نړۍ
موګرېني: ترکیه اروپايي ټولنه کې د یو نوماند په توګه پاتې ده

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشره فدریکا موګرېني وايي، سره له دې چې په ترکیه کې د بشري حقونو د سرغړاویو په اړه ادعاوې کولای شي له دې هېواد سره د اروپايي ټولنې د مذاکراتو د نوي دور مخه ونیسي، ترکیه لا هم په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب لپاره د یو نوماند هېواد په توګه پاتې ده.
فدریکا موګرېني د سې شنبې په ورځ په بروکسل کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو او د اروپايي ټولنې د چارو لپاره د انقرې د وزیر عمر چلیک سره په لوړه سطحه تر یوې لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل:
"موږ په ترکیه کې په یو زیات شمېر د ډموکراتیک اپوزېسیون د غړو، ژورنالېستانو او د بشري حقونو د مدافعانو د بندي کېدو د اندېښمنونکي بهیر شاهدان یو. له همدې کبله موږ هماسې چې پرلهپسې مو پخوا هم ټینګار کړی یو وار بیا پر دې ټینګار کوو چې د قانون د حاکمیت او اساسي ازادیو په برخه کې پاخه مثبت ګامونه او د اروپايي ټولنې له هر غړي سره د ښو دوه اړخیزو اړیکو لرل زموږ د همکارۍ او خبرو اترو د باثباته کېدو اړتیا ده."
د اروپايي ټولنې د پراختیا کمېشنر جوهانس هان د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره تر کتنې وروسته وویل، بشري حقونه، د قانون حاکمیت، د رسنیو د ازادیو په شمول اساسي ازادۍ، په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب لپاره د هر ډول پرمختګ په وړاندې لومړني شرطونه دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په روستیو څو ورځو کې څه دپاسه زر کسه له ایرانه پاکستان ته ستانه شوي دي

پاکستاني چارواکي وايي د اسراییلو او ایران ترمینځ د جګړې له پیلېدو وروسته له ایرانه د پاکستاني وګړو د ستنیدو لړۍ روانه ده.
د بلوچستان چارواکي خبر ورکوي چې د جون پر ۱۸مه د ایران او پاکستان ترمینځ د تفتان له پولې شاوخوا څلورنیم سوه کسان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دا لړۍ له تېرو دریوو ورځو راهیسې روانه ده او د چارواکو په وینا تر دې مهاله په دې لاره له ایرانه څه د پاسه ۱۰۰۰ پاکستاني اتباع واپس شوي دي.
د بلوچستان ایالت چارواکي وايي په ستنو شویو کسانو کې سېلانیان، زیارت کوونکي او محصلین شامل دي. د ایران په تفتان ښار کې د پاکستان د کونسلګرۍ یو چارواکي عبدالمنان پنجشنبې د جون پر ۱۹مه د ازادې اروپا راډیو مشال څانګې ته وویل چې له ایرانیو چارواکو سره په موافقه د تفتان پوله خپل وطن ته د ستنیدونکو پاکستانیانو پر مخ ۲۴ ساعته پرانیستې ساتلې شوې ده.
پاکستاني چارواکي وايي له ایران سره د دوی پوله یو طرفه پرانیستې ده، له ایرانه خلک پاکستان ته راتلای شي خو له پاکستانه چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې ایران ته ولاړ شي.
ملګرو ملتونو د افغانستان په هکله خپل نوی رپوټ خپورکړ ; اتونبایوا راتلونکې دوشنبې امنیت شورا ته وینا کوي

روزا اوتونبایوا د یوناما مشره په داسې حال کې چې ملګروملتونو دافغانستان د وضعیت په هکله خپل نوی رپوټ نن خپور کړ، راتلونکې دوشنبې( جون ۲۳ مه) امنیت شورا ته وینا کوي.
یوناما ، په افغانستان کې دملګرو ملتونو دسیاسي استازولی دفتر دپنجشبې په ورځ دا خبر په ایکس ټولنیزه شبکه کې خپور کړ.
میرمن اوتونبایوا په خپل روستي رپوټ کې پر افغان مېرمنو د طالبانو د محدودیتونو د دوام له کبله ژوره اندیښنه څرګنده کړې وه.
بلخوا ،دملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل تازه رپوټ کې وايي چې دروان میلادي کال دفبروري له لومړي نیټې د اپریل تر دیرشمې په افغانستان کې د امنیت او سلامتیا اړوند څه دپاسه ۲ زره پیښې ثبت شوي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي رپوټ چې نن پنجشنبې خپور شوی زیاتوي چې دغه شمیر د تیرکال په تناسب ،دپیښو په سلو کې درې زیاتوالی ښیي.
د ملګري ملتونو سرمنشي په رپوټ کې د اسلامي دولت یا داعش په شمول د طالبانو د مخالفو ډلو بریدونو ته هم اشاره شوې خو وايی دغو ډلو تراوسه د افغانستان هیڅ کومه سیمه ترخپل کنټرول لاندې نه ده راوستلې.
د طالبانو حکومت تراوسه ددغه رپوټ په هکله څه نه دي ویلي.
نتانیاهو: "د تهران دیکتاتوران به د سوروکا په روغتون باندې د برید بیه پرې کړي"

د اسراییلو صدراعظم، بنیامین نتانیاهو، د پنجشنبې په ورځ ادعا وکړه چې ایران د بئرالسبع ښار سوروکا روغتون او د هیواد په مرکز کې ملکي وګړي د توغندیز برید هدف ګرځولي دي.
نتانیاهو په ایکس شبکه کې په یوه پوسټ کې ولیکل: «نن سهار، د ایران ترهګرو دیکتاتورانو د بئرسبع سوروکا روغتون او د هیواد په مرکز کې پر ملکي وګړو توغندي ویشتل.»
هغه زیاته کړه: «د تهران دیکتاتوران به د دې اقدام بشپړه بیه پرې کړي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې ایران وايي د دوی د توغندیز برید هدف، «د اسراییلو د پوځ لویه قومانداني او استخباراتي قرارګاه او د پوځ استخباراتي کمپ و، چې د یو ټیکنالوژي پارک (گاو-یام) کې موقعیت لري او د روغتون ترڅنګ دی.»
د راپورنو پر اساس د پنجشنبې په سهار د ایران د توغندیز برید له امله د اسراییلو په بېلابېلو سیمو کې درانه زیانونه اوښتي، او لږ تر لږه ۴۰ کسان ټپیان شوي، چې د ځینو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
تهران هم په تېرو ورځو کې اسراییل تورن کړي وو چې لږ تر لږه دوه روغتونونه یې په ایران کې په نښه کړي دي.
امریکا ته د ورتلونکو بهرنیو زده کوونکو ټولنیزې پاڼې پلټل کیږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، هغه بهرني زده کوونکې( محصلین) چې د زده کړو په موخه امریکا ته راځي باید د دې هېواد له وګړو، دولت، فرهنګ او نورو ټولو اصولو سره بلد وي او پوره احترام ورته ولري.
رویترز خبري اژانس لیکي، پر زده کوونکو دا تازه فرمان پرون د جون ۱۸مه صادر شوی دی.
له دې مخکې د ولسمشر ټرمپ ادارې د مې میاشتې په ۲۷مه د ټولو بهرنیو زده کوونکو تحصیلي بورسیې درولې وې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه بل چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویترز ته ویلي، "په تازه فرمان کې د بهرنیو زده کوونکو ټولنیزې پاڼې هم پلټل کیږي څو د امریکا د ګټو خلاف څه په کې خپاره شوي نه وي".
د دغه چارواکي په خبره، "موږ به د ټولو هغوو کسانو چې غواړي امریکا ته راشي، بګروند په دقیق ډول چک او څارو".
د ټرمپ د ادارې منتقدین بیا دا فرمان د بشري حقونو او انساني ازادیو خلاف کار بللی دی.
پوتین؛ ایران له موږ څخه د اسراییلو پرضد جګړه د وسلو غوښتنه کړې نه ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، له ایران سره د ستراتیژیکو همکارایو قرارداد کې د پرمختللو وسلو ورکړه شامله نه ده.
پوتین پرون چهارشنبې وویل، ایران له اسراییلو سره په جګړه کې له روسیې د پوځي مرستې غوښتنه نه ده کړې.
پوتین چې په سن پټرزبورګ کې په یوه خبري کنفراس کې خبرې کولی وویل،" د مسکو له خوا تهران ته ورکړل شوي پوځي تجهیزات د اسراییلو له جګړې سره هیڅ ارتباط نه لري".
پوتین د هغه پوښتنې په ځواب کې چې روسیه د اسراییلو پر ضد جګړه کې د ایران په ملاتړ دغه هېواد ته پرمختللې وسلې ورکوي او کنه وویل، "د ایران او روسیې ترمنځ د تیرکال په پوځي تړون کې د پرمختللو وسلو او تجهیزاتو ورکړه شامله نه ده".
دا په داسې حال کې ده چې روسیې په تیرو دریو کالونو کې په اوکرایین کې په ایران کې جوړه شوې د شاهد په نوم بې پیلوټه الوتکې په ډیرو بریدونو کې کارولې ده.
په نښتو او شخړو کې د ملکي وکړو مرګژوبله ۴۰سلنه زیات شوې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون وايي، په تیر ۲۰۲۴کال کې د ملکي کسانو په مرګژوبله کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
دغه سازمان په خپل تازه راپور کې چې پرون چهارشنبې يې خپور کړی ویلي، په ټوله نړۍ کې ۴۸زره ۳۸۴ کسان چې له دې ډلې ۵۰۲ يې د بشري حقونو مدافعین وو، د تیرکال په نښتو کې وژل شوي دي.
د بشري حقونو د کمیسیون په ټکو، په دې کسانو کې له هر پنځو، یو يې له تبعیض سره مخامخ و.
دې سازمان وړاندې ویلي، موندنې يې ښيۍ چې د بشري حقونو فعالان په پراخه کچه له تاواتریخوالي او مرګ سره مخ دي.
په دې راپور کې ویل شوي چې د نورو کالونو پرتله تیرکال په نښتو ااو شخړو کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې تاواتریخوالی زیات شوی او تر ټولو ډیره مرګژوبله ورته اوښتې ده.
د دغه سازمان د شمیرو له مخې، د نورو کالونو پرتله په تیر۲۰۲۴کال کې څلور برابره ماشومان په نښتو کې وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون وايي، د دغه راپور معلومات يې د نړیوالې ټولنې په تایید او په بیلابیلو سیمو کې له خپلواکو سرچینو ترلاسه کړې دي.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره؛ روسیه د اروپا د یرغل نیت لري

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس خبرداری ورکړی چې روسیه د سابیري بریدونو او ویجاړونکو اقداماتو په ترسره کولو سره د اروپا لپاره مستقم ګواښ دی.
هغې چې نن د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې د اروپایي ټولنې په پارلمان کې وینا کوله وویل، "د روسیې له پوځي لګښتونو ښکاري چې د دې هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین قصد لري له خپلو سرتیرو په نورو سیمو کې ګټه واخلي".
د هغې په ټکو،" روسیه اوس د اروپا لپاره مستقیم ګواښ دی".
اغلې کالاس وړاندې وویل، روسیې هوايي حریم نقض کړی، په سیمه کې يې پوځي تحرکات ډير شوي او د انرژۍ په شبکو يې بریدونه کړي دي.
د هغې په ټکو، د نورو کلونو پرتله روسیې سږکال د روغتیا، سیاسي، اجتماعي او تعلیمي برخو پرتله دفاعي او پوځي بودیجه څو برابره ډیر کړې ده.
اغلې کالاس انديښنه وښوده چې د روسیه دا ډول پلاونونه د اوږد مهاله یرغل لپاره دي.
د هغې په ټکو که چیرته روسیه د پوځي یرغل نیت نه لري، نو ولې په دې اندازه لګښتونه کوي.
تراوسه روسیې چارواکو په دې اړه څه ویلي نه دي.
خامنه ای؛ د ایران ولس به د تپل شوې جګړې او سولې پر وړاندې په کلکه ودریږي

د ایران مذهبي مشر ایات الله علي خامنه ای وايي، "د ایران ولس به د تپل شوې جګړې او سولې پر وړاندې په کلکه ودریږي".
هغه نن چهارشنبې د ایران خلکو ته په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، "ایران به هیڅ کله د اسراییلو د بریدونو ته تسلیم نشي".
هغه په دې ویډیویي پیغام کې له اسراییلو سره جګړې ته د "تپل شوې جګړې" نوم ورکړ.
خامنه ای په دې پیغام کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغوو څرګندونو، چې د ایران د بشپړې تسلیمي غوښتونکی شوی و، په ځواب کې وویل، "هغه هوښیار کسان چې ایران او د ایران ولس پیژنې هیڅ کله له دې ولس سره په ګواښونکې ژبه خبرې نه کوي، د ایران ولس چاته نه تسلیمیږي".
هغه خبرداری ورکړ چې " د ایران او اسراییلو په جګړه د امریکا هر ډول پوځي دخالت" به "بې له شکه نه جبرانیدونکې پایلې ولري".
نن شپږمه ورځ ده چې د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړه روانه دی او دواړو خواوو ته درانه تلفات اوښتي دي.
تمه ده خامنه ای د ایران خلکو ته ټلویزیوني وینا ولري

تمه ده د ایران مذهبي مشر ایات الله علي خامنه يې نن چهارشنبې یو تلویزوني پیغام ولري.
ایراني رسنۍ وايي، پر ایران د اسراییلو له برید وروسته به دا د خامنه ای لومړی تصویري پیغام وي.
د راپورونو له مخې اسراییلو پلان درلوده چې خامنه ای ووژنې، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، "که څه هم د خامنه د پټنځایه په اړه معلومات لري خو وخت يې نه دی چې هغه په نښه کړي".
بل پلو، د قطر امیر وايي، د ایران له ولسمشر معسود پزشکیان څخه یې یو لیک ترلاسه کړی دی.
رویترز خبري اژانس د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني په حواله لیکلي، قطر له واشنګټن څخه غوښتي چې پر اسراییلو فشار راوړي چې جګړه ودروي او بیرته خبرو اترو ته ستون شي.
تراوسه د معسود پزشکیان د لیک محتوا خپره شوې نه ده.
په ایران کې داسراییلو د بریدونو تلفات څه کم ۶۰۰ کسانو ته ورسیدل

د "فعالان حقوق بشر" په نوم یو سازمان د چهارشنبې په ورځ وویل چې په ایران کې د اسراییل دبریدونو دقربانیانو شمیر ۵۸۵ مړو او ۱۳۲۶ ټپیانو ته ورسید.
دغه سازمان چې مرکزي دفتر یې واشنګتن کې دی او په ایران کې پیښې څاري وویل چې په وژل شویو کسانو کې ۲۳۹ تنه پوځیان او ۱۲۶ تنه د امنیتي ځواکونو غړي دي.
ددغه سازمان پخواني ارقام چې دوه ورځې مخکې یې خپاره کړل د قربانیانو شمیر ۴۰۶ مړي او ۶۵۴ ټپيان اعلان کړی وو .
ایراني چارواکو تراوسه ددغو ارقامو په هکله څه نه دي ویلي.
دایران دروغتیا وزیر حسین کرمانپور درې مخکې ویلي وو چې دملکی روغتونو ارقام ښیي چې تراوسه ۲۲۴ کسان وژل شوي دي او د پوځي شفاخانو ارقام نه دي ترلاسه شوي دي .
د ایران او اسراییل ترمینځ جنګ نن شپږمې ورځې ته داخل شو.