په افغانستان کې د ازادي راډیو خبریاله
ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په افغانستان کې نږدې ۱۰ میلیونه خلک د کافي خوړو د نشتوالي له امله له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
یو شمیر افغان پخواني ډیپلوماتان او د سیاسي او نړیوالو چارو شنونکي د طالبانو له حکومت غواړي چې د ایران او اسرایلو تر منځ جګړه کې ښکېل نشي.
د روسیې د تاتارستان جمهوریت ته د لوړو زده کړو او پوهنې د وزیرانو په دریم نړیوال فورم کې د ګډون لپاره د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د مرستیال د سفر په غبرګون کې، په افغانستان کې له زده کړو یو شمېر محرومې نجونې او مدني فعالین دا اقدام سمبولیک بولي.
د مرسي کورپس په نوم یوې نړیوالې موسسې په کابل ښار کې د اوبو د جدي ناورین خبرداری ورکړی دی.
د امریکا ولسمشر له راتلونکې اونۍ امریکا ته د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو د وګړو پر ورتګ بندیز او یا هم محدودیت ولګاوه. ډونالد ټرمپ پرون چهارشنبې د یو فرمان په لاسلیک کولو سره امریکا ته د دغو هېوادونو د وګړو پر ورتګ د محدودیت دلیل د امریکا د امنیت، ګټو او خلکو ساتنه ښودلې ده.
د هلمند په سرحدي سیمه بهرامچه کې د طالبانو او د پاکستان پوله ساتو ځواکونو څو ورځنۍ نښتې کړي او له تېرې شپې راهیسې دغه جګړه دریدلې ده. ځایي اوسیدونکي وایي چې جګړې عام خلک بې ځایه کړي او حالات لا هم ترینګلي ښکاري.
«ای او ایم» تېره ورځ د یو نوي راپور په خپرولو زیاته کړې چې د می میاشتې له ۱۸مې تر ۲۴مې پورې له ایران او پاکستانه له ۱۰۴ زرو زیات کسان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
نن د جون لومړۍ د پلار او مور یا والدینو نړیواله ورځ ده، دا ورځ د غبرګولي له یولسمې سره هم برابره ده چې افغانستان کې د ماشوم د ورځې په توګه هم نمانځل کېږي.
د ترکمنستان ولسمشر وايي چې له طالبانو سره د نړیوالو خبرو اترو د رامنځته کولو لپاره د عملي هڅو دوام مهم دی. د ترکمنستاني رسنیو د راپورونو له مخې، سردار بردي محمدوف د مرکزي آسیا ایټالیا په لومړۍ سرمشریزه کې وویل چې د سیمه ییز امنیت په مسله کې باید د افغانستان وضعیت له پامه ونه غورځول شي.
که څه هم د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت چین د افغانستان مهم اقتصادي شریک بولي او له دوی د پراخې پانګونې غوښتنه کوي، خو ځینې افغان اقتصادپوهان او پخواني ډیپلوماتان وایي چې دغه هېواد په افغانستان کې لا هم په عملي بڼه خپل کړي تړونونه نه دي پلي کړي.
د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وايي، د دغې ولسوالۍ د څو بېلابېلو سیمو ځنګلونو کې لګېدلی اور لا هم مهار شوی نه دی.
د طالبانو حکومت وايي، په قطر کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې پروسې څلورمې غونډې لپاره چمتووالی نیسي.
له پاکستانه خپل هېواد ته د افغان کډوالو بېمخینې ستنېدو ته په پام، د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دې حساس وخت کې د افغانانو ترڅنګ ودریږي.
د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر ځوانان وایي، سره له دې چې د پسرلي موسم دی او د هېواد اکثره سیمې شنې او مېله ځایونه زرغون شوي خو رواني اقتصادي ستونزې یې د مېلو او منظرو مخه نیسي.
له پاکستانه افغانستان ته د ځینو راستنو شویو کورنیو ښځې او نجونې چې د کډوالو په پنډغالو او خیمو کې اوسېږي، وایي هېڅ ډول روغتیایي اسانتیاوې ورته نه دي برابرې شوي. ځوانې نجونې بیا شکایت کوي چې د میاشتنۍ دورې پر مهال له سختو ننګونو سره مخ وي.
نور راوښيه