د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۳۰

خبرونه

اروپايي ټولنې د کرونا ویروس له محدودیتونو د وتلو تګلاره پلان کړه

د اروپايي ټولنې بیرغونه
د اروپايي ټولنې بیرغونه

د اروپايي ټولنې مشرتابه د کرونا ویروس په خاطر له لګېدلو محدودیتونو د وتلو لپاره یوه تګلاره پلان کړې ده.

د اروپايي کمېسیون مشره اورزلا فن در لاین به سبا په اروپايي هېوادونو کې عادي وضعې ته د بېرته ګرځېدو لپاره تدریجي اقدامات اعلان کړي.

اروپايي ټولنه ټینګار کوي چې دا اقدامات به په همغږې بڼه پلي شي.

وار له مخه د اروپا په ځینو هېوادونو له هغې ډلې په ډنمارک کې د اپرېل له ۱۵ وړکتونونو او د ماشومانو ښوونځي پرانیستل کېږي.

اتریش هم ویلي چې له راتلونکې اوونۍ واړه دکانونه، ساختماني پروژې او د بڼوالۍ اړوند پلورنځي پرانیستل شي.

د چک په جمهوریت کې هم د ځینو وړو کاروبارونو اجازه ورکړل شوې او هم د ګلف او ټېنس سپورټونو په سر لګېدلی محدودیت لیرې کېږي.

په ایټالیا کې چې په ټوله اروپا کې کرونا ویروس سخته ځپلې که څه هم محدودیتونه شته، خو ویل شوي چې د ټولنیزې فاصلې په رعایت، معاینې او روغتیايي سپارښتنو ته په پام د وضعې د عادي کېدو هڅې کېږي.

اروپا په ګرده نړۍ کې د کرونا ویروس له لاسه ډېره قرباني ورکړې ده او ګڼ هېوادونه‌یې لاک ډون او خلک‌یې قرنطین دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اسراییلو دفاع وزیر دایران مشر علي خامنه ای په مرګ تهدید کړ

د اسراییلو دفاع وزیر یسراییل کاټز
د اسراییلو دفاع وزیر یسراییل کاټز

د اسراییلو دفاع وزیر ګواښ کوي چې دایران مشر علي خامنه ای "نور ژوندی نه شي پاتې کېدای"

یسرائیل کاټز د پنجشنبې په ماسپښین د اسراییلو په مرکزي ښار هولون کې د استوګنې دهغو سیمو څخه لیدنه وکړه چې د پنجشنبې په سهار د ایران د توغندیو برید کې په نښه شوې او وویل چې علي خامنه ای "نور ژوندی نه شي پاتې کېدای."

یسرائیل کاټز زیاته کړه: "خامنه ای په ښکاره ډول اعلان کړی چې د اسراییلو له مینځه وړل غواړي او شخصا خپله په روغتونونو د برید امر ورکوي."

کاتز خامنه ای ته په اشاره وویل: "هغه د اسراییلو له مینځه وړل خپل هدف ټاکلی دی. داسې سړی نور ژوندی نشي پاتې کیدی."

کاټز د ایران د توغندیو له برید وروسته په لومړیو ساعتونو کې هم ویلي وو چې خامنه ای به بیه پري کي.

د ییدیوت احرونوت ورځپاڼې د رپوټ په اساس ، د ښاغلي کاټز څرګندونې د ایران داسلامي جمهوریت د مشر ژوند ته لومړی عام او څرګند ګواښ دی.

تردې مخکې ، د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د سې شنبې په ورځ وویل چې د خامنه ای مړینه به کړکیچ نور نه زیاتوي (بلکې پای ته به یې ورسوي).

یسرایل کاټز د غزې د جګړې پرمهال هم تندې خبرې کړي، او په ډیری مواردو کې هغه اړ شو چې خپلې څرګندونې اصلاح کړي.

یسراییل کاتز د دې اونۍ پیل کې په تهران باندې د برید په اړه خپله لومړنۍ وینا هم تعدیل کړه، ویې ویل چې موخه یې د ایران په پلازمینه کې د ملکي وګړو وژل نه وو.

دا روښانه نه ده چې ایا د اسراییلو استخبارات پوهیږي چې خامنه ای چیرته دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل چې هغه پوهیږي چې د ایران "ستر مشر" چیرته دی مګر د هغه د له منځه وړلو لپاره سمدستي پلان نشته.

د طالبانو حکومت د ایران له "خلکو" سره همکارۍ ته چمتوالی وښود

 دطالبانو د حکومت دبهرنیو چارو سرپرست وزیر ، آرشیف
دطالبانو د حکومت دبهرنیو چارو سرپرست وزیر ، آرشیف

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وايي چې "افغان حکومت" د ایران له "خلکو" سره د اسلامي او بشري اصولو پر بنسټ همکارۍ ته چمتو دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه زیاتوي چې ، متقي د پنجشنبې په ورځ (جون په ۱۹مه) ، په کابل کې د ناروې د سفارت د شارژدافیر، پییر البرټ الاساس سره په یوه غونډه کې د سیمې د اوسني وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

په هرصورت، په اعلامیه کې دا یادونه نه ده شوې چې د طالبانو حکومت به د ایران له "خلکو" سره څه ډول همکاري وکړي.

ایران کې په ملیونونو افغان کډوال ژوند کوي . دایران او اسراییلو ترمینځ جنګ روان دی او دواړه هیوادونو پر یوبل هوايي بریدونه کوي .

اسراییلو د تهران او ورته سیمو اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې د خوندي پاتې کیدو لپاره له دې سیمو ووځي.

په وروستیو میاشتو کې، له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري راستنیدو پروسه ګړندۍ شوې ده.

راستنیدونکي شکایت کوي چې دوی ته په افغانستان کې د سرپناه په شمول اړینې اسانتیاوې نشته او دوی په ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي.

په روستیو څو ورځو کې څه دپاسه زر کسه له ایرانه پاکستان ته ستانه شوي دي

پاکستاني اتباع د تفتان پر پوله پاکستان ته د ستنیدو په حال کې دي - انځور جون ۱۸، کال ۲۰۲۵
پاکستاني اتباع د تفتان پر پوله پاکستان ته د ستنیدو په حال کې دي - انځور جون ۱۸، کال ۲۰۲۵

پاکستاني چارواکي وايي د اسراییلو او ایران ترمینځ د جګړې له پیلېدو وروسته له ایرانه د پاکستاني وګړو د ستنیدو لړۍ روانه ده.

د بلوچستان چارواکي خبر ورکوي چې د جون پر ۱۸مه د ایران او پاکستان ترمینځ د تفتان له پولې شاوخوا څلورنیم سوه کسان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دا لړۍ له تېرو دریوو ورځو راهیسې روانه ده او د چارواکو په وینا تر دې مهاله په دې لاره له ایرانه څه د پاسه ۱۰۰۰ پاکستاني اتباع واپس شوي دي.

د بلوچستان ایالت چارواکي وايي په ستنو شویو کسانو کې سېلانیان، زیارت کوونکي او محصلین شامل دي. د ایران په تفتان ښار کې د پاکستان د کونسلګرۍ یو چارواکي عبدالمنان پنجشنبې د جون پر ۱۹مه د ازادې اروپا راډیو مشال څانګې ته وویل چې له ایرانیو چارواکو سره په موافقه د تفتان پوله خپل وطن ته د ستنیدونکو پاکستانیانو پر مخ ۲۴ ساعته پرانیستې ساتلې شوې ده.

پاکستاني چارواکي وايي له ایران سره د دوی پوله یو طرفه پرانیستې ده، له ایرانه خلک پاکستان ته راتلای شي خو له پاکستانه چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې ایران ته ولاړ شي.

ملګرو ملتونو د افغانستان په هکله خپل نوی رپوټ خپورکړ ; اتونبایوا راتلونکې دوشنبې امنیت شورا ته وینا کوي

روزا اوتونبایوا دامنیت دشورا په یوې غونډه کې . آرشیف
روزا اوتونبایوا دامنیت دشورا په یوې غونډه کې . آرشیف

روزا اوتونبایوا د یوناما مشره په داسې حال کې چې ملګروملتونو دافغانستان د وضعیت په هکله خپل نوی رپوټ نن خپور کړ، راتلونکې دوشنبې( جون ۲۳ مه) امنیت شورا ته وینا کوي.

یوناما ، په افغانستان کې دملګرو ملتونو دسیاسي استازولی دفتر دپنجشبې په ورځ دا خبر په ایکس ټولنیزه شبکه کې خپور کړ.

میرمن اوتونبایوا په خپل روستي رپوټ کې پر افغان مېرمنو د طالبانو د محدودیتونو د دوام له کبله ژوره اندیښنه څرګنده کړې وه.

بلخوا ،دملګرو ملتونو عمومي منشي په خپل تازه رپوټ کې وايي چې دروان میلادي کال دفبروري له لومړي نیټې د اپریل تر دیرشمې په افغانستان کې د امنیت او سلامتیا اړوند څه دپاسه ۲ زره پیښې ثبت شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي رپوټ چې نن پنجشنبې خپور شوی زیاتوي چې دغه شمیر د تیرکال په تناسب ،دپیښو په سلو کې درې زیاتوالی ښیي.

د ملګري ملتونو سرمنشي په رپوټ کې د اسلامي دولت یا داعش په شمول د طالبانو د مخالفو ډلو بریدونو ته هم اشاره شوې خو وايی دغو ډلو تراوسه د افغانستان هیڅ کومه سیمه ترخپل کنټرول لاندې نه ده راوستلې.

د طالبانو حکومت تراوسه ددغه رپوټ په هکله څه نه دي ویلي.

نتانیاهو: "د تهران دیکتاتوران به د سوروکا په روغتون باندې د برید بیه پرې کړي"

بئر السبع کې د سوروکا روغتون څخه لوګي پورته کیږي .
بئر السبع کې د سوروکا روغتون څخه لوګي پورته کیږي .

د اسراییلو صدراعظم، بنیامین نتانیاهو، د پنجشنبې په ورځ ادعا وکړه چې ایران د بئرالسبع ښار سوروکا روغتون او د هیواد په مرکز کې ملکي وګړي د توغندیز برید هدف ګرځولي دي.

نتانیاهو په ایکس شبکه کې په یوه پوسټ کې ولیکل: «نن سهار، د ایران ترهګرو دیکتاتورانو د بئرسبع سوروکا روغتون او د هیواد په مرکز کې پر ملکي وګړو توغندي ویشتل.»

هغه زیاته کړه: «د تهران دیکتاتوران به د دې اقدام بشپړه بیه پرې کړي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې ایران وايي د دوی د توغندیز برید هدف، «د اسراییلو د پوځ لویه قومانداني او استخباراتي قرارګاه او د پوځ استخباراتي کمپ و، چې د یو ټیکنالوژي پارک (گاو-یام) کې موقعیت لري او د روغتون ترڅنګ دی.»

د راپورنو پر اساس د پنجشنبې په سهار د ایران د توغندیز برید له امله د اسراییلو په بېلابېلو سیمو کې درانه زیانونه اوښتي، او لږ تر لږه ۴۰ کسان ټپیان شوي، چې د ځینو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

تهران هم په تېرو ورځو کې اسراییل تورن کړي وو چې لږ تر لږه دوه روغتونونه یې په ایران کې په نښه کړي دي.

امریکا ته د ورتلونکو بهرنیو زده کوونکو ټولنیزې پاڼې پلټل کیږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، هغه بهرني زده کوونکې( محصلین) چې د زده کړو په موخه امریکا ته راځي باید د دې هېواد له وګړو، دولت، فرهنګ او نورو ټولو اصولو سره بلد وي او پوره احترام ورته ولري.

رویترز خبري اژانس لیکي، پر زده کوونکو دا تازه فرمان پرون د جون ۱۸مه صادر شوی دی.

له دې مخکې د ولسمشر ټرمپ ادارې د مې میاشتې په ۲۷مه د ټولو بهرنیو زده کوونکو تحصیلي بورسیې درولې وې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه بل چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویترز ته ویلي، "په تازه فرمان کې د بهرنیو زده کوونکو ټولنیزې پاڼې هم پلټل کیږي څو د امریکا د ګټو خلاف څه په کې خپاره شوي نه وي".

د دغه چارواکي په خبره، "موږ به د ټولو هغوو کسانو چې غواړي امریکا ته راشي، بګروند په دقیق ډول چک او څارو".

د ټرمپ د ادارې منتقدین بیا دا فرمان د بشري حقونو او انساني ازادیو خلاف کار بللی دی.

پوتین؛ ایران له موږ څخه د اسراییلو پرضد جګړه د وسلو غوښتنه کړې نه ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، له ایران سره د ستراتیژیکو همکارایو قرارداد کې د پرمختللو وسلو ورکړه شامله نه ده.

پوتین پرون چهارشنبې وویل، ایران له اسراییلو سره په جګړه کې له روسیې د پوځي مرستې غوښتنه نه ده کړې.

پوتین چې په سن پټرزبورګ کې په یوه خبري کنفراس کې خبرې کولی وویل،" د مسکو له خوا تهران ته ورکړل شوي پوځي تجهیزات د اسراییلو له جګړې سره هیڅ ارتباط نه لري".

پوتین د هغه پوښتنې په ځواب کې چې روسیه د اسراییلو پر ضد جګړه کې د ایران په ملاتړ دغه هېواد ته پرمختللې وسلې ورکوي او کنه وویل، "د ایران او روسیې ترمنځ د تیرکال په پوځي تړون کې د پرمختللو وسلو او تجهیزاتو ورکړه شامله نه ده".

دا په داسې حال کې ده چې روسیې په تیرو دریو کالونو کې په اوکرایین کې په ایران کې جوړه شوې د شاهد په نوم بې پیلوټه الوتکې په ډیرو بریدونو کې کارولې ده.

په نښتو او شخړو کې د ملکي وکړو مرګژوبله ۴۰سلنه زیات شوې

د اوکرایین او روسیې جګړه
د اوکرایین او روسیې جګړه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون وايي، په تیر ۲۰۲۴کال کې د ملکي کسانو په مرګژوبله کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې چې پرون چهارشنبې يې خپور کړی ویلي، په ټوله نړۍ کې ۴۸زره ۳۸۴ کسان چې له دې ډلې ۵۰۲ يې د بشري حقونو مدافعین وو، د تیرکال په نښتو کې وژل شوي دي.

د بشري حقونو د کمیسیون په ټکو، په دې کسانو کې له هر پنځو، یو يې له تبعیض سره مخامخ و.

دې سازمان وړاندې ویلي، موندنې يې ښيۍ چې د بشري حقونو فعالان په پراخه کچه له تاواتریخوالي او مرګ سره مخ دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د نورو کالونو پرتله تیرکال په نښتو ااو شخړو کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې تاواتریخوالی زیات شوی او تر ټولو ډیره مرګژوبله ورته اوښتې ده.

د دغه سازمان د شمیرو له مخې، د نورو کالونو پرتله په تیر۲۰۲۴کال کې څلور برابره ماشومان په نښتو کې وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون وايي، د دغه راپور معلومات يې د نړیوالې ټولنې په تایید او په بیلابیلو سیمو کې له خپلواکو سرچینو ترلاسه کړې دي.

طالبانو د وچکالۍ، اقلیمي بدلون او کډوال د ستونزو د حل لپاره د نړیوالو د مرستو غوښتنه کړې

د طالبانو د اقتصاد سرپرست وزیر دین محمد حنیف د ناروې له شارژدافیر پیرالبرت الساس
د طالبانو د اقتصاد سرپرست وزیر دین محمد حنیف د ناروې له شارژدافیر پیرالبرت الساس

د طالبانو حکومت پر نړیوالو غږ چې د کډوالو د ستونزو د حل سربیره د وچکالي او اقلیمي بدلون په برخو کې ورسره مرستې وکړي.

د طالبانو په واک باختر خبري اژانس پرون چهارشنبې لیکلي، د اقتصاد سرپرست وزیر دین محمد حنیف دا غوښتنې د افغانستان لپاره د ناروی د سفارت له شارژدافیر پیرالبرت الساس سره مطرحه کړې دي.

د باختر په ټکو ښاغلي حنیف پر افغانستان د نړیوالو د بندیزونو د لیرې کیدو او په نړیوالو بانکونو کې افغانستان د پیسو د زیرمو د راخوشي کیدو غوښتنه هم وکړه .

باختر وړاندې د الساس په حواله ویلي، "ناروې به په روان کال ۸۰میلیونه نارویزي ډالره د بشري مرستو په برخه کې افغانستان سره مرسته وکړي.

ناروې لکه د نړۍ د نورو هيوادونو په څیر د طالبانو حکومت په رسیمت پیژندلی نه دی.

طالبانو په تخار او میدان وردګو ولایتونو کې درې کسان په درو وهلي

د طالبانو حکومت په تخار او میدان وردک ولایتونو کې درې تنه په درو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې پرون په دوو جلا خپرو کړې اعلامیو کې ویلي، په تخار ولایت کې يې یوه ښځه د زنا په او په میدان وردک ولایت کې يې یو نارینه د لواطت په تور په درو وهلي دي.

د اعلامیو له مخې، دغه کسان ۳۹درې وهل شوي او په پنځه کلن تنفیدي بند هم محکوم شوي دي.

وړمه ورځ طالبانو په کابل او سمنګان ولایتونو کې په عام محضر کې ۹ کسان د بیلابیلو جرمونو په تور په درو وهلي وو.

د بشري حقونو د ادارو له نیوکو سره سره، طالبانو په افغانستان کې د عام محضر کې د بدني سزاوو پلي کیدو ته دوام ورکړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ ویلي و، طالبانو د نورو کالونو پرتله سږکال د بدني سزاوو تبطق زیات کړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG