د یمن حوثي وسله والو د اسراییل په برید کې د خپل صدر اعظم ناصر الرهوي وژنه تایید کړه

احمد غالب الرهوي

په یمن کې حوثي وسله والو تایید کړې چې د اسراییل د تیرې پنجشنبې په برید کې ېې صدر اعظم او د کابینې نور لوړپوړي غړي وژل شوي دي.

د یمن حوثي وسله والو تایید کړې چې صدر اعظم یې احمد غالب ناصر الرهوي د اسراییل په هوایي برید کې وژل شوی دی.

لویدیځو اژانسونو لیکلي چې د ایران له ملاتړه برخمنو وسله والو ډلو باندې د اسراییل او متحده ایالتونو د بریدونو په ترڅ کې دا د حوثیانو تر ټولو لوړپوړی غړی دی چې وژل کیږي.

د راپورونو له مخې پر الرهوي باندې د تیرې پنجشنبې په ورځ هوایي برید شوی، خو وژنه یې پرون شنبه د حوثیانو له خوا تایید شوه او سملاسي دغې ډلې د غچ اخیستو خبرداری ورکړی دی.

حوثیانو ویلي چې دغه برید کې یوشمیر وزیران هم وژل او ټپیان شوي دي.

الرهوي له تیر کال راهیسې د حوثیانو د صدر اعظم په توګه فعالیت کاوه.

د غزې د جګړې له پيله حوثي وسله وال د فلسطینیانو په دفاع کې پر اسراییل او لویدیځو اهدافو بریدونه کوي.

حوثي وسله واله ډله چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي، د امریکا د ترهګریزو ډلو په نوملړ کې ده.

دغه ډله د یمن پر پلازمینې صنعا او یوشمېر نورو سیمو واک چلوي، خو حکومت یې د نړیوالو له خوا په رسمیت نه پيژندل کیږي.

د اسراییل پوځ د تیرې پنجشنبې په ورځ وویل، ځواکونو یې په صنعا کې د حوثي وسله والو پر یوه پټن ځای هدفي برید کړی دی.

هغه مهال د اسرایل یوه تلویزیوني چینل وویل چې برید کې د حوثیانو لوړپوړي سیاسي مشران وژل شوي دي.