دا پریکړه وروسته له هغه کیږي چې د روسیې سترې محکمې په دې وروستیو کې طالبان د ترهګرو ډلو له لیست څخه لرې کړل.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې مسکو د طالبانو چارواکي په اقتصادي برخه کې "باالقوه همکاران" ګڼي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې "په کابل کې اوسني واکمنان یو حقیقت دی."
لاوروف وویل، "موږ باید دا حقیقت د ایډیالوژیکي پریکړو لپاره نه بلکې د عملي پریکړو لپاره په پام کې ونیسو."
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم چهارشنبه د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره د امیرخان متقي د لیدو خبر ورکړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د روسیې له وروستیو اقداماتو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې نږدې راتلونکي کې به روسیې ته د سفیر په کچه ډپلوماټ ورمعرفي کړي.
د کابلوف په حواله هم د طالبانو په بیان کې راغلي چې د هېواد لپاره یې له افغانستان سره د اړیکو پراختیا مهمه ده او په همدې خاطر یې دا اقدامات وکړل څو د اړیکو د پراختیا په لار کې خنډونه لرې شي.
روسیې په وار وار د طالب چارواکو کوربه توب کړی حتی مخکې له دې چې دوی د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسیږي.
د روسیې لخوا د طالبانو د سفیر د منلو پریکړه پدې معنی نه ګڼل کېږي چې دوی د طالبانو حکومت په رسمیت پیژني.
د طالبانو له لوري د افغانستان د کنټرول د ترلاسه کولو څخه څه باندې درې نیم کاله تېر شوي، خو هیڅ هیواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.
ملګري ملتونه هم طالبان د افغانستان د "واکمنو چارواکو" په توګه پیژني، نه د مشروع حکومت په توګه.