د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۶

نړۍ

پاکستاني پوليسو د ټي‌ټي‌پي د دوو قوماندانانو د وژنې خبر ورکړی

پاکستاني ځواکونه
پاکستاني ځواکونه

د پاکستان پولیس وايي، د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې يې د تحريک طالبان پاکستان یا (TTP) دوه قوماندانان وژلي دي.

د پولیسو یوه افسر محمد علي ګنډاپور پرون شنبه ویلي، چې د طالبانو دغه وژل شوي قوماندانان د پولیسو د پنځو افسرانو د وژنې له کبله تر تعقیب لاندې وو او د دې تر څنګ د امنیتي ځواکونو پر پوستو په حملو کې هم دخیل وو.

د پاکستان حکومت د پاکستاني طالبانو د دغو دوو قوماندانو پر سر شا و خوا ۷۰۰۰ ډالره جایزه هم اعلان کړې وه.

پولیس وايي څلور نور وسله‌وال او یوه اندازه مهمات یې نیولي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د امریکا غږ د کارمندانو کار ته د بېرته ستنېدو مسله له نا څرګند حالت سره مخ ده

عکس له ارشیف څخه
عکس له ارشیف څخه

په متحده ایالاتو کې د استیناف محکمې له پریکړې وروسته، د امریکا غږ د کارمندانو کار ته د بیرته راستنېدو مسله له ناڅرګندتیا سره مخ شوې.

په متحده ایالاتو کې د استیناف محکمې له پریکړې وروسته، د امریکا غږ د کارمندانو کار ته د بیرته راستنېدو مسله له ناڅرګندتیا سره مخ شوې.

مخکې راپور ورکړل شوی و چې د امریکا د فدرالي محکمې د پریکړې وروسته، د امریکا غږ کارمندان به احتمال ولري چې د راتلونکې اونۍ څخه په دوره یي توګه بیرته کار ته راستانه شي، او ددې سازمان رسنیز فعالیتونه به بیا پیل شي.

خو د رویټرز خبري آژانس د راپور پر بنسټ، استیناف محکمې په یو پرېکړه کې چې په ۲ د ۱ رأی صادره شوې، څرګنده کړه چې هغه قاضي چې د کارکوونکو د بېرته ستنولو او د ۱۵ میلیونه ډالرو مالي مرستې د بېرته ورکړې امر یې کړی و، د آر اف اې او د منځني ختیځ د خپرونو شبکو په تړاو دا صلاحیت نه لري.

کورنلیا پیلارد، د امریکا د قضايي حوزې استیناف محکمې قاضۍ، د فدرالي محکمې له حکم سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې دا پرېکړه نږدې دا تضمین کوي چې دغه شبکې به تر هغه وخته چې دا قضیه بشپړ وڅېړل شي، نور په هېڅ معنا لرونکي بڼه موجودې نه وي.

د امریکا غږ دولتي رسنۍ، چې بهرني لیدونکي په نښه کوي، د مارچ میاشتې راهیسې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې لخوا د اجرایوي امر له صادرولو وروسته په عملي توګه تړل شوې ده.

روسیې، نوورو سیسک ښار باندې د ډرون له برید وروسته دغلته بېړنی حالت اعلان کړ

عکس له ارشیف څخه
عکس له ارشیف څخه

روسیې په نووروسیسک ښار باندې د اوکراین د ډرون الوتکې له برید نه وروسته په دې بندر کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.

د روسیې د بندري ښار نووروسییسک ښاروال نن( د مې ۳) دا اعلان وکړ ، وروسته له هغې چې یوې اوکراینۍ بې‌پیلوټه الوتکې پر دې ښار برید وکړ، د استوګنې ودانیو ته یې زیان ورساوه او لږ تر لږه پنځه کسان یې، چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان کړل.

د ښاروال اندري کراوچینکو له خوا په ټیلیګرام کې خپور شوی پیغام ښيي چې هغه د ودانیو زیانونه ګوري او نورو ته لارښوونې ورکوي.

ښاروال وویل چې له ټپیانو څخه یوه ښځه په روغتون کې د سخت حالت سره مخ ده.

اوکراین تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې، خو د دغه هېواد هوايي ځواک ویلي چې روسیې تېره شپه پر اوکراین ۱۸۳ بې‌پیلوټه الوتکې او دوه بالسټیک توغندي توغولي دي.

د غزې خان یونس د کډوالو پر کمپ برید کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي

عکس له ارشیف څخه
عکس له ارشیف څخه

د غزې ملکي دفاعي ادارې نن( د مې دریمه) وویل چې د خان یونس د کډوالو په کمپ باندې د شپې د اسراییلو په برید کې لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل شول چې درې پکې یو کلن ماشومان وو.

فرانس پریس اژانس د غزې د ملکي دفاعي ادارې د ویاند محمود بصال په وینا راپور ورکړ چې د غزې په جنوب کې د خان یونس په کمپ کې د شپې درې بجو خواته بمباري وشوه چې یولس کسان پکې ووژل شول.

بصال زیاته کړه چې د وژل شویو کسانو اته تنه پېژندل شوي او ټول د یوې کورنۍ څخه وو.

د اسرییل پوځ تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

اسراییل د مارچ په ۱۸مه په غزه کې خپل پوځي عملیات د حماس پر وړاندې د جګړې په ترڅ کې د دوه میاشتني اوربند وروسته بیا پیل کړي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د فلسطیني وسله والې ډلې د برید له امله دا جګړه پیل شوې وه.

د جمعې په ورځ په غزه کې ملکي دفاعي ادارې وویل چې د اسراییلو بریدونو په جګړه ځپلې سیمه کې لږترلږه ۴۲ کسان وژلي، چې د مارچ له دوهمې نیټې راهیسې د اسراییلو لخوا په بشپړه توګه محاصره شوې ده.

اسراییل وايي چې د بندیز موخه دا ده چې پر وسله والو فشار راوړل شي چې د فلسطین په خاوره کې نیول شوي یرغمل خوشې کړي.

د ملګرو ملتونو ادارو له اسراییلو څخه غوښتي چې بندیزونه لرې کړي، او ویلي یې دي چې د غزې خلک د بشري ناورین او د قحطۍ خبرداری سره مخ دي.

هند له پاکستان څخه هر ډول واردات بند کړل

هند نن له پاکستانه واردات بند کړل. دا وروسته تر دې چې د اپریل په دوه ویشتمه د هند تر واک لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې شپږ ویشت سیلانیان ووژل شول او هند تور پورې کړ چې په دې پیښه کې پاکستان لاس لري. پاکستان دا تور رد کړی دی.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې د هند د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا بندیز به سمدلاسه نافذ شي.

د دغو دوو اټومي قدرتونو ترمنځ د پهلګام تر پیښې وروسته اړیکي دومره ترینګلې شوې دي چې پاکستان ویلي، معتبر استخباراتي اطلاعات لري چې هند به پر پاکستان برید وکړي. تر دې پیښې وروسته هند ویلي دي چې له پاکستان سره د اوبو تړون لغوه کوي او پاکستان خبرداری ورکړی دی چې دا اقدام د جګړې په معنا دی.

امریکا د اوکراین لپاره د اف- ۱۶ جټ الوتکو پیلوټان روزي او تجهیزات ورته برابروي

اف- شپاړس جنګي جټ الوتکې
اف- شپاړس جنګي جټ الوتکې

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت هغه معامله تایید کړه چې له مخې یې متحدایالات اوکراین ته د مخکې ورکړل شویو اف ۱۶ جنګي الوتکو پیلوټان روزي او پرزې او تجهیزات ورته برابروي.

د بهرنیوچارو وزارت پرون (د مې ۳مه) په یوه بیان کې وویل چې کانګرس ته یې د څه باندې ۳۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت د دې معاملې په اړه خبر ورکړی دی.

اوکراین د ۲۰۲۴ کال په نیمايي کې د پخواني ولسمشر جوبایډن له ادارې څخه اف ۱۶ الوتکې ترلاسه کړې وې او د دې هېواد ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د روان کال په پیل کې اعلان وکړ چې جنګي جټ الوتکې یې ترلاسه کړې دي خو د شمېر یادونه یې ونه کړه.

متحدایالات دا اعلان وروسته له هغه کوي چې ولسمشر ډونالډټرمپ د بایډن د ادارې له خوا کییف ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د پوځي او مالي مرستو پر ورکړه کلک انتقادونه کړي دي.

پاکستان له هند سره په کړکېچ کې له عربي هېوادونو د مرستې غوښتنه کوي

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف

پاکستان د خلیج له هېوادونو غواړي چې په هندي کشمېر کې د وروستۍ حملې پرسر د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ په اوارۍ کې مرسته وکړي.

د اسوشیتیدپریس خبري آژانس د راپور له مخې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا غوښتنه پرون د خلیج د هېوادونو له استازو سره په کتنه کې وکړه. د راپور له مخې ښاغلي شریف د سعودي عربستان، کوېټ او متحده عربي اماراتو له سفیرانو سره په جلا کتنو کې هغوی ته د کشمیر په پهلګام سیمه کې د اپریل د ۲۲مې نېټې د حملې په اړه د پاکستان د دریځ په اړه معلومات ورکړل.

په دې حمله کې ۲۶ کسان چې اکثر هندوان وو، ووژل شول. هند پاکستان د دې برید په ملاتړ تورن کړی خو اسلام آباد دا تور رد کړی دی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د تېرې دوشنبې په ورځ وویل چې هند په نژدې راتلونکي کې پر پاکستان د برید پلان لري.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکوروبیو د چارشنبې په ورځ د هند د بهرنیوچارو له وزیر اس جېشنکر او د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره په ټلفوني خبرو کې هغوی وهڅول چې د کشمیر له حملې وروسته د دواړو هېوادو په اړیکو کې رامنځ ته شوی کړکېچ په سوله ایز ډول حل کړي.

د موسیقۍ ګروپR.E.M، د ازادې اروپا په نوم سندره بیا نشر کړه

په ۱۹۸۱ کال کې د "ازادې اروپا راډيو" په نوم سندرې له خپریدو سره د بدیل راک ډله R.E.M نړۍ ته معرفي شوه.

په دې کار سره دغې د موسیقۍ ډلې نړۍ ته د ازادې اروپا راډیو کار یو ځل بیا ورپیاد کړ چې په هغو هیوادونو کې خپرونې کوي چې رسنۍ پکې تر تهدید لاندې دي یا محدودې دي.

د می په ۳ مه د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې او د ازادې اروپا راډیو د ۷۵ کلیزې په مناسبت اعلان وکړ چې خپله سندره به بیا نشر کړي.

اسراییل دمشق ښار ته نژدې د ولسمشرۍ ماڼۍ پر شاوخوا سیمو برید کړی دی

عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

وروسته له دې چې د اسراییل د پوځ هوایي ځواکونو د سوریې چارواکو ته خبرداری ورکړ چې د دروزي اقلیت کلیو ته د ځواکونو له لېږلو ډډه وکړي، د اسراییل هوايي ځواک دمشق ښار ته نژدې د ولسمشرۍ ماڼۍ پر شاوخوا سیمو برید وکړ.

تر دې برید وړاندې د سوریې د حکومت د پلوي وسله‌والو او د دروزي اقلیت د ملیشو ترمنځ دمشق ښار ته نژدې څو ورځې جګړه روانه وه. په دې نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د دوی جنګي الوتکو د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې یوه سیمه بمباري کړې ده. په خپاره شوي بیان کې نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو او دفاع وزیر اسراییل کاتز ویلي چې دا برید د سوریې مشرانو ته یو پیغام دی.

د دوی په ګډ بیان کې راغلي: «دا د سوریې رژیم ته یو واضح پیغام دی. موږ به د دمشق په جنوب کې د ځواکونو استقرار یا د دروزي ټولنې ګواښلو ته په هیڅ ډول اجازه ورنه کړو.»

د سوریې د حکومت پلوي رسنیو ویلي چې برید د ښار پر یوه غونډۍ د ولسمشرۍ ماڼۍ په شاوخوا سیمو کې شوی دی.

د امریکا ولسمشر د امریکا د ملي راډیو او تلویزیون د بودجې د بندولو فرمان لاسلیک کړ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر د امریکا د ملي راډیو او تلویزیون د بودجې د بندولو فرمان لاسلیک کړ.

ډونالډ ټرمپ په یوه اجرايي فرمان کې د امریکا د عامه خپرونو ادارې ته، چې یادو دولتي رسنیو ته بودجه ورکوي، امر کړی چې د دې رسنیو مالي ملاتړ بند کړي.

د اسوشیټډ پریس خبري آژانس د راپور له مخې، دا فرمان د عامه خپرونو ادارې او نورو فدرالي ادارو ته لارښوونه کوي چې د ملي راډیو (NPR) او د عامه تلویزیون (PBS) لپاره فدرالي بودجه بنده کړي.

د ولسمشر ټرمپ اجرايي فرمان همداراز، دا ادارې مکلفوي چې د رسنیو د غیر مستقیم دولتي تمویل سرچینې له منځه یوسي.

د امریکا ولسمشر ویلي چې د دې اقدام دلیل یې دا دی چې د یادو رسنیو راپورونه بې پرې نه وو.

ویل شوي چې د دې دوو دولتي رسنیو بودجه شاوخوا نیم میلیارد ډالره ده.

پر اوکراین د روسیې د بې پیلوټه الوتکو برید یو تن وژلی او ۱۴ نور یې تپیان کړي دي

د اوکراین خارکییف ښار، د اپریل ۳۰مه (آرشیف)
د اوکراین خارکییف ښار، د اپریل ۳۰مه (آرشیف)

د اوکراین یو سیمه ایز چارواکی وايي تېره شپه ناوخته پر ختیځ زاپوریژیا ښار د روسیې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې یو تن وژل شوی او لږترلږه ۱۴ نور کسان ټپیان شوي دي.

د دې سیمې والي ایوان فیدوروف پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې روسي ځواکونو پر زاپوریژیا لږترلږه لس حملې کړې دي. د هغه په وینا په دې حملو کې شخصي کورونه، د استوګنې بلاکونه، تعلیمي مرکزونه او عامه تاسیسات په نښه شوي دي.

په هغو تصاویرو کې چې آنلاین خپاره شوي دي د استوګنې په یوه ودانۍ کې د اور لمبې لیدل کېږي.

روسیې له دې مخکې هم د بې پیلوټه الوتکو په وسیله د اوکراین پر ګڼو سیمو حملې کړې وې. د غويي په لسمه د دې حملو په ترڅ کې په اودیسې ښار کې لږتر لږه دوه کسان ووژل شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG