د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۶

خبرونه

عبادي: په کُرد مېشته سيمه کې ټولپوښتنه له اور سره لوبه ده

عبادي
عبادي

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي وايي، د خپلواکۍ د ټولپوښتنې په اړه د کردستان د مشرانو پلان له اور سره لوبه ده.

ده وويل که د رايې اخیستلو په نتیجه کې تاوتریخوالی رامنځته شو، بغداد چمتو دی د ځواک په کارولو سره مداخله وکړي.

د عراق حکومت په بغداد، ترکيه او ايران کې چې د کردانو زيات وګړي په کې ژوند کوي، له دې ټولپوښتنې سره مخالفت کړى دى.

په همدې حال کې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان نن يکشنبه په استانبول کې يوه کنفرانس ته وويل:

”د عراق له صدراعظم حيدر العبادي سره به په امريکا کې وګورم او لکه څنګه چې ګورو، سره ورته هدف لرو. زموږ هدف د عراق د وېش مخنيوى دى، خو اوس د عراق په شمال کې محلي اداره (د عراق کورواکى محلي حکومت) د عراق د وېش پر لوري ګام اخلي“

تمه کېږي د ترکيې ولسمشر او د عراق صدراعظم په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې سره وګوري.

د کردستان د کورواکې سیمې د پارلمان غړیو هغه پلان تصویب کړی چې پر اساس یې بله دوشنبه د دې سیمې د خپلواکۍ لپاره غيرواجب الاجرا ټولپوښتنه کېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د امریکا په اوریګان ایالت کې اورلګیدني یو شمیر کورونه سوځولي دي

د امریکا په اوریګان ایالت کې د اورلګیدنې له کبله یو شمیر کورونو اور اخیستی او په زرهاوو نورو د سوځیدو له ګواښ سره مخ دي.

د سیمې اوسیدنکو ته پرون دوشنبې د تخلیې امر شوی دی.

د چارواکو په خبره، دا اورلګیدنه چې د وچې او ګرمې هوا له کبله رامنځته شوي اوسمهال د اوروژنې کارکوونکو یو څه مهار کړې ده.

له وړاندې د امریکا په بیلابیلو ایالاتونو کې د اورلګیدنې له کبله په زرهاوو کورونه سوځیدلي وو.

ټرمپ غواړي د شمالي کوریا له مشر کیم جون اون سره وګوري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، "سږکال غواړم د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره وګورم".

هغه پرون دوشنبې په سپینه ماڼې کې خبریالانونو ته وویل، له کیم سره د خبرو اترو لپاره چمتو دی او په مناسب وخت کې به ورسره وګوري.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، ولسمشر ټرمپ په خپله مخکېنۍ دوره کې د کیم جون اون سره لومړنۍ لیدنه په داسې حال کې درلوده چې د امریکا او شمالي کوریا اړیکې کړکیچنې وې.

هغه مهال د دواړو لورو ترمنځ یو سوداګریز تړون هم لاسلیک شوی و، خو د اټومي انرژۍ، پوځي لګښتونو او د تړون په جزیاتو کې دواړو خواوو اختلافات درلودل.

په خان یونس کې د اسراییلو په بریدونو کې د اسوشیېټېډ پرس خبري اژانس د خبریالې په ګډون پنځه خبریالان وژل شوي

اسراييلي ځواکونو پرون دوشنبې په خان یونس کې پر ناصر روغتون په دوو بریدونو کې ۲۰کسان وژلي دي.

په سیمه کې روغتیايي کارکوونکو وايي، له لومړي برید وروسته سیمه ته د روغتیايي کارکوونکو او خبریالانو له رسیدو سره سم دویم برید وشو چې لږ تر لږ ۲۰کسان په کې ووژل شول.

د اسوشیېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، په وژل شویو کې پنځه خبریالان هم شامل دي.

په خبریالانو کې ۳۳کلنې مریم داګا له اسوشیېټېډ پرېس خبري اژانس سره د خبریالې په توګه کار کاوه.

د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتانیاهو دفتر دغه برید "یو غمجنه پېښه" بللې او ویلي یې دي چې پوځ یې د برید د څېړلو په حال کې دی.

د اندراګاندي روغتون داکټران؛ له هرو لسو ماشومانو درې يې په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

په کابل کې د اندراګاندي روغتون داکټران وايي، " په تیرو دوو میاشتو کې د ماشومانو ترمنځ خوارځواکۍ د نورو وختونو پرتله زیاته شوې ده".

د دغه روغتون داکټرانو پرون دوشنبې د افغانستان کورنیو رسنیو سره خبرو کې ویلي،" په هرو لسو ماشومانو کې درې يې د سختې خوارځواکۍ له کبله بستریږي".

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام او یو شمیر نورو نړیوالو سازمانو په خپلو راپورونو کې ویلي وو چې په افغانستان کې څه باندې درې نیم میلیونه له پنځو کالونو کم عمره ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

د دغو نړیوالو ادارو په ټکو، څه باندې یو اعشاره دوه میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکي میندې هم د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.

د بشري مرستو رسونکي ادارې وايي، د امریکا او نورو نړیوالو د مرستو په بندیدو سره دغو خوارځواکو ماشومانو او میندو ته رسیدنه ستونزمنه شوې ده.

بازمحمد مبارز د موی ټای په سیالۍ کې خپل بحریني سیال ته ماتې ورکړې

د ازادو سیالیو لوبغاړي بازمحمدمبارز پرون دوشنبې د لومړی ځل لپاره د موی ټای په برخه کې خپل ایراني اصله بحریني سیال ته ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ چې د ټایلنډ په پوکیت ښار کې ترسره شوه، باز محمد په کې له دریو پړاوو وروسته خپل سیال ماتی کړ.

د موی ټای په سیالۍ کې هر پړاو درې دقیقې وي.

مبارز چې له دې وړاندې د ازاد سیالیو په برخه کې افغانستان ته ویاړونه راوړي او دا يې لومړی ځل دی چې د موی ټای په برخه کې بریا ترلاسه کوي.

اسراییل: پر صنعا حمله مو د حوثيانو د توغندیو په غچ کې کړې ده

پر یمن د اسرایل په حمله کې د تېلو په یوه پمپ کې ټانکرونو اور اخیستی او سوځلي دي.

اسرایل ویلي چې پر صنعا حمله یې د حوثيانو د توغندیو په غچ کې کړې ده.

د حوثیانو یوه روغتیايي چارواکي ویلي چې په دې برید شپږ کسان وژل شوي او ۸۶ نور ټپیان شوي دي.

دا بریدونه په یمن کې د اسراییلو او حوثیانو ترمنځ د مستقیمو بردونو وروستي دي چې د غزې له جګړې سره تړاو لري.

پاکستان او ایران یوازي په یوه ورځ نژدې اته زره افغانان ایستلي دي

عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د طالبانو د حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي: د اګست په ۲۴مه، د یکشنبې په ورځ له ایران او پاکستانه شا او خوا اته زره کډوال له دغو هیوادونو ایستل شوي دي.

د کمیسیون ارقام ښیي چې په ورته ورځ له پاکستانه ۴۵۱۵ او له ایرانه ۳۳۵۰ کډوال ایستل شوي دي.

په وروستیو ورځو کې له پاکستانه د ورځني اخراج کچه یو ځل بیا لوړه شوې ده.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ( یو، این ، ایچ، سی ، ار) د معلوماتو له مخې، د روان کال له پیله تر اوسه ۲.۳ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان په هنګو کې پر نظامیانو په حمله کې ۳ سرتیري وژل شوي

عکس ارشیف
عکس ارشیف

د خیبرپښتونخوا د هنګو په توره وړۍ سیمه کې د پاکستان پر یوه نظامي کلا په حمله کې ۳ سرتیري وژل شوي او تر ۱۵ زیات ټپیان شوي دي.

د هنګو د پوليسو مشر خالد خان د اګست په ۲۵مه خبریالانو ته وویل چې د دې برید په ځواب کې امنيتي سرتيرو ۴ وسله وال وژلې شوي او ۵ نور یې ټپيان کړي دي.

تر اوسه د دې بريد مسولیت چا نه دی منلی او نه هم ازادو سرچینو دغو وسله والو ته زیان د ادعا تایید کړې خو د توره وړۍ اوسېدونکو په سیمه کې د مشال راډیو خبریال ته ویلي چې په دې نښته کې د سیمې یو اوسېدونکی هم وژل شوی دی.

په توره وړۍ کې د ايف سي کلا انګريزانو جوړه کړې وه چې تر دې مخکې هم ورباندي دوه واري وسله وال بريدونه شوي دي. پر دغه کلا يو میاشت مخکې هم وسله وال بريد شوی و چې په کې امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

طالب چارواکو د پلخمري په بند کې د بریښنا د شبکې د بشپړیدو اعلان وکړ

د دوشنبې په ورځ په پلخمري ښار کې د مراسمو پر مهال د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د پلخمري په بند کې د بریښنا د شبکې د بشپړیدو اعلان وکړ.

د طالبانو د چارواکو په وینا، دا پروژه ۴۳ ملیونه افغانۍ (شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ ډالر) لګښت لري او پکې په پلخمري ښار کې د ۸ کیلومتره ویش لینونو جوړول او د لیږد لپاره د اوو نویو برجونو نصبول شامل دي.

د پلخمري نساجي بند، چې په ۱۹۵۰ لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد په مرسته جوړ شوی، د افغانستان د لومړنیو اوبو بریښنا له پروژو څخه دی.

دا بند د شاوخوا ۴.۵ میګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت لري او د بغلان او شاوخوا سیمو لپاره د بریښنا یوه مهمه سرچینه پاتې ده.

د دغه بند تاسیسات د لسیزو جګړو په مهال زیانمن شوي خو اوس هم په بریښنا رسولو کې مهم رول لوبوي.

د اسلام اباد عالي محکمې د ۱۸ افغانانو د ایستلو پروسه ودروله

د اسلام اباد عالي محکمې (IHC) د دوشنبې په ورځ د ۱۸ افغانانو د اخراج د پروسې مخه ونیوله او د کورنیو چارو له وزارته، د ملي احصایې او ثبت ادارې (نادرا)، د مهاجرت عمومي رییس، د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FIA) او پولیسو یې د دوی د ځواب غوښتنه وکړه.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، قاضي القضات سرفراز ډوګر د افغان اتباعو لخوا د هغو عریضو په اړه حکم صادر کړ چې د حکومت لخوا د دوی د ثبت (PoR) کارتونو د لغوه کولو پریکړه یې ننګولې وه.

د عریضه کونکو وکیل استدلال وکړ چې فدرال حکومت د اګست په ۴، د دوی قانوني PoR کارتونه لغوه کړل او د دوی د بیرته ستنیدو امر یې وکړ.

محکمې دا حکم هم وکړ چې دغه اتلس افغانان باید تر راتلونکي پریکړې پورې ونه ایستل شي.

ټاکل شوې ده د دې قضیې بله مرحله د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په ۱۸مه تر سره شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG