د انټرنیټ پرچاوۍ هند، پاکستان او څو نور هېوادونه متاثره کړي

د انټرنیټ تحت البحري کیبلونه، ارشیف

په سره سمندر کې د څو سمندري کیبلونو د پرې کېدو له کبله د اسیا او منځني ختیځ په ځینو برخو کې انټرنیټي خدمتونه ورو او ګډوډ کړی دی.

د پیښې لامل لا تر اوسه روښانه نه دی.

مایکروسافټ خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې کاروونکي ممکن په خپلو انټرنیټ خدماتو کې نور ځنډونه تجربه کړي.

نیټ بلاکس وویل چې بندښت هند، پاکستان او څو نور هیوادونه اغیزمن کړي او لامل یې د سعودي عربستان جدې ښار ته نږدې د نړیوالو کیبلونو زیانمنېدل دي.

سعودي او اماراتي چارواکو د بندښت تایید نه دی کړی، خو په متحده عربي اماراتو کې کاروونکو د انټرنیټ د سرعت د کمیدو راپور ورکړی دی.

سمندري کیبلونه ډیری وختونه د سمندري پیښو یا بریدونو له امله زیانمن کیږي او ترمیم یې اونۍ وخت نیسي.

په وروستیو میاشتو کې داسې اټکلونه شوي چې دا لینونه د اسراییلو په وړاندې د یمن د حوثيانو په کمپاین کې په نښه کیدی شي، که څه هم دې ډلې دمخه دا ډول تورونه رد کړي دي.