نړۍ
په غزه کې د اسراییلي ځواکونو په تازه بریدونه کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۰۰ واوښت

د غزې پر تړانګه د اسراییلو په هوايي حملو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۰۰ واوښت. ګڼو رسنیو د غزې د روغتیايي چارواکو د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د غزې پر بیلابېلو سیمو د حملو پرمهال د وژل شویو کسانو شمېر لږترلږه ۳۲۶ کسانو ته رسېدلی دی. خپلواکو سرچینو تراوسه دا شمېرې نه دي تایید کړي. د فلسطین د اشغالي قلمرو لپاره د ملګروملتونو د همغږۍ دفتر ویلي چې د اسراییلو دا حملې د منلو وړ نه دي او غوښتنه یې کړې چې اوربند دې سمدستي رعایت شي. اسراییل وايي، په دې حملو کې یې هغه تندلاري په نښه کړي چې د تروریستي حملو پلانونه یې درلودل او په سیمه کې د یوه بل کړکېچ اور ته یې لمن وهله. د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر په یوه بیان کې ویلي دي چې اسراییل به د فلسطینۍ حماس ډلې پرضد په خپل ټول توان سره عملیات پیل کړي. د اسراییل دا تازه حملې په تېره جنوري میاشت کې په غزه کې د اوربند له موافقې وروسته تر ټولو پراخ پوځي عملیات دي. اسراییلو د غزې پر تړانګه سربېره په لبنان او د سوریې په جنوب کې د هوايي حملو خبر ورکړی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د موسیقۍ ګروپR.E.M، د ازادې اروپا په نوم سندره بیا نشر کړه

په ۱۹۸۱ کال کې د "ازادې اروپا راډيو" په نوم سندرې له خپریدو سره د بدیل راک ډله R.E.M نړۍ ته معرفي شوه.
په دې کار سره دغې د موسیقۍ ډلې نړۍ ته د ازادې اروپا راډیو کار یو ځل بیا ورپیاد کړ چې په هغو هیوادونو کې خپرونې کوي چې رسنۍ پکې تر تهدید لاندې دي یا محدودې دي.
د می په ۳ مه د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې او د ازادې اروپا راډیو د ۷۵ کلیزې په مناسبت اعلان وکړ چې خپله سندره به بیا نشر کړي.
اسراییل دمشق ښار ته نژدې د ولسمشرۍ ماڼۍ پر شاوخوا سیمو برید کړی دی

وروسته له دې چې د اسراییل د پوځ هوایي ځواکونو د سوریې چارواکو ته خبرداری ورکړ چې د دروزي اقلیت کلیو ته د ځواکونو له لېږلو ډډه وکړي، د اسراییل هوايي ځواک دمشق ښار ته نژدې د ولسمشرۍ ماڼۍ پر شاوخوا سیمو برید وکړ.
تر دې برید وړاندې د سوریې د حکومت د پلوي وسلهوالو او د دروزي اقلیت د ملیشو ترمنځ دمشق ښار ته نژدې څو ورځې جګړه روانه وه. په دې نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د دوی جنګي الوتکو د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې یوه سیمه بمباري کړې ده. په خپاره شوي بیان کې نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو او دفاع وزیر اسراییل کاتز ویلي چې دا برید د سوریې مشرانو ته یو پیغام دی.
د دوی په ګډ بیان کې راغلي: «دا د سوریې رژیم ته یو واضح پیغام دی. موږ به د دمشق په جنوب کې د ځواکونو استقرار یا د دروزي ټولنې ګواښلو ته په هیڅ ډول اجازه ورنه کړو.»
د سوریې د حکومت پلوي رسنیو ویلي چې برید د ښار پر یوه غونډۍ د ولسمشرۍ ماڼۍ په شاوخوا سیمو کې شوی دی.
د امریکا ولسمشر د امریکا د ملي راډیو او تلویزیون د بودجې د بندولو فرمان لاسلیک کړ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر د امریکا د ملي راډیو او تلویزیون د بودجې د بندولو فرمان لاسلیک کړ.
ډونالډ ټرمپ په یوه اجرايي فرمان کې د امریکا د عامه خپرونو ادارې ته، چې یادو دولتي رسنیو ته بودجه ورکوي، امر کړی چې د دې رسنیو مالي ملاتړ بند کړي.
د اسوشیټډ پریس خبري آژانس د راپور له مخې، دا فرمان د عامه خپرونو ادارې او نورو فدرالي ادارو ته لارښوونه کوي چې د ملي راډیو (NPR) او د عامه تلویزیون (PBS) لپاره فدرالي بودجه بنده کړي.
د ولسمشر ټرمپ اجرايي فرمان همداراز، دا ادارې مکلفوي چې د رسنیو د غیر مستقیم دولتي تمویل سرچینې له منځه یوسي.
د امریکا ولسمشر ویلي چې د دې اقدام دلیل یې دا دی چې د یادو رسنیو راپورونه بې پرې نه وو.
ویل شوي چې د دې دوو دولتي رسنیو بودجه شاوخوا نیم میلیارد ډالره ده.
پر اوکراین د روسیې د بې پیلوټه الوتکو برید یو تن وژلی او ۱۴ نور یې تپیان کړي دي

د اوکراین یو سیمه ایز چارواکی وايي تېره شپه ناوخته پر ختیځ زاپوریژیا ښار د روسیې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې یو تن وژل شوی او لږترلږه ۱۴ نور کسان ټپیان شوي دي.
د دې سیمې والي ایوان فیدوروف پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې روسي ځواکونو پر زاپوریژیا لږترلږه لس حملې کړې دي. د هغه په وینا په دې حملو کې شخصي کورونه، د استوګنې بلاکونه، تعلیمي مرکزونه او عامه تاسیسات په نښه شوي دي.
په هغو تصاویرو کې چې آنلاین خپاره شوي دي د استوګنې په یوه ودانۍ کې د اور لمبې لیدل کېږي.
روسیې له دې مخکې هم د بې پیلوټه الوتکو په وسیله د اوکراین پر ګڼو سیمو حملې کړې وې. د غويي په لسمه د دې حملو په ترڅ کې په اودیسې ښار کې لږتر لږه دوه کسان ووژل شول.
یو ایرانی چارواکی وايي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو څلورم پړاو ځنډېدلی دی

یوه جګپوړي ایراني چارواکي پرون رویټرز خبري آژانس ته وویل د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو څلورم پړاو چې په پام کې وه د راروانې اونۍ د شنبې په ورځ په روم کې ترسره شي، ځنډېدلی دی.
دې چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی، ویلي دي چې د دې خبرو نوې نېټه په متحدوایالتونو پورې اړه لري. هغه همداراز ویلي دي چې پر ایران د امریکا بندیزونه د اټومي خبرو له پرمختګ سره مرسته نه کوي.
عمان چې د امریکا او ایران ترمنځ د مخکینیو خبرو منځګړتوب کړی دی پرون وویل، د اټومي خبرو بل پړاو چې د غويي په ۱۳مه نېټه په پام کې و، په لوژستیکي دلایلو ځنډېدلی دی، خو نوی پلان به ورته جوړ شي.
په عین حال کې یوې باخبره سرچینې رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې امریکا هېڅکله په روم کې د خبرو په څلورم پړاو کې خپل ګډون نه دی تایید کړی. دا سرچینه زیاتوي چې د دې مذاکراتو د بل پړاو وخت او ځای تراوسه نه دی تایید شوی خو تمه ده چې په نژدې راتلونکي کې به ترسره شي.
د WHO مشر وايي، د بسپنو کمښت روغتیايي سکتور له تاریخي ننګونو سره مخامخ کړی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر وايي، له روغتیايي سکتور سره بسپنې له تاریخي ننګونو سره مخامخ دي ځکه مرستندویو هېوادونو خپلې بسپنې کمې کړې دي.
تیدروس ادهانوم ګیبرییسوس نن (د مې په لومړۍ نېټه) په ژنیو کې د روغتیا د نړیوال سازمان WHO په مقر کې خبریالانو ته وویل، موږ د روغتیا په برخه کې د مالي مرستو له لوی کمښت سره مخامخ یو.
د روغتیا نړیوال سازمان په خپله بودیجه کې د مالي ستونزو خبر وروسته له هغه ورکړ چې متحدو ایالتونو له دې سازمان سره د مرستندویانو له ډلې د وتلو اعلان وکړ او همداراز نورو هېوادونو په پرمختیايي برخو کې د مرستو د کمښت خبر ورکړ.
ولسمشر ډونالډټرمپ د روان کال په جنوري میاشت کې د خپلې لوړې په وینا کې د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د امریکا د وتلو اعلان وکړ او ویې ویل چې د م. م دا اړونده اداره د کووید ۱۹ د وبا او نورو روغتیايي بحرانونو په اداره کولو کې پاتې راغله. امریکا د WHO تر ټولو لوی مرستندوی هېواد و، او د دې سازمان په سلو کې ۱۸ بسپنه یې ورکوله.
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر وویل چې د مرستو دا کمی به په ټوله نړۍ کې د خلکو پر روغتیايي وضعیت ډېر ناوړه اغیز وکړي.
پر اوکراین د روسیې تازه حملو مرګ ژوبله اړولې ده

پر اوکراین د روسیې د بې پیلوټه الوتکو تازه حملو دوه کسان وژلي دي.
اوکرایني چارواکي وايي د روسیې پوځ نن د اوکراین په ځینو سیمو د بې پیلوټه الوتکو حملې وکړې چې په نتیجه کې یې په اودیسې ښار کې لږترلږه دوه تنه ووژل شول. د چارواکو په وینا د دې حملو پرمهال چې تر نیمې شپې پورې یې دوام وکړ د اوکراین په یوولسو سیمو کې د خطر زنګونه ووهل شول.
د اودیسې والي اولیه کیپر پر خپله ټلګرام پاڼه ولیکل چې په دې حملو کې پنځه نور کسان هم ټپیان شوي دي.
امریکا او اوکراین یوه مهمه اقتصادي موافقه لاسلیک کړه

د امریکا او اوکراین حکومتونو د چهارشنبې په ورځ یوه اقتصادي موافقه اعلان کړه.
دا موافقه وروسته له هغه لاسلیک شوه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو اوونۍ پرلهپسې فشار راووړ چې اوکراین دې د هغو میلیارډونو ډالرو پوځي او مالي مرستو تاوان ورکړي چې واشنګټن د روسیې د یرغل پر ضد د اوکراین د دفاع لپاره برابرې کړي دي.
یوې اوکراینۍ چارواکې د چهارشنبې په ورځ وویل چې هغې د حکومت په استازیتوب یو تړون لاسلیک کړی چې د (د امریکا او اوکراین د بیا رغونې د پانګونې صندوق) رامنځته کوي. د دې تړون هدف دا دی چې د دواړو هېوادونو لپاره د اقتصادي ودې یو مناسب چاپېریال رامنځته شي.
د اوکراین د صدراعظم لومړۍ مرستیالې یولیا سویریدینکو پر ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) لیکلي:
«موږ له متحدو ایالتونو سره یو ځای یو صندوق جوړوو چې نړیوالې پانګې زموږ هېواد ته جذب کړي.»
د سویډن پولیسو یو زلمکی د څو تنو د ویشتلو په تړاو ونیوه

د سوېډن پولیسو یو تن په اوپسالا ښار کې د سې شنبې د ورځې د ډزو په تړاو نیولی دی.
د راپورونو له مخې، یوه زلمکي د ښار په مرکز کې په یوه سلماني کې پر خلکو ډزې وکړې، او بیا د یوه سکوټر په وسیله وتښتېد خو پولیسو تعقیب کړ.
پولیسو د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې نیول شوی کس تر ۱۸ کلونو کشر دی.
د سوېډن پولیسو په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د برید درې واړه قربانیان د ۱۵ او ۲۰ کلونو ترمنځ عمرونه لري، که څه هم د سیمې د پولیسو مشر، اریک اکرلوند وویل چې د هغوی هویت تر اوسه سم نه دی تایید شوی.
د سوېډني رسنیو د راپور له مخې، پولیس دا امکان هم څېړي چې ښايي دا پېښه د جنايي بانډونو له فعالیتونو سره تړاو ولري.
جنوبي کوریا وايي، د شمالي کوریا ۶۰۰ پوځیان د اوکراین په جګړه کې وژل شوي

د جنوبي کوریا استخباراتي ادارې ویلي، د شمالي کوریا نژدې ۶۰۰ سرتېري چې د روسیې او اوکراین په جګړه کې یې برخه اخیستې وه، وژل شوي دي.
د جنوبي کوریا د استخباراتو ملي ادارې د چهارشنبې په ورځ د دې هېواد پارلمان ته ویلي چې په مجموع کې تر اوسه د شمالي کوریا شاوخوا ۴ زره ۷۰۰ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپور له مخې، له جنورۍ څخه تر مارچ میاشتې پورې د الوتکو او ریلګاډي په وسیله شمالي کوریا ته کابو ۲ زره پوځیان وړل شوي دي. د وژل شویو سرتېرو مړي هم تر انتقال وړاندې په روسیه کې سوزول شوي او ایرې یې خپل هېواد ته وړل شوي دي.
دا راپور له هغه وروسته خپور شوی چې دوې ورځې مخکې شمالي کوریا په لومړی ځل ومنله چې خپل ځواکونه یې د روسیې د ملاتړ لپاره دغه هیواد ته استولي، څو د کورسک سیمې ځینې برخې له اوکرایني ځواکونو بېرته ونیسي.