د طالبانو حکومت نوی قانون خپور کړی چې پر بنسټ يې شاعران د نجونو او هلکانو ترمنځ د عاشقانه اړیکي په اړه له شعر ویلو منعه شوي دي.
دغه قانون د مشاعرو د تنظیم په نوم په رسمي جریده کې خپور شوی دی.
د قانون په یوه برخه کې راغلي، "شعر باید د مجازي مینې، ناروا غوښتونو او احساساتو خالي وي".
د دغه قانون له مخې، شاعران د دموکراسۍ، کمونیزم، فیمینزم او ورته نورو مسایلو په اړه د شعر ویلو هم راګرځول شوي دي.
قانون د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته صلاحیت ورکړی چې " سرغړونکي د اسلامي شریعت" سره سم مجازات کړي.
طالبانو په تیرو څلورو کلونو کې له شاعرانو او هنرمندانو سربیره پر رسنیو هم پراخ بندیزونه لګولي دي.