو هویت یې نه دی څرګند شوی.

سیستان بلوچستان کې څو ورځې وړاندې یوه برید کې لږ تر لږه پنځه پولیس ووژل شول چې مسولیت یې جیش العدل ډلې ومانه.

جیش العدل د بلوڅانو جدایي غوښتونکې مذهبي ډله ده.