په کابل کې د اندراګاندي روغتون داکټران وايي، " په تیرو دوو میاشتو کې د ماشومانو ترمنځ خوارځواکۍ د نورو وختونو پرتله زیاته شوې ده".
د دغه روغتون داکټرانو پرون دوشنبې د افغانستان کورنیو رسنیو سره خبرو کې ویلي،" په هرو لسو ماشومانو کې درې يې د سختې خوارځواکۍ له کبله بستریږي".
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام او یو شمیر نورو نړیوالو سازمانو په خپلو راپورونو کې ویلي وو چې په افغانستان کې څه باندې درې نیم میلیونه له پنځو کالونو کم عمره ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.
د دغو نړیوالو ادارو په ټکو، څه باندې یو اعشاره دوه میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکي میندې هم د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.
د بشري مرستو رسونکي ادارې وايي، د امریکا او نورو نړیوالو د مرستو په بندیدو سره دغو خوارځواکو ماشومانو او میندو ته رسیدنه ستونزمنه شوې ده.