د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۵

خبرونه

د امریکا دفاع وزارت شیکاګو کې د جرمونو او ناقانونه کډوالۍ په وړاندې مبارزې ته ملي ګارد استوي

لاس انجلس کې د امریکا ملي ګارد او مظاهره چیان، ارشیف
لاس انجلس کې د امریکا ملي ګارد او مظاهره چیان، ارشیف

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون پلان لري چې شیکاګو کې د پوځ غړي ځای پر ځای کړي.

دا ګام داسې مهال پورته کیږي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي په دغه ښار او شاوخوا سیمو کې یې جرمونه، بې کوره کسان او بې اسناده کډوال وځپي.

رویټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ ناوخته د واشنګټن پوست په حواله لیکلي چې په لومړي ګام کې ممکن د سپتمبر په لومړیو کې د ملي ګارد څو زره سرتیري شیکاګو ته واستول شي.

په تیره جون میاشت کې په لاس انجلس کې د ناقانونه کډوالو د نیولو او هلته د پاریدلو مظاهرو د کنټرول لپاره هم یاد ښار ته د ملي ګارد ځواکونه استول شوي وو چې هغه مهال دې اقدام د یوشمیر امریکایي سیاستوالو نیوکې وپارولې.


د ایران سیستان بلوچستان کې ( اسراییل پورې د تړلې ترهګرې ډلې) شپږ غړي وژل شوي

ارشیف
ارشیف

د ایران امنیتي ځواکونه وایي چې په نارامه سیستان-بلوچستان ولایت کې یې " اسراییل سره د تړلې یوه ترهګریزې ډلې" شپږ غړي وژلي دي.

فرانس پریس پرون شنبه د ایرانا خبري اژانس په حواله ویلي چې دغه کسان له پولیسو سره د ډزو په تبادله کې وژل شوي، خو د پیښې کره ځای او وخت یې نه دی ذکر کړی.

سیستان-بلوچستان چې له افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري، وخت نا وخت د ایراني امنیتي ځواکونو او وسله والو ډلو او قاچاق وړونکو ترمنځ د بریدونو شاهد وي.

خبر کې راغلي چې وژل شوي ترهګر بهرني اتباع دي، خو هویت یې نه دی څرګند شوی.

سیستان بلوچستان کې څو ورځې وړاندې یوه برید کې لږ تر لږه پنځه پولیس ووژل شول چې مسولیت یې جیش العدل ډلې ومانه.

جیش العدل د بلوڅانو جدایي غوښتونکې مذهبي ډله ده.

بریتانیا د هغو کسانو د اخراج لړۍ چټکوي چې د پنا غوښتنې یې رد شوې دي

د انلګستان جنوبي ساحل ته نژدې د کډوالو یوه بیړۍ، ارشیف
د انلګستان جنوبي ساحل ته نژدې د کډوالو یوه بیړۍ، ارشیف

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره ایوېت کوپر وایي، د هغو کسانو د اخراج لړۍ چټکوي چې دغه هېواد کې یې د پنا غوښتنې رد شوې دي.

د جرمني خبري اژانس ( ډي.پې.اې) د شنبې په ورځ ناوخته د نوموړې په حواله ویلي چې د پناغوښتونکو د قضیو د بیا کتنې اوسنی سیستم له پخوا نه ورته په میراث پاته دی او دې ته د منلو وړ نه دی.

دا مهال د افغانانو په ګډون شاوخوا ۵۱ زره کسان بریتانیا کې میشت دي چې د پنا لومړنۍ غوښتنې یې رد شوي او اوس بیا ارزونې ته په تمه دي.

خبر کې راغلي چې دا ګام د پناغوښتنې په بهیر کې د بریتانیا د پام وړ فشارونه ښيي.

بریتانوي چارواکو ویلي، هغه کسان چې د پناغوښتنې یې رد شوي د دوی په هوټلونو کې دیره دي او د لګښت بیه یې د بریتانیا مالیه ورکوونکي پرې کوي.

بریتانیا له ځینو اروپایي هېوادونو څخه په الهام اخیستنې سږکال د کډوالۍ په سیستم کې د ځینو اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

روسيې د اوکراین ختیځ کې د دوو کلیو د نیولو ادعا کړې

ارشیف
ارشیف

د روسیې دفاع وزارت وایي، ځواکونو یې د اوکراین د ختیځې سیمې دونتڅک دوه کلي نیولي دي.

دغه وزارت نن شنبه ( د سنبلې لومړۍ نیټه) پر خپل ټیلګرام چینل لیکلي چې دا کلیدي کلي هغه سړک ته نژدې دي چې د اوکرایني پوځ د لوجستیک یوې اډې ته غځیدلی.

پر اوکراین د روسیې له خوا پوځي فشار داسې مهال په زیاتیدو دی چې په نړیواله کچه د دغې جګړې پای ته رسیدو ته هڅې ګړندۍ شوي دي.

د اوکراین پوځ د دغو کلیو د له لاسه وتلو په اړه څه نه دي ویلي، خو تایید کړې ده چې تیره شپه روسیې پر دغه هېواد شاوخوا پنځوس بې پیلوټه الوتکې توغولي چې دیرش یې دوی کشف اوشنډې کړي.

په لندن کې د چین د لوی سفارت د جوړولو پلان بیا هم ځنډیدلی دی

ارشیف
ارشیف

د بریتانیا حکومت په لندن کې د چین له خوا د یوه لوی سفارت د جوړونې د تایید پلان تر اکتوبر میاشتې پورې ځنډولی دی.

ټاکل شوې وه دغه پلان د راتلونکې سپتمبر په نهمه تایید شي.

چین غواړي "ټاور آف لندن" ته نژدې د یوه دوه سوه کلنې تاریخي ودانۍ په انګړ کې لوی سفارت جوړ کړي، خو له تیرو دریو کلونو راهیسې د ځایي خلکو، پارلمان او فعالانو د مخالفت له کبله دا کار ځنډول شوی دی.

رویټرز لیکلي، بریتانوي سیاستوالو او دغه راز متحده ایالتونو خبرداری ورکړی چې چین ممکن له دغه ځایه " د جاسوسۍ د اډې" په توګه کار واخلي.

چین بیا وایي، کوربه هېوادونه د ژمنو له مخې باید د دیپلوماتیکو ادارو د جوړښت ملاتړ وکړي.

چین ۲۰۱۸ کال کې لندن کې د خپل سفارت د نوې ودانۍ لپاره ځمکه واخیسته چې ۲۰۲۲ کال کې یې ورغوي.

یوه جرمن سیاستوال د خپلو پخوانیو افغان کارکونکو د کډوالۍ قضیو د ژر څیړنې غوښتنه کړې

پاکستان کې دریمو هېوادونو ته د تګ په نیت دیره افغانان، ارشیف
پاکستان کې دریمو هېوادونو ته د تګ په نیت دیره افغانان، ارشیف

د جرمني حکومت د بشري حقونو کمشنیر لارز کستیلوسي د کورنیو چارو له وزارته غوښتي چې پاکستان کې جرمني ته د تګ په تمه میشتو افغانانو ته ویزې ورکړي.

نوموړي د جمعې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه ولیکل، ایتلافي حکومت د کډوالۍ په یوه منظم او بشردوستانه پروګرام سلا شوی.

هغه ویلي چې د افغانانو د قضیو ( اوږدمهاله څیړنه) له دغې تګلارې سره اړخ نه لګوي او په خبره یې د هغوی چارې باید ګړندۍ شي.

د جرمني خبري اژانس د هغه په حواله لیکلي، که څوک د ناقانونه کډوالۍ مخه نیسي، باید د قانوني کډوالۍ دروازې خلاصې پریږدي.

شاوخوا ۲ زره افغانان جرمني ته د تګ په تمه په اسلام اباد کې دیره دي او جرمن چارواکو ویلي چې له دې ډلې ۲۱۰ یې افغانستان ته ډیپورت شوي دي.

اسلام اباد کې د طالبانو د یوشمیر مخالفو څېرو پلان شوې غونډه ځنډیدلې ده

ارشیف
ارشیف

په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د یوشمیر مخالفانو پلان شوې غونډه ځنډیدلې ده.

د افغانستان لپاره د ښځو ( Women for Afghanistan ) یوې ټولنې چې له جینوا څخه فعالیت کوي او یوشمیر نورو رسنیو ویلي چې دا غونډه د سپتمبر وروستۍ اونۍ ته ځنډیدلې.

د دغې دوه ورځنۍ غونډې د ځنډ لامل لا روښانه نه دی، خو په راپورونو کې یې د جوړونکو په حواله ویل شوي چې دوی به تر یوې میاشتې پورې غونډې ته ښه چمتوالی ونیسي.

دا غونډه چې د (اګست ۲۵ او ۲۶مې) یعنې د همدې اونۍ دوشنبې او سه شنبې ورځو ته پلان شوې وه، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت غیر رسمي بللې او ویلې یې دي، د پاکستان دولت یې کوربه توب نه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي، د جنوبي اسیا د څيړنو د یوه پوهنتون له خوا دا غونډه، په خواله رسنیو کې لویه ښکاره شوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند: په اسلام اباد کې د افغانانو غونډه نه رسمي ده، نه دولتي

اسلام اباد
اسلام اباد

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وایي، په اسلام اباد کې روانه اونۍ د یوشمیر افغانانو غونډه نه یوه رسمي غونډه ده نه د دولت له لورې رابلل شوې ده.

شفقت علي خان د جمعې په ورځ( د اګست ۲۲ مه) وویل چې یوشمیر خواله رسنیو دا غونډه لویه ښکاره کړې ده خو په حقیقت کې د پاکستان دولت د دې غونډې رسمي کوربه نه دی او د هغې په پلان جوړیدو کې هیڅ ډول نقش نه لري.

د ځینو راپورونو له مخې تمه ده چې د افغان طالبانو د حکومت شپږ دیرش مخالفې سیاسي څیرې، مدني فعالان، د افغانستان د ژغورنې د مقاومت د عالي شورا غړي، همداراز د سولې او عدالت د ملي حرکت یوشمیر استازي د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د اسلام اباد په غونډه کې برخه واخلي.

د دې غونډې استازیو ویلي دي چې دوی به په دې دوه ورځنۍ غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او یوشمیر سیاسي موضوعاتو په اړه بحث وکړي.

ځینو رسنیو بیا په اسلام اباد کې د دې غونډې د ځینو ګډون کوونکو په وینا چې نومونه یې نه دې یاد کړي د دې غونډې د ځنډیدو خبر ورکړی دی.

ولسمشر ټرمپ یو خپل نژدې ملاتړی د هند د سفیر په توګه وټاکه

ولسمشر ټرمپ او سرجيو ګور
ولسمشر ټرمپ او سرجيو ګور

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ ( د اګست ۲۲مه) خپل نږدې سیاسي ملاتړی سرجیو ګور په هند کې د خپل هیواد د سفیر په توګه وټاکه.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، اته دیرش کلن ګور په چټکۍ سره په محافظه کار سیاست کې سر اوچت کړ او په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ یو له خورا پیاوړیو مرستیالانو څخه شو، چې له ټرمپ سره د دوی د وروستۍ وفادارۍ ډاډ ترلاسه کولو لپاره د شاوخوا ۴۰۰۰ ګمارنو د ارزونې مسوولیت یې ترسره کړ.

ټرمپ وویل چې ګور به د جنوبي او مرکزي آسیا لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي په توګه هم دنده ترسره کړي.

دا ګمارنه د واشنګټن او نوي ډیلي ترمنځ د کړکیچونو له زیاتیدو وروسته شوې، هند په وروستیو ورځو کې له روسیې او چین سره د لوړې کچې غونډې جوړې کړې دي.

پولیسو د بنګلور په لوبغالي کې د ښځینه کرکټ د نړیوال جام لوبې بندې کړې

د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې د ویسټ اینډیز او انګلستان د ښځینه لوبغاړو ډلې-ارشیف
د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې د ویسټ اینډیز او انګلستان د ښځینه لوبغاړو ډلې-ارشیف

هند اعلان وکړ چې د بنګلور په لوبغالي کې به د ښځینه کرکټ نړیوال جام لوبې ونه شي.

فرانس پریس اژانس د جمعې په ورځ( د اګست ۲۲ مه) راپور ورکړ چې په سیمه کې پولیسو په دې لوبغالي کې د لویو لوبو اجازه نه ده ورکړې. پولیس وایي چې دا لوبغالی د ډیرو نندارچیانو لپاره خوندی نه دی.

د بنګلور په لوبغالي کې سږکال د جون میاشتې په څلورمه د هند د غوره لیګ د سیالیو تر پایلوبې وروسته چې کله د رایل چلنجرز بنګلور لوبډلې مینه والو اتلولي لمانځله، یولس تنه ووژل شول او شاوخوا پنځوس نور ټپيان شول.

ټاکل شوې ده چې د ښځینه کرکټ د یو ورځنۍ لوبو نړیوال جام لوبې د راتلونکې میاشتې په دیرشمه د هند او سریلانکا په کوربتوب پيل شي.

د دې هیوادونو د لوبډلو ترڅنګ د استرالیا، انګلستان، نیوزیلنډ، جنوبي افریقا، پاکستان او بنګله دیش ټیمونه په دې جام کې برخه اخلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG