پاکستان ادعا کوي څه باندې ۷۰ هغه وسله وال یې وژلي چې د افغانستان له خاورې د ور اوښتلو په هڅه کې وو، ایران کې د پراخې اورلګېدنې او زورورې چاودنې په خاطر نن ماتم اعلان شوی دی. امیرخان متقي د قطر له صدراعظم سره کتلي دي. او چک کې ځوانانو د ګیمونو څخه په الهام یو ډول نمایشي جنګونه وکړل.
د پاپ مړی په سانتا ماریا کلیسا کې خاورو ته وسپارل شو. د کاتولیکانو پخواني مشران معمولاً په سنټ پيټر کلیسا کې د واتیکان دننه خاورو ته سپارل شوي خو پاپ فرانسس وصیت کړی وو چې په سانتا ماریا کې به یې خاورو ته سپاري.
د ایران د سرې میاشتې مشر بابک محمودي رسنیو ته تر دې دمه د لږ تر لږه څلورو کسانو مړینه هم تایید کړې ده. چاودنه د بندرعباس ښار د شهیدرجايي په بندري تاسیساتو کې شوې.
د ایران په یوه مهم بندر کې د زورورې چاودنې د ټپیانو شمېر ۱۱۵ ته لوړ شوی دی. دا خبره د فرانسې خبري اژانس د سیمه ییزو ایراني رسنیو په حواله راپور کړې ده. چاودنه د بندرعباس ښار د شهیدرجايي په بندري تاسیساتو کې شوې،
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا پر روسیې نیوکې وکړې چې پر اوکرایین یې مرګوني توغندیز بریدونه کړي.
د ایران په کرمان ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله شپږ افغانان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه د پنجشنبې په ورځ، د ماسپښین شاوخوا ۱:۳۰ بجه د کرمان په بردسیر ښار کې شوې.
روسیې پرېکړه کړې چې د طالبانو سفیر په مسکو کې ومني. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دوی پریکړه کړې چې "په مسکو کې د افغانستان ډیپلوماتیک ماموریت د سفیر کچې ته لوړ کړي."
د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې تر خونړي برید وروسته، د هند حکومت د پاکستان په وړاندې یو لړ اقدامات اعلان کړل چې تر ټولو مهم یې د اندس یا سند د اوبو د تړون ځنډول دي.
د افغانستان د مخلوع جمهوري نظام د پارلمان مرستیال عبدالظاهر قدیر د امریکا په غوښتنه نیول شوی دی. ظاهر قدیر تېره اوونۍ د کینیا د پلازمینې نایروبي په یوه هوټل کې نیول شوی وو.
امریکایي او ایراني چارواکو د ایټالیا په پلازمینه روم کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه دویم دور مذاکرو کې ګډون وکړ. د امریکا دریځ دا دی چې ایران د یورانیمو له بډاینې لاس واخلي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اوج کې د دغه هېواد مرستیال صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحق دار کابل ته تللی. اسحق دار لومړی د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي.
د طالبانو حکومت د روسیې د سترې محکمې د هغه اقدام هرکلی کړی چې طالبان یې د دغه هېواد د ترهګرو له نوملړ ایستلي دي. په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرینوف د روسیې د سترې محکمې پرېکړه د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې هغه ته ابلاغ کړې ده.
د امریکا په فلوریدا ایالت کې یوه بریدګر په ډزو سره لږ تر لږه دوه کسان وژلي او شپږ نور یې ټپيان کړي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا پېښه د شرم وړ بللې خو ویلي یې دي چې دی به د تل په څېر بیا هم د وسلو د ګرځولو د خوندیتوب ملاتړی وي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له پاکستانه د افغان کډوالو پر جبري اخراج [ژوره اندېښنه] ښوولې.
د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافایل ګروسي ویلي چې ایران د څو اټومي بمونو د جوړولو لپاره اړین توکي لري خو لا تر اوسه اټومي وسلې نه لري.
د ملګرو ملتونو سازمان، امریکا او اروپايي ټولنې د اوکراین په شمال کې پر سومي ښارګوټي د روسیې مرګونی برید غندلی. یکشنبه د روسیې په دوو توغندیزو بریدونو کې د سومي ښار شاوخوا ۳۴ اوسیدونکي ووژل شول او ۱۱۷ نور ټپيان شول.
د دغو خبرو هدف د تهران اټومي پروګرام دی چې د چټک پرمختګ په حال کې دی. دغه وزارت د خبرو فضا رغنده او د دواړو متبعو هېوادونو د دریځ ته د درناوي په اساس وبلله او زیاته یې کړه چې د شنبې ورځې خبرې د بندیزونو د لرې کولو او د ایران د اټومي پروګرام په اړه څرخېدې.
د دغو خبرو هدف د تهران اټومي پروګرام دی چې د چټک پرمختګ په حال کې دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایراني پلاوي مشري کوي او د امریکا د متحد ایالتونو له لورې د خبرو مشري د ولسمشر ټرمپ د منځني ختیځ استازی سټیف ویټکوف کوي.
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي د امریکا د مرستو بندېدل به په افغانستان کې چې واردمخه له پراخې لوږې سره مخ دی وضعیت لا پسې خرابه کړي. په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشرې، موتینتا چیموکا، ای اېف پي ته وویل مرستندویان باید له افغانستان سره چې له لوی بشري ناورین سره مخ دی مرسته وکړي.
د امریکا د "لنډمهاله محافظتي استوګنې" د پروګرام د لغوه کیدو له امله زرګونه افغانان اغیزمن شوي دي. د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د زرګونو افغانانو او کامرونیانو لپاره د "لنډمهاله محافظتي استوګنې" پروګرام لغوه کړی دی.
نور راوښيه