اوکرایني چارواکو ویلي چې د هیواد په شپږو سیمو کې د روسیې په هوايي بریدونو کې درې کسان وژل شوي او تر ۱۰۰،۰۰۰ زیات کورونه له بریښنا څخه بې برخې شوي دي.
د اوکراین د انرژۍ وزارت دا بریدونه د ملکي زیربناوو د ویجاړولو قصدي هڅه بللي دي.
په خیرسون سیمه کې، دوه کروندګر او یوه ۸۱ کلنه ښځه په بریدونو کې وژل شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر امریکا غږ کړی چې د مسکو د بریدونو په وړاندې کلک دریځ غوره کړي.
په ورته وخت کې، روسیې ادعا کړې چې په ډونیڅک سیمه کې یې یو بل کلی نیولی دی.
د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې د جګړې له پیل راهیسې لسګونو زره خلک وژل شوي او ملیونونه بې کوره شوي دي.