د خیبرپښتونخوا د هنګو په توره وړۍ سیمه کې د پاکستان پر یوه نظامي کلا په حمله کې ۳ سرتیري وژل شوي او تر ۱۵ زیات ټپیان شوي دي.
د هنګو د پوليسو مشر خالد خان د اګست په ۲۵مه خبریالانو ته وویل چې د دې برید په ځواب کې امنيتي سرتيرو ۴ وسله وال وژلې شوي او ۵ نور یې ټپيان کړي دي.
تر اوسه د دې بريد مسولیت چا نه دی منلی او نه هم ازادو سرچینو دغو وسله والو ته زیان د ادعا تایید کړې خو د توره وړۍ اوسېدونکو په سیمه کې د مشال راډیو خبریال ته ویلي چې په دې نښته کې د سیمې یو اوسېدونکی هم وژل شوی دی.
په توره وړۍ کې د ايف سي کلا انګريزانو جوړه کړې وه چې تر دې مخکې هم ورباندي دوه واري وسله وال بريدونه شوي دي. پر دغه کلا يو میاشت مخکې هم وسله وال بريد شوی و چې په کې امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.