خبرونه
په تاشکند کې د افغاني محصولاتو درې ورځنی نندارتون

ټاکل شوې چې د جولای په دوهمه په تاشکند کې د افغاني تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شي.
د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې ملي تلویزیون ویلي چې په دغه نندراتون کې به ۲۵۰ افغان سوداګر، غالۍ، لاسي صنایع، قیمتي کاڼي، وچه میوه او ځني نور محصولات نندارې ته وړاندې کړي.
خو په خبر کې د ښځینه صنعتکارانو او سوداګرو د ګډون او نه ګډون په اړه څه نه دي ویل شوي.
ملي تلویزیون د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په حواله ویلي، د دغه نندارتون هدف، د افغانستان او ازبکستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا، افغاني تولیداتو ته بازار موندنه او له خصوصي سکتور ملاتړ دی.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې یو شمېر افغان صنعتکارانو او سوداګرو په وار وار له خصوصي سکتور د نه ملاتړ او د دوی تولیداتو ته د لازمو بازارونو د نه شتون په اړه شکایتونه کړي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
روسيې د اوکراین ختیځ کې د دوو کلیو د نیولو ادعا کړې

د روسیې دفاع وزارت وایي، ځواکونو یې د اوکراین د ختیځې سیمې دونتڅک دوه کلي نیولي دي.
دغه وزارت نن شنبه ( د سنبلې لومړۍ نیټه) پر خپل ټیلګرام چینل لیکلي چې دا کلیدي کلي هغه سړک ته نژدې دي چې د اوکرایني پوځ د لوجستیک یوې اډې ته غځیدلی.
پر اوکراین د روسیې له خوا پوځي فشار داسې مهال په زیاتیدو دی چې په نړیواله کچه د دغې جګړې پای ته رسیدو ته هڅې ګړندۍ شوي دي.
د اوکراین پوځ د دغو کلیو د له لاسه وتلو په اړه څه نه دي ویلي، خو تایید کړې ده چې تیره شپه روسیې پر دغه هېواد شاوخوا پنځوس بې پیلوټه الوتکې توغولي چې دیرش یې دوی کشف اوشنډې کړي.
په لندن کې د چین د لوی سفارت د جوړولو پلان بیا هم ځنډیدلی دی

د بریتانیا حکومت په لندن کې د چین له خوا د یوه لوی سفارت د جوړونې د تایید پلان تر اکتوبر میاشتې پورې ځنډولی دی.
ټاکل شوې وه دغه پلان د راتلونکې سپتمبر په نهمه تایید شي.
چین غواړي "ټاور آف لندن" ته نژدې د یوه دوه سوه کلنې تاریخي ودانۍ په انګړ کې لوی سفارت جوړ کړي، خو له تیرو دریو کلونو راهیسې د ځایي خلکو، پارلمان او فعالانو د مخالفت له کبله دا کار ځنډول شوی دی.
رویټرز لیکلي، بریتانوي سیاستوالو او دغه راز متحده ایالتونو خبرداری ورکړی چې چین ممکن له دغه ځایه " د جاسوسۍ د اډې" په توګه کار واخلي.
چین بیا وایي، کوربه هېوادونه د ژمنو له مخې باید د دیپلوماتیکو ادارو د جوړښت ملاتړ وکړي.
چین ۲۰۱۸ کال کې لندن کې د خپل سفارت د نوې ودانۍ لپاره ځمکه واخیسته چې ۲۰۲۲ کال کې یې ورغوي.
یوه جرمن سیاستوال د خپلو پخوانیو افغان کارکونکو د کډوالۍ قضیو د ژر څیړنې غوښتنه کړې

د جرمني حکومت د بشري حقونو کمشنیر لارز کستیلوسي د کورنیو چارو له وزارته غوښتي چې پاکستان کې جرمني ته د تګ په تمه میشتو افغانانو ته ویزې ورکړي.
نوموړي د جمعې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه ولیکل، ایتلافي حکومت د کډوالۍ په یوه منظم او بشردوستانه پروګرام سلا شوی.
هغه ویلي چې د افغانانو د قضیو ( اوږدمهاله څیړنه) له دغې تګلارې سره اړخ نه لګوي او په خبره یې د هغوی چارې باید ګړندۍ شي.
د جرمني خبري اژانس د هغه په حواله لیکلي، که څوک د ناقانونه کډوالۍ مخه نیسي، باید د قانوني کډوالۍ دروازې خلاصې پریږدي.
شاوخوا ۲ زره افغانان جرمني ته د تګ په تمه په اسلام اباد کې دیره دي او جرمن چارواکو ویلي چې له دې ډلې ۲۱۰ یې افغانستان ته ډیپورت شوي دي.
اسلام اباد کې د طالبانو د یوشمیر مخالفو څېرو پلان شوې غونډه ځنډیدلې ده

په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د یوشمیر مخالفانو پلان شوې غونډه ځنډیدلې ده.
د افغانستان لپاره د ښځو ( Women for Afghanistan ) یوې ټولنې چې له جینوا څخه فعالیت کوي او یوشمیر نورو رسنیو ویلي چې دا غونډه د سپتمبر وروستۍ اونۍ ته ځنډیدلې.
د دغې دوه ورځنۍ غونډې د ځنډ لامل لا روښانه نه دی، خو په راپورونو کې یې د جوړونکو په حواله ویل شوي چې دوی به تر یوې میاشتې پورې غونډې ته ښه چمتوالی ونیسي.
دا غونډه چې د (اګست ۲۵ او ۲۶مې) یعنې د همدې اونۍ دوشنبې او سه شنبې ورځو ته پلان شوې وه، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت غیر رسمي بللې او ویلې یې دي، د پاکستان دولت یې کوربه توب نه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي، د جنوبي اسیا د څيړنو د یوه پوهنتون له خوا دا غونډه، په خواله رسنیو کې لویه ښکاره شوې.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند: په اسلام اباد کې د افغانانو غونډه نه رسمي ده، نه دولتي

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وایي، په اسلام اباد کې روانه اونۍ د یوشمیر افغانانو غونډه نه یوه رسمي غونډه ده نه د دولت له لورې رابلل شوې ده.
شفقت علي خان د جمعې په ورځ( د اګست ۲۲ مه) وویل چې یوشمیر خواله رسنیو دا غونډه لویه ښکاره کړې ده خو په حقیقت کې د پاکستان دولت د دې غونډې رسمي کوربه نه دی او د هغې په پلان جوړیدو کې هیڅ ډول نقش نه لري.
د ځینو راپورونو له مخې تمه ده چې د افغان طالبانو د حکومت شپږ دیرش مخالفې سیاسي څیرې، مدني فعالان، د افغانستان د ژغورنې د مقاومت د عالي شورا غړي، همداراز د سولې او عدالت د ملي حرکت یوشمیر استازي د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د اسلام اباد په غونډه کې برخه واخلي.
د دې غونډې استازیو ویلي دي چې دوی به په دې دوه ورځنۍ غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او یوشمیر سیاسي موضوعاتو په اړه بحث وکړي.
ځینو رسنیو بیا په اسلام اباد کې د دې غونډې د ځینو ګډون کوونکو په وینا چې نومونه یې نه دې یاد کړي د دې غونډې د ځنډیدو خبر ورکړی دی.
ولسمشر ټرمپ یو خپل نژدې ملاتړی د هند د سفیر په توګه وټاکه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ ( د اګست ۲۲مه) خپل نږدې سیاسي ملاتړی سرجیو ګور په هند کې د خپل هیواد د سفیر په توګه وټاکه.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، اته دیرش کلن ګور په چټکۍ سره په محافظه کار سیاست کې سر اوچت کړ او په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ یو له خورا پیاوړیو مرستیالانو څخه شو، چې له ټرمپ سره د دوی د وروستۍ وفادارۍ ډاډ ترلاسه کولو لپاره د شاوخوا ۴۰۰۰ ګمارنو د ارزونې مسوولیت یې ترسره کړ.
ټرمپ وویل چې ګور به د جنوبي او مرکزي آسیا لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي په توګه هم دنده ترسره کړي.
دا ګمارنه د واشنګټن او نوي ډیلي ترمنځ د کړکیچونو له زیاتیدو وروسته شوې، هند په وروستیو ورځو کې له روسیې او چین سره د لوړې کچې غونډې جوړې کړې دي.
پولیسو د بنګلور په لوبغالي کې د ښځینه کرکټ د نړیوال جام لوبې بندې کړې

هند اعلان وکړ چې د بنګلور په لوبغالي کې به د ښځینه کرکټ نړیوال جام لوبې ونه شي.
فرانس پریس اژانس د جمعې په ورځ( د اګست ۲۲ مه) راپور ورکړ چې په سیمه کې پولیسو په دې لوبغالي کې د لویو لوبو اجازه نه ده ورکړې. پولیس وایي چې دا لوبغالی د ډیرو نندارچیانو لپاره خوندی نه دی.
د بنګلور په لوبغالي کې سږکال د جون میاشتې په څلورمه د هند د غوره لیګ د سیالیو تر پایلوبې وروسته چې کله د رایل چلنجرز بنګلور لوبډلې مینه والو اتلولي لمانځله، یولس تنه ووژل شول او شاوخوا پنځوس نور ټپيان شول.
ټاکل شوې ده چې د ښځینه کرکټ د یو ورځنۍ لوبو نړیوال جام لوبې د راتلونکې میاشتې په دیرشمه د هند او سریلانکا په کوربتوب پيل شي.
د دې هیوادونو د لوبډلو ترڅنګ د استرالیا، انګلستان، نیوزیلنډ، جنوبي افریقا، پاکستان او بنګله دیش ټیمونه په دې جام کې برخه اخلي.
په بریتانیا کې د افغان کډوالو د منلو چارې سخته شوي

د بخښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړ چې د کډوالو لپاره د بریتانیا نوې تګلارې د دې سبب شوې دي چې په دغه هیواد کې د افغانستان او څو نورو هیوادونو د اتباعو لپاره د پناه غوښتنې شمیرې په چټکۍ سره راټیټې شي.
د بخښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ څرګنده کړه چې سږکال یوازې څلور څلویښت فیصده افغانانو ته پناه ورکړل شوې ده او پروسږکال دا فیصدي اته نوي ته رسیده.
د دې سازمان په وینا د ایرانیانو د پناه اخیستو کچه هم ټیټه شوې همداراز سږکال د یوشمیر نورو هیوادونو لږ کسان په بریتانیا کې د کډوالو په توګه منل شوې دي.
د بخښني د نړیوال سازمان د کډوالو د حقونو د برخې مشر سټیف والډز سیمونډز د بریتانیا د حکومت نوې پالیسۍ نیمګړې او غیرعادلانه وبللې، ده خبرداری ورکړ چې په دې ډول به په زرګونو پناه غوښتونکي له خطر سره مخامخ شي.
بریتانیا د تیرو کلونو په پرتله خپلې تګلارې سخته کړې دي او په دې لړ کې د بریتانیا وروستۍ پریکړه دا ده چې د اګست له پیله چې په غیرقانوني ډول کوم کډوال له فرانسې بریتانیا ته داخل شوی دی، هغه یې بیرته فرانسې ته استولي دي.
د ایران پر اټومي پروګرام یو ځل بیا خبرې کیږي

ټاکل شوې ده چې روانه اونۍ د ایران او اروپایي هیوادو د دیپلوماتانو ترمنځ غونډه وشي.
رویټرز اژانس د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر جان نویل بارو په وینا خبر ورکړ چې په دې غونډه کې به د ایران د اټومي پروګرام په تړاو بحث وشي.
ښاغلي بارو په ایکسپاڼه کې د جمعې په ورځ ناوخته ولیکل چې د دې غونډې په تړاو یې له جرمني سره هم سلامشوره کړې ده او له ایراني لورې سره هم غږیدلی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د فرانسې له بهرنیو چارو وزیر سره تر ټیلفوني خبرو وروسته په یوه بیان کې وویل چې موافقه وشوه چې د فرانسې، بریتانیا، جرمني او اروپایي ټولنې له استازیو سره به دا خبرې د بهرنیو چارو د وزارتونو د مرستیالانو په کچه د سې شنبې په ورځ وشي.
وسله والو د ایران په ایرانشهر کې د پولیسو پر موټر ډزې کړي

د ایران فارس خبرې اژانس نن خبر ورکړ چې ناپیژاندو وسله والو د ایران په جنوب ختیځ کې د سیستان او بلوچستان ایالت په ستر ښار ایرانشهر کې د پولیسو پر دوو موټرو ډزې وکړې.
فارس خبرې اژانس په دې پېښه کې د پنځه پولیسو د وژل کیدو خبر ورکړ. دغه اژانس د یوشمیر پولیسو د ټپي کیدو خبر هم ورکړی دی، خو د ټپیانو شمیرې یې نه دې څرګندې کړي.
د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې تر ډیره دا ډول بریدونه سني بلوچ یاغیان کوي، خو د ننۍ پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.