په کابل کې د بس چپه کېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي دي

عکس له سوشل میډیا

د طالب چارواکو په وینا د چهارشنبې په سهار په کابل کې یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شوي دي.

دا پېښه د اګست په ۲۷مه سهار وختي د کابل په ارغندي سیمه کې رامنځته شوې ده. بس د افغانستان له جنوبه د کابل پر خوا روان و او د هلمند او کندهار مسافر پکې سپاره وه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د بې احتیاطۍ په نتیجه کې رامنځته شوې ده او په پېښه کې ۲۷ کسان ټپیان دي.

دا پېښه یو څو ورځې وروسته له هغه ده چې په هرات ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې په نتیجه کې یوه بس اور واخیست او ۷۹ کسان پکې ووژل شول.