تاجکستان د کونړ له زلزله ځپلو سره څه باندې درې زره ټنه بشري مرسته کړې ده.
د ازادۍ راډيو تاجکستاني څانګې لیکلي چې په دغو مرستو کې چې نن یې کاروان افغانستان خواته روان شوی، اوړه، غوړي، بوره، کمپلې، خیمې او نور لومړني مواد شامل دي.
له زلزله ځپلو سره د چین، قطر او هند په ګډون ګڼ شمیر هېوادونو د لومړنیو موادو او د بریتانیا، جنوبي کوریا او استرالیا په ګډون یوشمیر نورو نقدي مرسته کړې ده.
زلزله ځپلي وایي، لومړنۍ مرستې ور رسیدلي، خو په خبره یې دا لنډمهاله دي او د دایمي ملاتړ لپاره یې باید بیرته سرپناوې او د ژوند امکانات ورته برابر شي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ویلي، د زلزله ځپلو د لنډمهالي او اوږدمهاله ملاتړ لپاره شاوخوا ۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.