امریکا ته د کډوالۍ کیس لرونکي افغانان سرګردانه او بې برخه لیکه حالت کې دي

پاکستان کې امریکا ته د تګ په تمه میشت افغانان، ارشیف

په پاکستان کې میشت د ( پي یو) او ( پي ټو) کیس لرونکي وايي متحده ایالاتو ته د دوی د لېږد پروسې په ټپه درېدو سخت اندېښمن کړي دي. دوی وايي د دغه پروسې له ځنډ شاوخوا اته میاشتې تیریږي خو د بیا پیل هیڅ څرک یې نشته او دوی هم په پاکستان کې له ګڼو ستونزو او ناڅرګند وضعیت سره مخ دي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې میشت یو د P2 کیس لرونکی چې دولس کسیزه کورنۍ لري وايي د کډوالۍ د کېسونو ځنډ په دې هیواد کې له سخت او ناڅرګند حالت سره مخ کړی دی.

دا افغان کډوال چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي وايي نږدې درې کاله وړاندې پاکستان ته په دې هیله ولاړ چې د کډوالۍ قضیه به یې وڅېړل شي خو لا هم اوږد انتظار تېروي.

نوموړی وايي"د یوسرپ USRAP پروګرام له ځنډیدو وروسته موږ له ډېر زیاتو ستونزو سره مخامخ شوي یو. څو میاشتې کیږي چې د پاکستان ویزه نه لرو، دوی زموږ ویزې نه نوې کوي. د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت له لوري راکړل شوی لیک هم پاکستاني پولیسو ته د منلو وړ نه دی. اوس موږ په خپلو کورونو کې بندیان یو، نه شو کولای چې ان د سودا د اخیستلو لپاره له کورونو ووځو. د ناروغۍ پرمهال هم د پولیسو له لوري د نیول کېدو له ویرې روغتون ته نه شو تللی."

د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې میشته ناهید چې امریکا ته د P1 کیس لري هم اندېښمنه ده.

نوموړې وايي"زموږ پر انتظار له اتو میاشتو ډېر وخت اوړي. زموږ وضعیت ډېر خراب دی. ټول پناه غوښتونکې له رواني ستونزو سره مخ دي. د ټولو اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی، ځکه موږ له تېرو څلورو کلونو راهیسي په پاکستان کې ژوند کوو. په افغانستان کې مو هر څه وپلورل او دلته مو هغه پیسې مصرف کړې او اوس هیڅ نه لرو."

دا په داسې حال کې ده چې نږدې نهه میاشتې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو اجراییوي فرمان کې د کډوالو د منلو بهیر د ۹۰ ورځو لپاره وځنډاوه خو لا یې هم د بیا پیل اعلان نه دی شوی.

سپینې ماڼۍ هغه مهال ویلي و، چې په دې برخه کې لا نورو امنیتي څېړنو ته اړتیا لیدل کېږي.

د امریکا حکومت د هغو کسانو لپاره چې په افغانستان کې یې له امریکایي موسسو او یا د امریکا له لوري له تمویلېدونکو ټولنو سره کار کړی د کډوالۍ د ځانګړو وېزو (SIV) ترڅنګ د P1 او P2 په نوم د کډوالۍ نور پروګرامونه هم اعلان کړي دي.

د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې پاکستان له دې هیواده د بې اسناده افغان کډوالو په ګډون د POR په نوم او د افغان تابعیت د کډوالۍ د کارتونو لرونکو د ایستلو لړۍ هم چټکه کړې ده، چې له امله یې ګڼ پناه غوښتونکي افغانان چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک ترلاسه کولو وروسته د امنیتي ګواښونو له امله دې هیواد ته تللي، د ډیپورټ له ګواښ سره مخ دي.

د بشري حقونو بیلابیلو بنسټونو خبرداری ورکړی چې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اخراج کولای شي د دې کسانو خوندیتوب له جدي خطر سره مخ کړي.

که څه هم د ملګروملتونو په ګډون بیلابیلو ادارو له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د لړۍ د ودرلو غوښتنه کړې خو پرون جمعه د سپټمبر ۵ مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان یو وار بیا له دې هیواده د بې اسناده افغان کډوالو پر ایستلو ټینګار وکړ.