د فرانسې پارلمان د صدر اعظم بایرو دولت وپرزوه او نوموړی یې سلب صلاحیت کړ

د فرانسې سلب صلاحیت شوی صدر اعظم فرانسوا بایرو

د فرانسې پارلمان پرون دوشنبه د دغه هېواد صدر اعظم فرانسوا بایرو سلب صلاحیت کړ او له دې سره یې د هغه دولت وپرزوه. دا د اروپا د دویم ستر اقتصاد لرونکي هېواد لپاره یو نوی سیاسي ناورین دی او اوس ولسمشر امانویل مکرون اړ دی چې نوی صدر اعظم وټاکي.

دا به له تیرو ۱۲ میاشتو راهیسې، څلورم صدر اعظم وي چې ماکرون یې د باور رایې لپاره پارلمان ته ورپیژني.

فرانسوا بایرو پرون د پارلمان ۳۴۶ غړو د عدم اعتماد رایې ورکړې، حال دا چې د ده په ګټه کارول شوې رایې ۱۹۴ وې.

څلور اویا کلن بایرو د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې د فرانسې د صدر اعظم په توګه ټاکل شوی و.

په همدې حال کې د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی چې مکرون به په راتلونکو ورځو کې نوی صدر اعظم معرفي کړي.

د راتلونکي دولت اصلي دنده به د بودجې تصویب وي. هغه کار چې له واکه لرې شوی صدر اعظم د کار په لومړیو کې ورسره مخامخ و.

په فرانسه کې د دولت ادلون بدلون داسې مهال ترسره کیږي چې دغه هېواد دا مهال له یوشمېر ننګونو، له هغې ډلې د بودجې له ستونزو او په نړیواله کچه د اوکراین او غزې د جګړو له اغیزو سره مخامخ دی.

بل لورته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین او غزې د جګړو د پای ته رسولو په چارو کې د خپلو اروپایي متحدانو په ځانګړې توګه فرانسې او جرمني مرسته غواړي.

ټرمپ له دغو اروپایي مشرانو په زغرده غوښتي چې پر روسیې بندیزونه ولګوي او د تیلو او ګازو پېرل یې تحریم کړي.
د فرانسې صدر اعظم هغه ته د عدم اعتماد له رایو مخکې پارلمان ته وویل " تاسو د دولت د پرزولو واک لری، خو د واقعیتونو د پاکولو قدرت نه لری، واقعیت به همداسې سخت پاته کیږي. لګښتونه به همداسې لوړېږي. پر دولت به د پورونو بار درنیږي او بیه به یې نوره هم لوړېږي."

د فرانسې د دولت ټول پور د سږکال د لومړنیو درې میاشتو په پای کې درې تریلیونه او ۳۴۶ میلیارده یورو و.

د پور ورکړه د فرانسې د دولت د لګښتونو شاوخوا ۷ فیصده برخه جوړوي.

په همدې حال کې د اوسني ولسمشر امانویل مکرون مخالفان له اوسني ناورینه ګټه اخلي او هڅه کوي چې د پارلمان نوې ټاکنې ترسره او د مکرون ګوښه کېدو یا دولت کې د څوکیو ترلاسه کولو ته لاره هواره کړي.

د ښي اړخي افراطي ګوند مشرې مارین لوپن له مکرون نه وغوښتل چې پارلمان منحل کړي.

هغه په ظاهره ډاډه ښکاري چې د ملي تجمع ګوند او متحدان به یې راتلونکي پړاو ټاکنو کې اکثریت ترلاسه او نوی دولت به جوړ کړي.