پر ماشومانو د زلزلې اغېز، له ځینو مور او پلار مرګ او له یوشمېر هغو په ژوندیني بېل شوي

زلزله ځپلي ماشومان، کونړ

کونړ کې د یکشنبې د شپې ( د اګست ۳۱ مه) مرګونې زلزلې که د یو شمیر ماشومانو د کورنۍ غړي په مرګ ورنه اخیستي، له یو شمیرو یې بیا په ژوندوني بیل کړي دي. دغې زلزله کې ۲۸۰ ماشومان یتیم شوي او له ګڼ شمیر نورو بیا د کورنۍ غړي ورک دي او د برخه لیک په اړه یې خبر نه دي.

د سیمې یو شمیر اوسېدونکو او رضاکارانو ازادي راډیو ته وویل، دا چې ژغورونکو ټپیان د هغوی وضعیت ته په کتو یو ځای، بل ځای انتقال کړي نو ځکه دا ستونزه رامځته شوې ده.

" مونږه له ټپیانو نه لیدنه کوله ماښام مهال، هلته یو ماشوم دی چې اوس هم په روغتون کی دی، هغه خپله اقرار وکړو چې زما د کورنۍ غړي چرته دي، زه هیڅ معلومات نه لرم، زما مور او پلار، زما فامیل."

دا د کونړ ولایت د یوه اوسیدونکي د سترګو لیدلی حال دی چې وایي، له زلزلې وروسته یوشمېر کورنۍ سره ویشل شوي او په خبره یې روغتون کې یو بستر ماشوم د خپلې کورنۍ له برخه لیک او ځای ځایږي نه خبر نه و.

ګڼ شمیر کوچني ماشومان له خپلو کورونو نه جلا شوي دي، یعنې ورک شوي دي، په روغتونونو کې بستر دی
یو عیني شاهد

ده ازادي راډيو ته د نوم نه ښودو په شرط وویل" ګڼ شمیر کوچني ماشومان له خپلو کورونو نه جلا شوي دي، یعنې ورک شوي دي، په روغتونونو کې بستر دی او ادعا کوي چې کله مونږ د زلزلې ټکان وخوړو بیا مو سترګې پرانیستې په روغتون کې وو، هیڅ معلومات نه لرو چې زمونږ پلار به چیرې وي، زمونږ وروڼه به چیرې وي، ان د خپلو کورنیو د غړو د تیلفون شمیرې نه دي وریادې، داسې کورنۍ هم شته چې هغوی خپل غږونه ثبت کړي چې زمونږ اولادونه ورک دي، ایا د خاورو لاندې دي، ایا شهیدان شوي، ایا ټبیان دي، ایا روغتونونو کې دي، هیڅ معلومات نه کېږي."

دا خبره په دې ولایت کې یو شمیر رضاکارانو هم ازادي راډیو ته وکړه.

د دوی له ډلې ځلاند صافي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې داشان دوه بېلابیلو پېښو سره مخ شوی دی.

هغه لومړی د یو ماشوم کیسه کوي چې د کونړ په یو روغتیايي مرکز یې ورسره کتلي وو" نو دغه ماشوم دې مرکز کې یو هلک و، له اولې ورځې یې د ده پالنه او خدمت کړی و، د ده له قوله چې هیڅ څوک یې نشته، خو چې ما ملګرو سره بیا خبرې وکړې هغوی راته وویل چې مور یې د ننګرهار په کوم روغتون کې وه او ژوندی ده. "

دغسې یو بل ماشوم هم هلکانو په ساحه کې له خاورو را وایست، د ده ټوله کورنۍ له منځته تللې وه
رضاکار، ځلاند ساپی

ښاغلی صافی بله کیسه بیا داسې کوي" دغسې یو بل ماشوم هم هلکانو په ساحه کې له خاورو را وایست، د ده ټوله کورنۍ له منځته تللې وه خو پلار یې په بل کوم کور کې چاسره میلمه و، دا چې هغه په پښه زحمي و، ننګرهار کې یې یو روغتون ته وړی و. "

د کونړ اوسېدونکی بل رضاکار نثار احمد هم د ورته یو مورد کیسه کوي"یو ماشوم دی په شینو زاده کې دې په کابل کې، خبر راروسیدو چې د دې ماشوم د کورنۍ په پیدا کولو کې مرسته وکړئ، کورنۍ چې ده هغوی کې یو کس دی پښې یې ماتې دي، په ننګرهار صحت عامه کې دی او نور د کورنۍ غړي مو ورته پیدا نه کړل، یو تره یې په پاکستان کې دی هغه ته مو تیلفون کړی و، ویل ما کډه رابار کړی ده، لواړګې سره کوم ځای کې یم، خو نه پوهېږم چې کله به در رسېږم."

په کونړ کې د طالبانو حکومت د اطلاعلاتو او فرهنګ رییس نجیب الله حنیف په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د ماشومانو د ساتنې صندوق (سیف ده چلډرن) ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې زلزلې د څه باندې دو لکه او ۶۰ زرو ماشومانو ژوند اغېزمن کړی دی.

دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د سپټمبر په ۴مه) په یوه راپور کې د ملګرو ملتونو په حواله ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۸۰ ماشومان یتیمان شوي دي.

د راپور په ټکو، زرګونه ماشومان سمدستي مرستو او اوږد مهاله رواني ټولنیز ملاتړ ته اړتیا لري.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي کریم صادق پرون په خوست کې له یوې لوبې مخکې چې د کونړ زلزله ځپلو ته د مرستې راټولو په پار جوړه شوې وه ویلي، دی حاضر دی چې تر لسو پورې دا ماشومان وروزي، وپالي او بیل کور ورته جوړ کړي.

نوموړي له نورو افغانانو هم غوښتي چې د دغو بې سرپرسته ماشومانو په روزنه او پالنه کې مرسته وکړي.

د یکشنبه (د اګست د ۳۱ مې ) د شپې ناوخته، د ریښتر په کچه ۶ درجې زلزلې په ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول کونړ کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.

د طالبانو حکومت، د مړو شمیر له ۲۲۰۰ او د ټپیانو له ۳۶۰۰ پورته ښودلی دی.