د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۱

افغانستان

ملګري ملتونه: طالبانو د ښځو ژوند په پراخه پیمانه محدود کړی

د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ
د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ

د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بنیټ وايي، په افغانستان کې د طالبانو چارواکو د ښځو ژوند په پراخه پیمانه محدود کړی دی.

بنیټ پرون په یوه ټویټ کې ویلي، طالبانو په لوی لاس د ښځو او نجونو پر خودمختارۍ، ازادۍ او حیثیت حمله کړې او د معافیت فرهنګ یې رامنځته کړی دی.

بنیټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا پرونۍ اعلامیه هم خپره کړې ده.

دغې شورا پرون په جنیوا کې په خپله غونډه کې له طالبانو وغوښتل په افغانستان کې د ښځو د حقونو د بهترۍ او د هغوی خلاف د منظم ظلم د پای ته رسولو لپاره د نورو اسلامي هېوادونو پر پل پل کېږدي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

نږدې ۵ میلیونه افغانان سږکال لومړیو دریو میاشتو کې طبیعي پېښو اغېزمن کړي

د طبیعي پېښو له امله وران کور او متاثره جوړه
د طبیعي پېښو له امله وران کور او متاثره جوړه

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) وايي چې نږدې پنځه میلیونه افغانان، یا د هیواد د نفوس لس سلنه، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دریو میاشتو کې له چاپیریالي ناورینونو اغیزمن شوي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په یوه نوي راپور کې وویل چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې شاوخوا ۱۷۵۰۰۰ افغانان اکثر د طبیعي پېښو له امله له خپلې اصلو مېنو کډې ته اړ شوي.

د راپور له مخې، د افغانستان ډیری برخې د ژمي او پسرلي په لومړیو کې وچکالۍ، درنې واورې او سیلابونه ځپلي دي.

له دې مخکې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) ویلي وو چې د طبیعي پیښو په وړاندې د افغانستان زیانګالو او د څلورو لسیزو جګړو له امله د اقلیم بدلون منفي اغیزې په هیواد کې لویې اقتصادي ننګونې رامینځته کړې دي.

د طالبانو یو پلاوی د روسیې سنټ پټرزبورګ ته تللی دی

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د کرنې د وزیر عطاالله عمري په مشرۍ یو پلاوی د روسیې د ۲۰۲۵ کال اقتصادي کانفرانس کې د ګډون په موخه سنټ پټرزبورګ ته روان شوی دی.

د روسیې تاس خبري اژانس د افغانستان د کورنیو رسنیو په حواله تېره شپه دغه خبر خپور کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس هم د کرنې وزارت د خبرپاڼې پر اساس لیکلي چې یاد پلاوی د جون له اتلسمې تر ۲۱مې پورې د روسیې اقتصادي کانفرانس کې ګډون کوي.
خبر کې راغلي چې اقتصاد، چاپیریال ساتنه، کرنه، سوداګري، صنعت، پانګونه او د تجربو شریکول به د دغه کانفرانس د بحث وړ مسلې وي.

روسیه له طالبانو سره په سیمه کې ښه تعامل لري او په دې وروستیو کې یې اعلان وکړ چې د طالبانو سفیر یې هم منلی دی.

ولکر تورک: طالبانو د ښځو او نجونو د حذفولو تګلارې ته دوام ورکړی دی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر ولکر تورک
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر ولکر تورک

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر ولکر تورک وایي، د افغانستان واکمنانو له عامه ژونده د ښځو او نجونو د حذفولو تګلارې ته دوام ورکړی دی.

تورک د بشري حقونو د شورا ۵۹مې غونډې ته په وینا کې ویلي، د افغان ښځو غږ له کوره بهر غلی کړای شوی او دوی له لوړو زده کړو او ډيرو برخو کې له کارکولو محروم شوی دی.

دغه غونډه چې نن دوشنبه په جینوا کې پيل شوه، د جولای تر نهمې نیټې پورې به دوام ولري.

نړیوالو بشري ادارو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې پر نجونو او ښځو د لګول شویو محدودیتونو په اړه ورته اندیښنې ښودلي، خو تراوسه د طالبانو په تګلارو کې کوم شاتګ نه ترسترګو کیږي.

طالبانو نژدې څلور کاله وړاندې واک ته له رسېدو وروسته د تعلیم او تحصیل، کار، ټولنیزو چارو او سفر په برخه کې پر نجونو او ښځو محدودیتونه ولګول.

طالبان: د ټولنیزو رسنیو جعلي حساب درلودل او له دغو ادرسونو د خلکو ګواښل او سپکول ( جرم) دی

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت خبرداری ورکړی چې له دې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې جعلي حساب درلودل، د دوی د قوانینو له مخې جرم ګڼل کیږي.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن دوشنبه ( د غبرګولي ۲۶مه) یې خپره کړې ویلي چې د ټولنیزو رسنیو له شخصي او جعلي حسابونو څخه نورو ته " ګواښ، سپکاوی، ځورونه او د ستونزو جوړول هم جرم ګڼل کیږي".

وړاندې راغلي، که څوک دغه سپارښتنې په پام کې ونه نیسي، له جدي قانوني چلند سره به مخامخ شي.
تر دې وړاندې دغه وزارت د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ته ویلي و چې که له دغو پاڼو " نامشروع او غیر اخلاقي" استفاده وکړي، قانوني چلند به ورسره وکړي.

د طالبانو مالیې وزارت وایي، له ایران سره ګمرکي او سوداګریزې چارې عادي مخته ځي

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د حکومت مالیې وزارت وایي چې له ایران سره د دوی سرحدي او ګمرکي چارې په عادي ډول روانې دي.

دغه وزارت پرون یکشنبه ( د غبرګولي ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران او افغانستان ترمنځ د ګمرک او سوداګرۍ چارې له کوم خنډ پرته دوام لري.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د ایران او اسراییل ترمنځ یو پر بل بریدونو زور اخیستی دی.

د طالبانو مالیې وزارت ویلي، یوازې د شنبې په ورځ د ابو نصر فراهي او نیمروز ګمرکونه او د ایران خواته ګمرکي فعالیتونه تړلي و، خو یکشنبه بیرته پرانستل شول.

ایراني چارواکو د ۱۴۰۳ کال په لړم میاشته کې د افغانستان او ایران ترمنځ کلنۍ سوداګریزه کچه شاوخوا څلور میلیارده ډالره یاده کړې وه.

قزاقستان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی دی

د قزاقستان بیرغ
د قزاقستان بیرغ

قزاقستان خپل یو ډيپلومات یرکین توکوموف د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه ګمارلی دی.

د قزاقستان رسنیو نن دوشنبه ( د غبرګولي ۲۶مه) لیکلي چې دغه ګمارنه د ولسمشر قاسم جومارت توقایف له خوا شوې ده.

د قزاقستان ولسمشرۍ ماڼۍ توکوموف یو تجربه کار ډيپلومات یاد کړی چې د ولسمشر تر څارنې لاندې یې د قزاقستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په دفتر کې کار کړی دی.

قزاقستان له تېرو نژدې څلورو کلونو راهیسې له طالبانو سره نژدې اړیکې ساتلي دي.

دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه لرې کړل.

طالبان وايي ایران کې د افغان کډوالو د ژوند د ساتلو لپاره هڅې کوي

ایران کې افغان کډوال
ایران کې افغان کډوال

د ایران او اسراییلو د بریدونو په زیاتیدو سره، د طالبانو حکومت وايي چې په ایران کې د افغان کډوالو د ژوند د ساتنې لپاره هڅې کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی د دې هدف لپاره له ایراني چارواکو سره په تماس کې دي.

د طلوع نیوز شبکې په راپور، مجاهد زیاته کړه چې که اړتیا وي، د افغان کډوالو د زیان د مخنیوي لپاره حل لارې په پام کې نیول شوي دي. مجاهد جزییات نه دي ورکړي چې د طالبانو حکومت کومې حل لارې په پام کې لري.

اوس مهال، میلیونونه افغانان په ایران کې ژوند کوي.

د ایران په مختلفو برخو باندې د اسراییلو د هوایي بریدونو له پیل وروسته، یو شمیر افغان کډوالو د ازادي راډیو سره په خبرو کې د خپل امنیت په اړه جدي اندیښنه څرګنده کړې ده.
که څه هم ازادي راډیو په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی خو په خواله رسنیو ځینې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې ښکاروي ګڼ کسان له ایرانه د وتلو او افغانستان ته د تلو په هڅه کې دي.

طالب چارواکو له یوه چینايي سیلاني سره د ناسم چلند په خاطر یو کس نیولی دی

جلال اباد کې چینايي وګړي د ځورولو په تور یو کس نیول شوی
جلال اباد کې چینايي وګړي د ځورولو په تور یو کس نیول شوی

د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر په خپله ایکس پاڼه باندې د فیاض الدین په نوم د یوه کس د نیولو خبره تایید کړې.

هغه ویلي چې نیول شوي کس د اختر په ورځ په جلال اباد کې له یوه چینايي وګړي سره غیر مناسب حرکت ترسره کړی وو.

په رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې ښکاروي په موټر کې ناست چینايي وګړی د یوه افغان ځوان له خوا ځورول کېږي او څو واره یې په مخ او سر لاس وهي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې ګڼ چینايي سیلانیان افغانستان ته سفر کوي. طالبان هم له چین سره د خپلو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخولو په هڅه کې دي.

ملګري ملتونه؛ نړیوال دې په افغانستان کې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي

ملګروملتونو له نړیوالو غوښتي چې په افغانستان کې د خوارځواکي د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام، د ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسف) د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق، د خوړو او کرنې او د روغتیا نړیوال سازمانونو نن یکشنبې د (جون۱۵مه) په یوې ګډه اعلامیه کې پر نړیوالو غږ کړی چې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره جدي اقدام وکړي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې نژدې څلور میلیونه ماشومان په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته دي چې نژدې دوه میلیونه يې له شدیدې خوارځواکۍ کړیږي.

د دغه سازمان د راپور له مخې افغانستان د هغوو پنځلسو هېوادونو په سر کې دی چې ښځې او ماشومان په کې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د افغانستان اقتصادي بحران، وچکالي او د خوړو نه خوندیتوب د ښځو او ماشومانو ترمنځ د خوارځواکي عمده لاملونه دي.

پاکستان دوه افغان خبریالان افغانستان ته ډیپورت کړي دي

ارشیف
ارشیف

راپورونه وایي چې پاکستان په تېرو څو ورځو کې دوه افغان خبریالان افغانستان ته ډیپورت کړي دي.

پاکستاني خبریالانو له هغې ډلې طاهرخان د شنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه د چارواکو په حواله ویلي، نصیر احمد بهروز او ذکي صفایي د هغوی د ویزو د نه تمدید له کبله لومړی نیول شوي او بیا اخراج شوي دي.

په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ګډ اقدام په نوم یوې کمیټې هم تېره شپه د خبریالانو د اخراج خبر پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر خپور کړی دی.

خبر کې راغلي چې نصیر احمد بهروز په حاجي کمپ کې له یوې اونۍ توقیف وروسته پرون شنبه ډیپورت شو او ذکي صفایي څو ورځې مخکې.

خبریالانو د پاکستان له چارواکو او د خبریالانو د ملاتړ له کمیټو غوښتي چې په اسلام اباد کې د هغو افغان خبریالانو ستونزو ته پام وکړي چې دریمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG