ایران کې مېشت پخواني افغان سرتیري؛ روسیه څومره د دوی په لټه کې ده؟
په ایران کې د روسیې له خوا د جنګي اجیرانو د استخدام د هڅو راپورونه خپاره شوي دي. که څه هم د روسیې سفارت په دې اړوند اطلاعیه جعلي بللې خو دا هېواد مخکې له ګڼو هېوادونو د اوکرایین د جنګ لپاره د اجیرو ملیشو د استخدام مخینه لري. زرګونه پخواني افغان سرتیري ایران کې دېره دي. دوی څومره د روسیې هدف کیدای شي؟ صفي الله ستانکزی په دې اړه جزییات لري.