افغانستان
سلګونه کورنۍ تیره ورځ له پاکستان افغانستان ته ستنې شوي دي

په داسې حال کې چې پاکستان کې د پی او آر کارټ لرونکو افغان کډوالو د پاته کیدو مهلت سبا دوشنبې پای ته رسیږي، تیره ورځ شاوخوا ۱۴۸۰ کورنۍ له پاکستان افغانستان ته ستنې شوي دي.
د طالبانو ترکنټرول لاندې د باختر دولتي خبري آژانس رپوټ ورکوي چې لدې جملې ۱۳۰۸ کورنۍ د تورخم له لارې ، ۱۴۵ کورنۍ د سپین بولدک ، ۱۵ کورنۍ د پکتیا د انګورو اډې ، او ۹ کورنۍ د هلمند د بهرامچې دبندر له لارې افغانستان ته ستنې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ( یو.ان.ایچ.سي.ار) وایي، شاوخوا یو اعشاریه ۴ میلیونه افغان کډوال پاکستان کې د POR کارتونه لري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د سپتمبر له لومړۍ نیټې وروسته به دغه ډله افغانان په زور افغانستان ته ستنوي.
د دې کډوالو د کارتونو موده دوه میاشتې وړاندې، د ۲۰۲۵ کال د جون په ۳۰مه پای ته رسیدلې، خو پاکستان یې له تمدیدېدو ډډه کړې ده.
سبا د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کریکټ لوبډلې سره مخامخېږي

په متحده عربي اماراتو کې د کوربه هېواد او افغانستان او پاکستان د کریکټ د درې اړخیزې لوبلړۍ په ترڅ کې سبا دوشنبه د افغانستان او اماراتو لوبډلې لوبه لري.
دغه لوبه دوشنبه د کابل په وخت د ماښام په ۷ نیمو بجو د شارجې په کریکټ لوبغالي کې پيلیږي.
په دغې لوبلړۍ کې تراوسه د پاکستان-افغانستان او پاکستان-اماراتو ترمنځ یوه یوه لوبه شوې چې دواړه هغه پاکستان ګټلې دي.
افغان لوبډله د همدې اونۍ د سه شنبې په ورځ له پاکستان سره دویمه لوبه لري.
پاکستان کې نژدې یو نیم میلیون افغان کډوالو ته ورکړل شوی مهلت سبا پای ته رسیږي

په پاکستان کې ( پي.او.ار) کارت لرونکو افغان کډوالو ته ورکړل شوی مهلت سبا دوشنبه ( د سپتمبر لومړۍ نیټه) پای ته رسیږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ( یو.ان.ایچ.سي.ار) وایي، شاوخوا یو اعشاریه ۴ میلیونه افغان کډوال پاکستان کې دغه کارتونه لري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د سپتمبر له لومړۍ نیټې وروسته به دغه ډله افغانان په زور افغانستان ته ستنوي.
د دې کډوالو د کارتونو موده دوه میاشتې وړاندې، د ۲۰۲۵ کال د جون په ۳۰مه پای ته رسیدلې، خو پاکستان یې له تمدیدېدو ډډه کړې ده.
کډوالو ته ورکړل شوی مهلت داسې مهال پای ته په رسیدو دی چې افغانستان ته د پاکستان له خوا د کډوالو تګ زیات شوی دی.
د کډوالو ستونزو ته د رسیدو په برخه کې د طالبانو د حکومت ځانګړي کمیسیون ویلي، پرون شنبه له پاکستانه شاوخوا شپږ زره کډوال افغانستان ته را اړول شوي دي.
نن شنبې په خیتځو څلورو ولایتونو کې د پولیو واکسینو کمپاین پیل شوی

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت نن شنبې د افغانستان په خیتځ ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ د واکسین د کمپاین د پیل خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل په یوه ویډیو پیغام کې ویلي، " په دې کمپاین کې به له یو اعشاره څلور میلیونو ډیر له پنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي".
د شرافت په ټکو، د واکسینو دا پیل شوی کمپاین به د سپټمبر میاشتې تر ۸مې نیټې دوام وکړي.
پولیو یا ګوزڼ چې یوه ویروسي ناروغي دي په ماشومانو کې د دایمي فلج سبب کیږي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هېوادونه دي چې لا هم په کې د ګوزڼ ویروس شتون لري.
ننګرهار کې د سیلابونو له کبله پنځه کسان مړه او ۱۵نور ټپیان شوي

په ننګرهار کې د تیرې شپې د وروښتونو او سیلابونو له کبله پنځه کسان مړه او ۱۵نور ټپیان شوي دي.
د دې ولایت د والي ویاند احسان الله عثماني رسنیو ته په رالیږلي ویډیو پیغام کې ویلي، " دا تلفات په سپین غر، اچین، چپرهار او سره رود ولسوالیو کې اوښتي دي".
د عثماني په ټکو، دغو وروښتونو او سیلابونو د خلکو کورونو ته د زیان سربیره کرنیزې ځمکې او عامه ځایونه هم ویجاړه کړې دي.
په وروستیو کې د ننګرهار سربیره سیلابونو په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
ملګري ملتونه: اکثریت افغانان د نجونو او ښځو د زده کړو ملاتړ کوي

د ملګرو ملتو د ښځو څانګې خبر ورکړ چې اکثریت افغانان د نجونو او ښځو د زده کړو پلوي کوي.
د دې ادارې د بشري حقونو د برخې مشرې سوفیا کاتورپ د جمعې په ورځ په جینوا کې خبرې غونډې ته وویل چې د یوې نظر پوښتنې له مخې د افغانستان نوي په سلو کې خلک په ښارونو او کلیو کې د نجونو د زده کړو ملاتړ کوي.
اغلې کالتورپ زیاته کړه چې د جولای او اګست په میاشتو کې د ترسره شوې نظر پوښتنې له مخې اووه نوي په سلو کې ښځو ویلي دي چې د زده کړو ممانعت د دوی پر ورځني ژوند بدې اغیزې کړې دي، ځیني کسان یې ناهیلي کړي او ځیني یې له رواني پلوه سخته ځپلې دي.
طالبانو له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
د جرمني او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغان کډوالو پر مساله خبرې وکړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار د جرمني له بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول سره په پاکستان کې د افغان کډوالو په تړاو د جمعې په ورخ پر ټیلفون خبرې وکړې.
د راپورونو له مخې دا خبرې تر ډیره په پاکستان کې د هغو افغان کډوالو په تړاو وې چې جرمني د هغوی د ایستلو ژمنه کړې ده.
تمه ده چې له دې ډلې نژدې پنځوس تنه د دوشنبې په ورځ له اسلام اباده د جرمني هانوور ته په الوتکه کې انتقال شي.
په پاکستان کې تیره اونۍ تر څلور سوه پنځوس ډیر هغه افغانان ونیول شول چې په جرمني کې یې د منلو ژمنې درلودې.
له څه باندې څلورو کلونو راپه دې خوا چې طالبانو کابل نیولی دی، جرمني په لسګونو زره افغانان خپل هیواد ته انتقال کړې دي. د راپورونو له مخې لاهم په پاکستان کې شاوخوا دوه زره درې سوه داسې افغانان شته چې د جرمني له خوا د منلو له ژمنو سره سره په پاکستان کې پاتې دي.
د ایران د فوټبال لوبډلې د افغانستان ملي ټیم ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته د ایران ملي ټیم درې د یوه په وړاندې ماتې ورکړه.
دا لوبه په تاجکستان کې د منځنۍ اسیا د ملتونو د جام په ترڅ کې پرون ترسره شوه. لومړی ګول افغان لوبغاړي امید موسوي په یو ویشتمې دقیقه کې ترسره کړ، خو پنځه دقیقې وروسته ایراني لوبغاړو لوبه مساوي کړه او د لومړۍ برخې تر پای مخکې ایران دوهم ګول وواهه، بیا یې په دوهمه نیمایي کې افغان ټیم ته دریم ګول ورکړ.
افغان لوبډله به د دې لوبو په ترڅ کې خپله دوهم مسابقه د دوشنبې په ورځ له کوربه تاجکستان سره وکړي.
افغانستان د دې جام لوبو په ( ب) ګروپ کې له ایران، تاجکستان او هند سره یوځای شوی دی.
د پاکستان د کرکټ ملي ټیم افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان ملي ټیم ته د شل اورونو په لوبه کې د نهه دیرش منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دا لوبه د افغانستان، پاکستان او کوربه متحده عربي اماراتو ترمنځ د درې اړخیزې شل اووره لړۍ په ترڅ کې تیر ماښام په شارجه کې ترسره شوه.
افغان ټیم به خپله دوهمه لوبه د دوشنبې په ورځ له کوربه هیواد متحد عربي اماراتو سره وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وایي چې د دې درې اړخیزو لوبو هدف اسیایي جام ته چمتوالی دی چې لس ورځې وروسته په متحد عربي اماراتو کې پيلیږي.
په اسیایي جام کې د دغو دریو لوبډلو ترڅنګ، د هند، عمان، هانګ کانګ او بنګله دیش ملي لوبډلې برخه اخلي.