د غزې د ملکي دفاع ادارې ویلي چې پرون یکشنبه ( د سنبلې ۲مه) لږ ترلږه ۴۲ فلسطینیان د اسراییلو په برید کې ووژل شول.
فرانس پریس د دغې ادارې د ویاند محمد باسل په حواله ویلي چې اسراییلي ځواکونو د الصبره په ګډون د غزې شاوخوا سیمې بمبار کړي او عملیات یې د پراخېدو په حال کې دي.
اسراییلي پوځ سملاسي د خپلو عملیاتو په اړه تبصره نه ده کړې، خو وړاندې تر دې یې دفاع وزیر خبرداری ورکړی و چې د فلسطیني وسله والو جرړې به وباسي.
د الصبره یوه اوسیدونکي ابراهیم الشورفه ویلي " هره شیبه او هره ورځ بمبار وي، شهادت، مرګ او وینه تویول دوام لري، مونږ نور زغم نه لرو. نه پوهیږو چیرته ولاړ شو، هر ځای مو مرګ تعقیبوي."
د غزې د روغتیا وزارت وایي، د جګړې له پيله تراوسه ۶۲ زره او ۶۸۶ فلسطینان په غزه کې وژل شوي دي، خپلواکو سرچینو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.