خبرونه
د مشرف د بانکي حسابونو کنګل کولو پرېکړه وشوه

د پاکستان د پخواني ولسمشر پروېز مشرف مدافع وکيل ويلي چې د هېواد يوې ځانګړې محکمې يې د خيانت په تور د مشرف د بانکي حسابونو کنګل کولو او د شتمنیو ضبطولو پرېکړه کړې ده.
د دغې محکمې قاضي مظهر عالم مياخېل وروسته له هغه دا حکم وکړ چې مشرف محکمې ته حاضر نه شو. دی په مارچ مياشت کې د درملنې لپاره دوبی ته تللی.
وروسته محکمه پای ته ورسېده او وېې ويل چې مشرف ته د ده په غياب سزا نه شي اورولای.
پر مشرف ګڼ شمېر قضيې ثبت دي چې په کې د خيانت او همدا راز په ۲۰۰۷میلادي کال کې د پخوانۍ صدراعظمې بېنظیر بهټو د وژلو تورونه دي.
مشرف په ۱۹۹۹م کال کې نوازشريف د کودتا له لارې له واکه لیرې کړ.
په ۲۰۰۸میلادي کال کې دی جلاوطنه شو او په ۲۰۱۳میلادي کال کې بېرته پاکستان ته ولاړ.
هلته ورباندې د سفر بنديز ولګېد خو وروسته د درملنې لپاره ورته له هېواده د وتلو اجازه ورکړل شوه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
امریکا ته د ورتلونکو بهرنیو زده کوونکو ټولنیزې پاڼې پلټل کیږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، هغه بهرني زده کوونکې( محصلین) چې د زده کړو په موخه امریکا ته راځي باید د دې هېواد له وګړو، دولت، فرهنګ او نورو ټولو اصولو سره بلد وي او پوره احترام ورته ولري.
رویترز خبري اژانس لیکي، پر زده کوونکو دا تازه فرمان پرون د جون ۱۸مه صادر شوی دی.
له دې مخکې د ولسمشر ټرمپ ادارې د مې میاشتې په ۲۷مه د ټولو بهرنیو زده کوونکو تحصیلي بورسیې درولې وې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه بل چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویترز ته ویلي، "په تازه فرمان کې د بهرنیو زده کوونکو ټولنیزې پاڼې هم پلټل کیږي څو د امریکا د ګټو خلاف څه په کې خپاره شوي نه وي".
د دغه چارواکي په خبره، "موږ به د ټولو هغوو کسانو چې غواړي امریکا ته راشي، بګروند په دقیق ډول چک او څارو".
د ټرمپ د ادارې منتقدین بیا دا فرمان د بشري حقونو او انساني ازادیو خلاف کار بللی دی.
پوتین؛ ایران له موږ څخه د اسراییلو پرضد جګړه د وسلو غوښتنه کړې نه ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، له ایران سره د ستراتیژیکو همکارایو قرارداد کې د پرمختللو وسلو ورکړه شامله نه ده.
پوتین پرون چهارشنبې وویل، ایران له اسراییلو سره په جګړه کې له روسیې د پوځي مرستې غوښتنه نه ده کړې.
پوتین چې په سن پټرزبورګ کې په یوه خبري کنفراس کې خبرې کولی وویل،" د مسکو له خوا تهران ته ورکړل شوي پوځي تجهیزات د اسراییلو له جګړې سره هیڅ ارتباط نه لري".
پوتین د هغه پوښتنې په ځواب کې چې روسیه د اسراییلو پر ضد جګړه کې د ایران په ملاتړ دغه هېواد ته پرمختللې وسلې ورکوي او کنه وویل، "د ایران او روسیې ترمنځ د تیرکال په پوځي تړون کې د پرمختللو وسلو او تجهیزاتو ورکړه شامله نه ده".
دا په داسې حال کې ده چې روسیې په تیرو دریو کالونو کې په اوکرایین کې په ایران کې جوړه شوې د شاهد په نوم بې پیلوټه الوتکې په ډیرو بریدونو کې کارولې ده.
په نښتو او شخړو کې د ملکي وکړو مرګژوبله ۴۰سلنه زیات شوې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون وايي، په تیر ۲۰۲۴کال کې د ملکي کسانو په مرګژوبله کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
دغه سازمان په خپل تازه راپور کې چې پرون چهارشنبې يې خپور کړی ویلي، په ټوله نړۍ کې ۴۸زره ۳۸۴ کسان چې له دې ډلې ۵۰۲ يې د بشري حقونو مدافعین وو، د تیرکال په نښتو کې وژل شوي دي.
د بشري حقونو د کمیسیون په ټکو، په دې کسانو کې له هر پنځو، یو يې له تبعیض سره مخامخ و.
دې سازمان وړاندې ویلي، موندنې يې ښيۍ چې د بشري حقونو فعالان په پراخه کچه له تاواتریخوالي او مرګ سره مخ دي.
په دې راپور کې ویل شوي چې د نورو کالونو پرتله تیرکال په نښتو ااو شخړو کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې تاواتریخوالی زیات شوی او تر ټولو ډیره مرګژوبله ورته اوښتې ده.
د دغه سازمان د شمیرو له مخې، د نورو کالونو پرتله په تیر۲۰۲۴کال کې څلور برابره ماشومان په نښتو کې وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون وايي، د دغه راپور معلومات يې د نړیوالې ټولنې په تایید او په بیلابیلو سیمو کې له خپلواکو سرچینو ترلاسه کړې دي.
طالبانو د وچکالۍ، اقلیمي بدلون او کډوال د ستونزو د حل لپاره د نړیوالو د مرستو غوښتنه کړې

د طالبانو حکومت پر نړیوالو غږ چې د کډوالو د ستونزو د حل سربیره د وچکالي او اقلیمي بدلون په برخو کې ورسره مرستې وکړي.
د طالبانو په واک باختر خبري اژانس پرون چهارشنبې لیکلي، د اقتصاد سرپرست وزیر دین محمد حنیف دا غوښتنې د افغانستان لپاره د ناروی د سفارت له شارژدافیر پیرالبرت الساس سره مطرحه کړې دي.
د باختر په ټکو ښاغلي حنیف پر افغانستان د نړیوالو د بندیزونو د لیرې کیدو او په نړیوالو بانکونو کې افغانستان د پیسو د زیرمو د راخوشي کیدو غوښتنه هم وکړه .
باختر وړاندې د الساس په حواله ویلي، "ناروې به په روان کال ۸۰میلیونه نارویزي ډالره د بشري مرستو په برخه کې افغانستان سره مرسته وکړي.
ناروې لکه د نړۍ د نورو هيوادونو په څیر د طالبانو حکومت په رسیمت پیژندلی نه دی.
طالبانو په تخار او میدان وردګو ولایتونو کې درې کسان په درو وهلي

د طالبانو حکومت په تخار او میدان وردک ولایتونو کې درې تنه په درو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې پرون په دوو جلا خپرو کړې اعلامیو کې ویلي، په تخار ولایت کې يې یوه ښځه د زنا په او په میدان وردک ولایت کې يې یو نارینه د لواطت په تور په درو وهلي دي.
د اعلامیو له مخې، دغه کسان ۳۹درې وهل شوي او په پنځه کلن تنفیدي بند هم محکوم شوي دي.
وړمه ورځ طالبانو په کابل او سمنګان ولایتونو کې په عام محضر کې ۹ کسان د بیلابیلو جرمونو په تور په درو وهلي وو.
د بشري حقونو د ادارو له نیوکو سره سره، طالبانو په افغانستان کې د عام محضر کې د بدني سزاوو پلي کیدو ته دوام ورکړی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ ویلي و، طالبانو د نورو کالونو پرتله سږکال د بدني سزاوو تبطق زیات کړی دی.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره؛ روسیه د اروپا د یرغل نیت لري

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس خبرداری ورکړی چې روسیه د سابیري بریدونو او ویجاړونکو اقداماتو په ترسره کولو سره د اروپا لپاره مستقم ګواښ دی.
هغې چې نن د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې د اروپایي ټولنې په پارلمان کې وینا کوله وویل، "د روسیې له پوځي لګښتونو ښکاري چې د دې هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین قصد لري له خپلو سرتیرو په نورو سیمو کې ګټه واخلي".
د هغې په ټکو،" روسیه اوس د اروپا لپاره مستقیم ګواښ دی".
اغلې کالاس وړاندې وویل، روسیې هوايي حریم نقض کړی، په سیمه کې يې پوځي تحرکات ډير شوي او د انرژۍ په شبکو يې بریدونه کړي دي.
د هغې په ټکو، د نورو کلونو پرتله روسیې سږکال د روغتیا، سیاسي، اجتماعي او تعلیمي برخو پرتله دفاعي او پوځي بودیجه څو برابره ډیر کړې ده.
اغلې کالاس انديښنه وښوده چې د روسیه دا ډول پلاونونه د اوږد مهاله یرغل لپاره دي.
د هغې په ټکو که چیرته روسیه د پوځي یرغل نیت نه لري، نو ولې په دې اندازه لګښتونه کوي.
تراوسه روسیې چارواکو په دې اړه څه ویلي نه دي.
خامنه ای؛ د ایران ولس به د تپل شوې جګړې او سولې پر وړاندې په کلکه ودریږي

د ایران مذهبي مشر ایات الله علي خامنه ای وايي، "د ایران ولس به د تپل شوې جګړې او سولې پر وړاندې په کلکه ودریږي".
هغه نن چهارشنبې د ایران خلکو ته په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، "ایران به هیڅ کله د اسراییلو د بریدونو ته تسلیم نشي".
هغه په دې ویډیویي پیغام کې له اسراییلو سره جګړې ته د "تپل شوې جګړې" نوم ورکړ.
خامنه ای په دې پیغام کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغوو څرګندونو، چې د ایران د بشپړې تسلیمي غوښتونکی شوی و، په ځواب کې وویل، "هغه هوښیار کسان چې ایران او د ایران ولس پیژنې هیڅ کله له دې ولس سره په ګواښونکې ژبه خبرې نه کوي، د ایران ولس چاته نه تسلیمیږي".
هغه خبرداری ورکړ چې " د ایران او اسراییلو په جګړه د امریکا هر ډول پوځي دخالت" به "بې له شکه نه جبرانیدونکې پایلې ولري".
نن شپږمه ورځ ده چې د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړه روانه دی او دواړو خواوو ته درانه تلفات اوښتي دي.
تمه ده خامنه ای د ایران خلکو ته ټلویزیوني وینا ولري

تمه ده د ایران مذهبي مشر ایات الله علي خامنه يې نن چهارشنبې یو تلویزوني پیغام ولري.
ایراني رسنۍ وايي، پر ایران د اسراییلو له برید وروسته به دا د خامنه ای لومړی تصویري پیغام وي.
د راپورونو له مخې اسراییلو پلان درلوده چې خامنه ای ووژنې، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، "که څه هم د خامنه د پټنځایه په اړه معلومات لري خو وخت يې نه دی چې هغه په نښه کړي".
بل پلو، د قطر امیر وايي، د ایران له ولسمشر معسود پزشکیان څخه یې یو لیک ترلاسه کړی دی.
رویترز خبري اژانس د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني په حواله لیکلي، قطر له واشنګټن څخه غوښتي چې پر اسراییلو فشار راوړي چې جګړه ودروي او بیرته خبرو اترو ته ستون شي.
تراوسه د معسود پزشکیان د لیک محتوا خپره شوې نه ده.
ګروسي؛ ایران د اټومي وسلو د جوړولو اراده نه لرله

د اټومي انرژۍ د نړیوال ادارې مشر رافایل ګروسي وايي، ایران د اټومي وسلو د جوړولو اراده نه لرله.
ګروسي امریکايي تلویزوني شبکې سي ان ان سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، "هیڅ داسې اسناد په لاس کې نه لري چې وښيۍ ایران په سیستماتیک ډول هڅه کوله اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي".
هیڅ داسې اسناد په لاس کې نه لري چې وښيۍ ایران په سیستماتیک ډول هڅه کوله اټومي وسلو ته لاسرسی وموميرافایل ګروسي
پر ایران د اسراییلو له بریدونو دوه ورځې مخکې لوړو اسراییلي امنیتي چارواکو ادعا کړې وه چې د دوی استخباراتي معلومات ښيئ چې د "ایران د اټومي وسلو کارپوهانو د اټومي وسلو بریالۍ ازموینه درلوده".
ګروسي سي ان ان ته ویلي، "ایران لا کلونو ته اړتیا لري چې اټومي وسلې جوړې کړي".
بل پلو، په ملګروملتونو کې د ایران استازی علي بحریني وايي، " که چیرته امریکا په مستقیم ډول د اسراییلو له پوځي عملیاتو سره ښکیله شي، دوی به يې پیاوړی ځواب ورکړي".
رویترز خبري اژانس لیکلي چې بحریني دا څرګندونې نن چهارشنبې په جینوا کې کړي دي.
د راپورونو له مخې ښايي امریکا له اسراییلو سره د ایران پرضد په پوځي عملیاتو کې ښکیله شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د جي ۷ غونډې له ستنیدو وروسته خبریالانو ته ویلي و، غواړي چې ایران په "بشپړه توګه تسلیم" شي.
د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړه نن شپږمې ورځې ته داخله شوه.
د راپورونو له مخې په ایران کې نژدې ۶سوه کسان وژل شوي او تر زرو ډیر نور ټپیان دي.
بل پلو، په پر اسراییلو د ایران په بریدونو بریدونو کې ۳۴ کسان وژل شوي او په لسهاوو نور ټپیان دي.
طالبان؛ له ترکمنستان سره ټراسپورټي او ټرانزیټي اړیکو پراخوو

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، له ترکمنستان سره ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکارۍ پراخوي.
دغه وزارت نن چهارشنبې پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي،"د ټرانسپورت سرپرست وزیر حمیدالله اخندزاده په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو توکو په لیږد رالیږد او افغان موټرچلوونکو ته د ویزو د ورکړې پر اسانتیاوو خبرې کړې دي".
وړاندې د اخندزاده په حواله راغلي چې تر بل هر وخت اوسمهال د کابل او عشق اباد ترمنځ د همکارۍ د پراختیا لپاره زمنیه برابره ده.
د کابل او ترکمنستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا خبره په داسې حال کیږي چې د ایران او اسراییلو ترمنځ د جګړې له کبله په افغانستان کې د تیلو په ګډون له ایرانه د واردونکو توکو بیې لوړې شوي دي.