قانع: تېرې شپې زلزلې له ۶۰۰ ډېر کسان وژلي او ۱۳۰۰ کسان یې ټپیان کړي دي

ژوبل شوي کسان د ۲۰۲۵ د سپټمبر په لومړۍ نېټه د زلزلې تر پېښېدو وروسته د افغانستان په جلال‌اباد کې په روغتون کې درملنه ترلاسه کوي

د طالب چارواکو په وینا په کونړ او ننګرهار کې د تېرې شپې خونړۍ زلزلې له ۶۰۰ ډېر کسان وژلي او ۱۳۰۰ کسان یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ازادي راډيو ته ویلي یوازې په کونړ ولایت کې ۶۱۰ تنه مړه شوي او ۱۳۰۰ نور ټپیان دي.

په کونړ کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د نورګل په مزار دره کې رامنځته شوې ده.

د بیان له مخې په ننګرهار کې د ټپیانو د مړو شویو شمېر ۱۲ او د ټپيانو شمېر ۲۵۵ تنه ښودل شوی دی.

تر نورو سیمو ډېر د دره نور ولسوالۍ ځپل شوې ده.

په بیان کې راغلي دي چې سیمې ته مرستنیدویه ډلې رسېدلي او لا هم د ژغورنې عملیات روان دي.

په همدې حال کې د لغمان پېښو سره د مبارزې ادارې ویلي چې د دتېرې شپې د زلزلې له امله په دې ولایت کې ۵۸ کسان ټپیان شوي چې د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د زیانمنو خلکو له مسولینو د عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.

دا زلزله تېره شپه له دولسو بجو وروسته وشوه.

د متحدود ایالاتو د جیولوژي سروې ادارې د معلوماتو له مخې د زلزلې شدت ۶ درجې او مرکز یی جلال آباد ښار ته نږدې د ځمکې لاندې اته کیلومتر ژور وو.

له لومړنۍ زلزلې شاوخوا ۲۰ دقیقې وروسته په همدې ننګرهار ولایت کې دوهمه زلزله وشوه، چې شدت یې د ۴.۵ درجې وو او مرکز یې د ځمکې لاندې ۱۰ کیلومتره ژور وو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په کابل کې د جاپان سفارت، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش او ګڼو نورو بشرپاله بنسټونو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې، او له زیانمنو سره د بیړني لاس لپاره یې خپل چمتوالی اعلان کړی دی.

دا پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته درېیمه خونړۍ زلزله ده چې په پراخه کچه مرګ ژوبله اړوي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه دهرات په زنده جان ولسوالۍ کې د ۶.۳ درجې زلزلې ۱۵ سوه کسان وژلي وو.

په دې اړه نور: د بارانونو، واورو او طوفانونو په اړه وړاندوینې او د خلکو اندېښنې

له دې وړاندې د ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې په ۲۲مې یوې زورروې زلزلې پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونه ولړزول چې په نتیجه کې یې د پکتیکا په برمل او ګیان ولسوالیو کې او د خوست په سپیرې ولسوالۍ کې په زرګونو کورونه ویجاړ شول.

د دغې زلزلې له امله له زرو زیات کسان مړه او په زرګونو نورو ټپیان شوي و.