په ترکمنستان کې هنرمندان یا باید وزن کم کړي یا دندې له لاسه ورکړي

د ترکمنستان په لویدیځ کې د دولت تر کنټرول لاندې کلتوري سکتور کې هنرمندانو ته د وزن کمولو او د دې هیواد د خپلواکۍ د ورځې لپاره پر وخت د "ښایسته ښکاره" کیدو لپاره سخت ضرب الاجل ورکړل شوی دی.

لوبغاړو، سندرغاړو، نڅاګرو او نورو ادعا کړې چې د بالکان ولایت چارواکو هغو کسانو ته چې وزن یې ډیر و، ویلي چې د سپتمبر د ۲۷مې تر عامه جشن مخکې وزن کم کړي یا له پایلو سره مخامخ شي.

دوی وايي، چارواکو خبرداری ورکړی، هغه کسان چې وزن یې کم نه کړ خپلې دندې به له لاسه ورکړي او نور به اجازه ورنکړل شي چې په سټیج یا تلویزیون کې راڅرګند شي.

ویل کیږي چې دا امر د ترکمنستان پخواني ولسمشر او د خلکو د شورا مشر قربانقلي بیردي محمدوف ورکړی، چې د حکومت ټولې څانګې څاري او پالیسۍ یې ټاکي.