ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د زلزله ځپلو سیمو په پراخو ساحو کې ماینونه او ناچاودي مهمات شته

د کونړ ولایت د دره نور ولسوالې یو کلی چې زلزلې ویجاړ کړی دی.

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان د ختیځ په زلزله ځپلو سیمو کې شاوخوا ۲۵ کیلومتر مربع ساحه کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو مهماتو خطر شته.

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند ستیفان دوجاریک پرون خبریالانو ته وویل چې د زلزله ځپلو سیمو او له هغو سره د مرستو د ارزونې پر وړاندې ننګونې د لارو د بندېدو له کبله ډېرې دي خو نوموړي زیاته کړه چې د خوړو، خیمو او د صحي مرستو د رسولو چارې پیل شوې دي.

د ملګروملتونو ویاند دا هم وویل چې د مرستندویانو لپاره د سرپناه، روغتیايي خدماتو، د څښاک د پاکو اوبو او خوړو د رسولو چارې لومړیتوب لري.

په عین حال کې خیریه ټولنو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان د ختیځ له زلزلې وروسته له دې هېواد سره مرستې زیاتې کړي.

د نړیوال لید د خیریه ټولنې د افغانستان د څانګې مشرې ټامیندري دی سیلوا پرون وویل چې افغانان له پرله پسې بحرانونو څخه پوزې ته رسېدلي دي او په داسې حال کې له دې بحرانونو سره مقابله کوي چې نړیوالې مرستې کمې شوي او په کور دننه هم د مرستو امکانات لږ دي.

مېرمن دي سېلوا وايي چې دې ټولنې له خپلې خوا هم له افغانستان سره د بسپنې د جلبولو کمپاین پیل کړی دی.

د طالبانو چارواکو هم له نړیوالو غوښتي دي چې د وروستۍ زلزلې له مصیبت ځپلو سره مرستې وکړي.