افغانستان
د ننګرهار والي د پاکستان د سفارت له خوا پر ده شوې ادعا رد کړه

د ننګرهار والي حیات الله حیات د پاکستان د سفارت هغه ادعا رد کړه چې ګوندې په جلال اباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ په چارو کې لاسوهنه کوي، خو ویې ویل چې د هغه پراخ فساد د مخنیوي لپاره اقدامات کوي چې د پاکستان د ویزو په تر لاسه کولو د قونسلګرۍ څخه بهر موجود دی.
د ننګرهار والي ښاغلي حیات الله حیات د شنبې په ورځ په دې اړه وروسته له هغې څرګندونې وکړې چې په کابل کې د پاکستان سفارت وویل، د ننګرهار د والي د مداخلې له کبله یې جلال اباد کې په موقته توګه خپله قونسلګري تړلې.
په کابل کې د پاکستان سفارت په یو لیک د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت نه غوښتي چې والي دې د قونسلګرۍ په چارو کې له مداخلې منعه کړي او همدارنګه له افغان چارواکو جلال اباد کې د پاکستان د قونسلګرۍ د امنیتي تدابیرو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
خو د ننګرهار والي نن خبریالانو ته وویل:
"دلته د پاکستان د ویزو په اخیستلو کې هره ورځ لکونه روپۍ لاندې باندې کېږي، د یوې ویزې قیمت له پنځه زره کالدارو تر شل زره کالدارو دی، له بدمرغه دلته هره ورځ د افغانانو خویندو وروڼو عزت ته صدمه رسېږي، زه د دې ولسونو په وړاندې د یو مسؤل شخص په توګه د خپلو خلکو وهل ډبول او بې عزتي نه شم زغملی او حق لرو چې د قونسلګرۍ څخه بهر د فساد د مخنیوي، د خلکو په تنظیم او امنیت لپاره اقدامات وکړو."
هغه افغانان چې په جلال اباد کې د پاکستان له قونسلګرۍ ویزې اخلي، وايي چې د قونسلګرۍ چارواکي د ویزو په ورکړه کې له بېلابېلو لارو خلک مجبوروي چې ورځې ورځې انتظار وباسي او د کمېشنکارانو له لارې زرګونه روپۍ رشوت ورکړي، څو پاکستان ته د سفر ویزې تر لاسه کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبانو د وچکالۍ، اقلیمي بدلون او کډوال د ستونزو د حل لپاره د نړیوالو د مرستو غوښتنه کړې

د طالبانو حکومت پر نړیوالو غږ چې د کډوالو د ستونزو د حل سربیره د وچکالي او اقلیمي بدلون په برخو کې ورسره مرستې وکړي.
د طالبانو په واک باختر خبري اژانس پرون چهارشنبې لیکلي، د اقتصاد سرپرست وزیر دین محمد حنیف دا غوښتنې د افغانستان لپاره د ناروی د سفارت له شارژدافیر پیرالبرت الساس سره مطرحه کړې دي.
د باختر په ټکو ښاغلي حنیف پر افغانستان د نړیوالو د بندیزونو د لیرې کیدو او په نړیوالو بانکونو کې افغانستان د پیسو د زیرمو د راخوشي کیدو غوښتنه هم وکړه .
باختر وړاندې د الساس په حواله ویلي، "ناروې به په روان کال ۸۰میلیونه نارویزي ډالره د بشري مرستو په برخه کې افغانستان سره مرسته وکړي.
ناروې لکه د نړۍ د نورو هيوادونو په څیر د طالبانو حکومت په رسیمت پیژندلی نه دی.
طالبانو په تخار او میدان وردګو ولایتونو کې درې کسان په درو وهلي

د طالبانو حکومت په تخار او میدان وردک ولایتونو کې درې تنه په درو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې پرون په دوو جلا خپرو کړې اعلامیو کې ویلي، په تخار ولایت کې يې یوه ښځه د زنا په او په میدان وردک ولایت کې يې یو نارینه د لواطت په تور په درو وهلي دي.
د اعلامیو له مخې، دغه کسان ۳۹درې وهل شوي او په پنځه کلن تنفیدي بند هم محکوم شوي دي.
وړمه ورځ طالبانو په کابل او سمنګان ولایتونو کې په عام محضر کې ۹ کسان د بیلابیلو جرمونو په تور په درو وهلي وو.
د بشري حقونو د ادارو له نیوکو سره سره، طالبانو په افغانستان کې د عام محضر کې د بدني سزاوو پلي کیدو ته دوام ورکړی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ ویلي و، طالبانو د نورو کالونو پرتله سږکال د بدني سزاوو تبطق زیات کړی دی.
طالبان؛ له ترکمنستان سره ټراسپورټي او ټرانزیټي اړیکو پراخوو

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، له ترکمنستان سره ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکارۍ پراخوي.
دغه وزارت نن چهارشنبې پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي،"د ټرانسپورت سرپرست وزیر حمیدالله اخندزاده په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو توکو په لیږد رالیږد او افغان موټرچلوونکو ته د ویزو د ورکړې پر اسانتیاوو خبرې کړې دي".
وړاندې د اخندزاده په حواله راغلي چې تر بل هر وخت اوسمهال د کابل او عشق اباد ترمنځ د همکارۍ د پراختیا لپاره زمنیه برابره ده.
د کابل او ترکمنستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا خبره په داسې حال کیږي چې د ایران او اسراییلو ترمنځ د جګړې له کبله په افغانستان کې د تیلو په ګډون له ایرانه د واردونکو توکو بیې لوړې شوي دي.
د افغانستان په دوو ولایتونو کې نهه کسان په دُرو ووهل شول

د طالبانو حکومت د سې شنبې په ورځ، د جون په ۱۷مه، د افغانستان په دوو ولایتونو کې نهه کسان په دُرو ووهل.
د طالبانو سترې محکمې په ایکس شبکې،یا پخواني ټویټر کې، په دوو جلا اعلامیو کې لیکلي چې اوه تنه یې په کابل کې د "مخدره موادو او الکولي مشروباتو د خرڅلاو او قاچاق" په جرم او دوه نور، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، په سمنګان ولایت کې د زنا او له کوره د تېښتې په جرم په درو وهل شوي دي.
اعلامیې زیاتوي، د دې کسانو هر یو په عام محضر کې ۳۹ دُرې وهل شوي دي.
په ورته وخت کې، په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ شاوخوا دوه اونۍ وړاندې وویل چې د طالبانو لخوا د عامه سزا کارولو کې سږکال د پام وړ زیاتوالی لیدل کیږي او دغه ډول مجازات باید ودرول شي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو په وار وار بدني سزا غندلي او دطالبانو په حکومت یې غږ کړی چې دا ډول سزا ودروي.
د امریکا په مېجر کرکټ لیګ کې د نور احمد ټیم بریا خپله کړه

نور احمد په تکزاس سوپرکینګز کې لوبیږي. دغه ټیم سیاټل لوبډلې ته ماته ورکړه. تکزاس ۱۵۳ منډې کړې وې او د سیال ټیم ټول لوبغاړي یې په ۶۰ منډو اوټ شول.
افغان لوبغاړي نور احمد د خپل ټیم په ګټه په دریو اوورنو کې ۱۸ منډې ورکړې او دری مهم لوبغاړي یې اوټ کړل.
په میجر لیګ کې بل افغان لوبغاړي نوین الحق بیا په ممبی نیویارک لوبډله کې لوبیږي. هغه خپله وروستۍ لوبه کې دوه ویکټې واخیستې خو ټیم یې لوبه وبایلوده.
په مېجر لیګ کې سږ کال د افغانستان مشهور لوبغاړی راشد خان نه لوبیږي. راشدخان چې د هند په غوره لیګ کې د تېرو کلونو په نسبت ښه ونه ځلېد د زیاتو تمرینونو په هدف سږ کال مېجر لیګ ته نه دی تللی.
نږدې ۵ میلیونه افغانان سږکال لومړیو دریو میاشتو کې طبیعي پېښو اغېزمن کړي

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي چې نږدې پنځه میلیونه افغانان، یا د هیواد د نفوس لس سلنه، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دریو میاشتو کې له چاپیریالي ناورینونو اغیزمن شوي.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په یوه نوي راپور کې وویل چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې شاوخوا ۱۷۵۰۰۰ افغانان اکثر د طبیعي پېښو له امله له خپلې اصلو مېنو کډې ته اړ شوي.
د راپور له مخې، د افغانستان ډیری برخې د ژمي او پسرلي په لومړیو کې وچکالۍ، درنې واورې او سیلابونه ځپلي دي.
له دې مخکې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) ویلي وو چې د طبیعي پیښو په وړاندې د افغانستان زیانګالو او د څلورو لسیزو جګړو له امله د اقلیم بدلون منفي اغیزې په هیواد کې لویې اقتصادي ننګونې رامینځته کړې دي.
د طالبانو یو پلاوی د روسیې سنټ پټرزبورګ ته تللی دی

د طالبانو د کرنې د وزیر عطاالله عمري په مشرۍ یو پلاوی د روسیې د ۲۰۲۵ کال اقتصادي کانفرانس کې د ګډون په موخه سنټ پټرزبورګ ته روان شوی دی.
د روسیې تاس خبري اژانس د افغانستان د کورنیو رسنیو په حواله تېره شپه دغه خبر خپور کړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس هم د کرنې وزارت د خبرپاڼې پر اساس لیکلي چې یاد پلاوی د جون له اتلسمې تر ۲۱مې پورې د روسیې اقتصادي کانفرانس کې ګډون کوي.
خبر کې راغلي چې اقتصاد، چاپیریال ساتنه، کرنه، سوداګري، صنعت، پانګونه او د تجربو شریکول به د دغه کانفرانس د بحث وړ مسلې وي.
روسیه له طالبانو سره په سیمه کې ښه تعامل لري او په دې وروستیو کې یې اعلان وکړ چې د طالبانو سفیر یې هم منلی دی.
ولکر تورک: طالبانو د ښځو او نجونو د حذفولو تګلارې ته دوام ورکړی دی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر ولکر تورک وایي، د افغانستان واکمنانو له عامه ژونده د ښځو او نجونو د حذفولو تګلارې ته دوام ورکړی دی.
تورک د بشري حقونو د شورا ۵۹مې غونډې ته په وینا کې ویلي، د افغان ښځو غږ له کوره بهر غلی کړای شوی او دوی له لوړو زده کړو او ډيرو برخو کې له کارکولو محروم شوی دی.
دغه غونډه چې نن دوشنبه په جینوا کې پيل شوه، د جولای تر نهمې نیټې پورې به دوام ولري.
نړیوالو بشري ادارو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د لګول شویو محدودیتونو په اړه ورته اندیښنې ښودلي، خو تراوسه د طالبانو په تګلارو کې کوم شاتګ نه ترسترګو کیږي.
طالبانو نژدې څلور کاله وړاندې واک ته له رسېدو وروسته د تعلیم او تحصیل، کار، ټولنیزو چارو او سفر په برخه کې پر نجونو او ښځو محدودیتونه ولګول.
طالبان: د ټولنیزو رسنیو جعلي حساب درلودل او له دغو ادرسونو د خلکو ګواښل او سپکول ( جرم) دی

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت خبرداری ورکړی چې له دې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې جعلي حساب درلودل، د دوی د قوانینو له مخې جرم ګڼل کیږي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن دوشنبه ( د غبرګولي ۲۶مه) یې خپره کړې ویلي چې د ټولنیزو رسنیو له شخصي او جعلي حسابونو څخه نورو ته " ګواښ، سپکاوی، ځورونه او د ستونزو جوړول هم جرم ګڼل کیږي".
وړاندې راغلي، که څوک دغه سپارښتنې په پام کې ونه نیسي، له جدي قانوني چلند سره به مخامخ شي.
تر دې وړاندې دغه وزارت د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته ویلي و چې که له دغو پاڼو " نامشروع او غیر اخلاقي" استفاده وکړي، قانوني چلند به ورسره وکړي.
د طالبانو مالیې وزارت وایي، له ایران سره ګمرکي او سوداګریزې چارې عادي مخته ځي

د طالبانو د حکومت مالیې وزارت وایي چې له ایران سره د دوی سرحدي او ګمرکي چارې په عادي ډول روانې دي.
دغه وزارت پرون یکشنبه ( د غبرګولي ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران او افغانستان ترمنځ د ګمرک او سوداګرۍ چارې له کوم خنډ پرته دوام لري.
دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د ایران او اسراییل ترمنځ یو پر بل بریدونو زور اخیستی دی.
د طالبانو مالیې وزارت ویلي، یوازې د شنبې په ورځ د ابو نصر فراهي او نیمروز ګمرکونه او د ایران خواته ګمرکي فعالیتونه تړلي و، خو یکشنبه بیرته پرانستل شول.
ایراني چارواکو د ۱۴۰۳ کال په لړم میاشته کې د افغانستان او ایران ترمنځ کلنۍ سوداګریزه کچه شاوخوا څلور میلیارده ډالره یاده کړې وه.